د لاسرسي ځای

تازه خبر

د بلوچستان حکومت د سکولونو شاوخوا ۹،۰۰۰ نوي ښوونکي ګوماري


په همدې حال کې د مارچ پر ۱۲مه د کوټې په ګډون د بلوچستان په پښتون مېشته ضلعو کې د داخلو او د استادانو حاضرۍ باوري کولو کیمپېن پیل کړ.
په همدې حال کې د مارچ پر ۱۲مه د کوټې په ګډون د بلوچستان په پښتون مېشته ضلعو کې د داخلو او د استادانو حاضرۍ باوري کولو کیمپېن پیل کړ.

د بلوچستان د تعلیم وزیر وايي، په سرکاري ښوونځیو کې د استادانو کمښت پوره کولو لپاره نوې ټاکنې کوي.

نصیب الله مري د مارچ پر ۱۲مه مشال راډیو ته وویل، په هغه صوبه کې اوسمهال د زرګونو ښوونکو کمی دی. "موږ اوسمهال د شاوخوا ۹،۰۰۰ خالي څوکیو ډکولو لپاره اشتهارونه ورکړي دي او داراز، د ۱،۴۰۰ استادانو د رتبو له لوړېدو سره به د ۱۰،۰۰۰ ښوونکو کمښت پوره شي. موږ د [بهیر] د شفافیت لپاره نوي استادان د انلاین (پرلیکه) ازموینو له لارې ګومارو."

مري دا څرګندونې پر داسې مهال کړې دي چې د پښتونخوا ملي عوامي ګوند د زده کوونکو سازمان (پښتونخوا سټوډنټس اورګنایزېشن یا پي اېس او) د مارچ له ۱۲مې څخه د بلوچستان په پښتون مېشته ضلعو کې په ښوونځیو کې د ماشومانو د داخلولو او په ټولګیو کې د استادانو حاضرۍ باوري کولو په موخه لاریونونه وکړل.

پي اېس او هر کال په پسرلي کې د نوي تعلیمي کال تر پیلېدو مخکې دا ډول کیمپېن پیلوي چې پکې د هغه سازمان غړي، مشران، فعالان، د ماشومانو میندې او پلرونه او داراز، د ښوونځیو زده کوونکي برخه اخلي او ویناګانې کوي.

د بلوچستان په جعفراباد کې یوشمېر ماشومان په ګرځنده ښوونځي کې د زده کړو پر مهال - د ۲۰۲۳ز کال د جنورۍ نهمې انځور.
د بلوچستان په جعفراباد کې یوشمېر ماشومان په ګرځنده ښوونځي کې د زده کړو پر مهال - د ۲۰۲۳ز کال د جنورۍ نهمې انځور.

بلوچستان د رقبې له پلوه د پاکستان تر ټولو لویه صوبه ده چې راز، راز طبیعي زېرمې لري خو بلوچستان د پرمختګ او په ځانګړې توګه تعلیمي ډګر کې د پاکستان تر ټولو وروسته پاتې صوبه ګڼل کېږي.

د تعلیم صوبايي وزیر نصیب الله مري د معلوماتو نه شتوالي له کبله راته په صوبه کې د سرکاري ښوونځيو د استادانو کره شمېر را نه کړ خو په بلوچستان کې سلګونه ښوونځي یوازې یو استاد لري.

د ملګرو ملتونو د تعلیمي پروژې یوه چارواکي نقیب خلجي مشال راډیو ته وویل، د هغې صوبې ډېریو سکولونو کې یوازې یو استاد کار کوي.

"په بلوچستان کې شاوخوا ۱۵،۰۰۰ سکولونه دي چې پکې [۱،۱ مېلیون] زده کوونکي داخل دي. داسې پرایمري [ابتدايي] سکولونه دي چې یو استاد لري. له اوږدې مودې راهیسې نوي استادان نه دي ګومارل شوي، ډېر ښوونکي ریټایر (تقاعد) شوي یا مړه شوي دي او ابادي ورځ تر بلې زیاتېږي" چې دا د استادانو د کمښت لاملونه دي.

نقیب خلجي وویل، د بلوچستان په سرکاري سکولونو کې ۳۹ فیصده نجونه او ۶۱ سلنه هلکان زده کړې کوي.

اخوا په پاکستان کې د ریاضۍ او ساینس د اتحاد (پاک الاینس فار میتس اېنډ ساینس) په نوم یوه ناحکومتي اداره چې د تعلیم ودې لپاره اګهي خپروي او هلې ځلې کوي وايي په پاکستان کې شاوخوا ۲۰ مېلیونه ماشومان ښوونځيو ته نه ځي. هغې ادارې پر خپله ووبپاڼه د ۲۰۲۱ز کال په رپورټ کې ویلي ول چې له هغې څخه څه د پاسه دوه مېلیونه ماشومان د بلوچستان دي چې ښوونځیو ته نه ځي.

خلجی وايي، په بلوچستان کې د تعلیم په ډګر کې د ستونزو یو لامل دا هم دی چې په تېرو کلونو کې حکومت زده کړو ته ځانګړې توجه نه ده ورکړې.

دی وايي، د پیسو د نه شتوالي له کبله نوي ښوونکي نه دي ګومارل شوي او داراز، د ریټایر ښوونکو سم رېکارډ هم نه شته چې له کبله یې کره ارقام نه معلومېږي.

خو د بلوچستان اعلاوزیر میر عبدالقدوس د مارچ پر ۱۱مه په یو بیان کې ویلي چې په ښوونځیو کې د استادانو د کمښت پوره کولو لپاره د یونین کونسل پر کچ نوې ګومارنې کوي.

بیان زیاتوي چې اعلاوزیر او د صوبې مشر سېکرټر (چیف سېکرټر) په بلوچستان کې د تعلیمي کچ لوړولو لپاره "پرېکنده اقدامات" کوي.

XS
SM
MD
LG