د لاسرسي ځای

تازه خبر

حکومت په بلوچستان کې ۲۴ "دانش سکولونه" جوړوي


د پنجاب حکومت د غریبو خلکو اولادونو ته د ښه تعلیم ورکولو لپاره په ۲۰۱۰ز کال کې د دانش سکول په نامه پروژه پیل کړې وه - پخوانی انځور
د پنجاب حکومت د غریبو خلکو اولادونو ته د ښه تعلیم ورکولو لپاره په ۲۰۱۰ز کال کې د دانش سکول په نامه پروژه پیل کړې وه - پخوانی انځور

د بلوچستان اسمبلۍ د تعلیم صوبايي وزیر نصیب الله مری وايي، د وفاقي حکومت په مرسته په صوبه کې ۲۴ دانش سکولونه جوړوي.

د بلوچستان د تعلیم وزیر نصیب الله مري د فبرورۍ پر ۲۰مه مشال راډیو ته وویل چې صوبايي اسمبلۍ د فبرورۍ پر ۱۸مه د دې لپاره د قانوني زمینې برابرولو په موخه ځانګړی بل منظور کړی وو.

د پنجاب حکومت په ۲۰۱۰ز کال کې د هغې صوبې د غریبو خلکو اولادونو ته د ښه تعلیم ورکولو لپاره د دانش سکول په نامه د داسې تعلیمي ادارو پروژه پیل کړې وه چې معیار یې د شخصي سکولونو برابر دی خو لګښتونه یې ټول د حکومت پر غاړه وي.

مړي وویل چې د دې سکولونو لپاره د مځکې اخیستلو پر چارو وار له مخه کار پیل شوی دی. "وفاقي حکومت منظوري راکړې ده چې ۱۲ سکولونه به په لومړي پړاو کې او ۱۲ به په دویم کې جوړېږي، په دې کې ۸۰ فیصده لګښت وفاقي حکومت او ۲۰ فیصده صوبايي حکومت کوي، د دې لپاره د مځکو مسله وه. په پنجاب کې یو سکول له ۱۵۰ څخه تر ۲۰۰ اېکړه مځکه باندې جوړ شوی دی خو موږ هڅه کوو چې لږترلږه پر اووه اېکړه مځکه یو سکول جوړ کړو او د دې لپاره موږ قانون سازي کړې ده."

نصیب الله مري وویل چې په لومړي پړاو کې به هغه سکولونه د صوبې په هغو ضلعو کې نه جوړېږي چې د بلوچستان رېزېډېنشل کالج (بي ار سي) په نوم تعلیمي ادارې پکې موجودې دي.

نصیب الله مري وویل، د دې سکولونو جوړولو پر وخت به هغو ضلعو ته لومړیتوب ورکوي چې ډېر وروسته پاتې دي.

نوموړي چې تر قانون سازۍ وروسته اوس دوی له وفاقي حکومت سره د فنډ جاري کولو پر لارو چارو خبرې کوي.

پوښتنه دا ده چې د لومړي پړاو د دې ۱۲ سکولونو جوړېده به څومره وخت واخلي؟

نصیب الله مري په دې اړه وویل، "بل منظور شوی دی او کار پیل شوی دی، اوس به له وفاقي حکومت سره ناسته کوو چې هغوی پیسې پر یوه ځای راکوي که نه په قسطونو کې یې راکوي. چې پیسې وي نو د جوړېدو چارې یې شاوخوا یو نیم کال وخت اخلي هغه ځکه چې لومړی به د سکول او د هاسټل (لیلیې) ودانۍ جوړېږي او تر هغې وروسته به د زده کړو لړۍ پیلېږي."

دا په داسې حال کې ده چې بلوچستان د پرمختګ او په ځانګړې توګه تعلیمي ډګر کې د پاکستان تر ټولو وروسته پاتې صوبه ګڼل کېږي.

د تعلیمي چارو پوهان او د تعلیم لپاره مبارزه کوونکي وايي، دا د بلوچستان لپاره ډېر مهم ګام دی خو د دوی په وینا، په کار ده چې تش اعلان پاتې نه شي بلکې عملي هم کړل شي.

د تعلیمي چارو پوهه صابره غلزۍ وايي، تر ټولو ښه خبره دا ده چې دا نجونه او هلکان په بېلو هاسټلولونو کې و اوسوي او په ډېره منظمه توګه زده کړې ورکړي. "تر اوسه د بلوچستان ډېرو نجونه او هلکان د وظیفو له لارې د پنجاب دانش سکولونو ته تللي دي، نو که دا سکولونه په بلوچستان کې خلاص شي نو زما باور دی چې ډېر خلک به خپلې نجونه او هلکان پکې داخل کړي."

صابرې غلزۍ وویل چې دې په پنجاب کې د دانش سکول نظام له نېږدې کتلی دی او په بلوچستان کې یې جوړېدو ته ډېره خوشاله ده.

په پنجاب کې د پښتنو زده کوونکو لپاره د تعلیم په ډګر کې هلې ځلې کوونکی فعال مزمل کاکړ وايي، دانش سکول د خپل ښه معیار له کبله په پنجاب کې ځانګړی نوم لري.

نوموړي مشال راډیو ته وویل چې که په بلوچستان کې دا سکولونه جوړ شي نو داسې زده کوونکي به ترې راوځي چې د ملک په ټولو پوهنتونونو کې د نورو صوبو له زده کوونکو سره مقابله وکړای شي. "زموږ په سکولونو کې چې تعلیمي بنیاد جوړ شوی وي، هغه ډېر کمزوری وي نو بیا چې زموږ زده کوونکي د پنجاب یا نورو [ځایونو] پوهنتونو ته لاړ شي نو ډېر له مشکل سره مخامخ وي. که په بلوچستان کې دانش سکولونه جوړ شي دا به تعلیمي معیار لوړ کړي او خلک به مجبور نه وي چې په ښه تعلیم پسې نورو صوبو ته لاړ شي."

د پنجاب د دانش سکولونو د نظام ویاند محمد رضوان خالد د فبرورۍ پر ۲۰مه مشال راډیو ته وویل چې دا وخت د هغې صوبې په اتو نسبتاً غریبو ضلعو کې ۱۶ دانش سکولونه جوړ شوي چې اته پکې د نجونو او اته د هلکانو دي.

د ده په وینا، په هغو سکولونو کې په مجموعي توګه ۱۰ زره زده کوونکي دي چې د زده کړو تر څنګ خوراک څښاک، د سکول جامې او د ضرورت نور سامان یې بالکل مفت وي.

XS
SM
MD
LG