د لاسرسي ځای

تازه خبر

میرکلام: د خیبر پښتونخوا څه کم پنځه میلیونه ماشومان له سکولونو بهر دي


د ارشیف انځور
د ارشیف انځور

له وزیرستانه د خیبر پښتونخوا د صوبایي اسمبلۍ غړي میر کلام وزیر روانه میاشت په صوبایي اسمبلۍ کې په جمع کړل شوي تحریک التوا کې ویلي چې په خیبر پښتونخوا کې ۴.۷ (څلور اعشاریه اووه) ملیونه ماشومان له سکولونو نه بهر دي چې لس لکه یې د قبایلي ضلعو نه دي او باید په دغه مسله په اسمبلۍ کې بحث وشي.

میر کلام وزیر چې په صوبایي اسمبلۍ کې د شمالي وزیرستان استازی دی په خپل تحریک التوا کې یې ویلي چې تر ټولو زیات ۶۶ فیصده ماشومان په شمالي وزیرستان کې په موجوده وخت کې سکولونو ته نه ځي.
د دغو ماشومانو عمرونه د پینځو نه تر ۱۶ کالونو پورې ښودل شوي دي. د باجوړ نه یو ځایي خبریال عرفان خان مشال رېډیو ته وویل چې هلته د نجونو مډل او هایي سکولونه ډېر کم دي نو ځکه د نجونو تعلیمي شرحه کمه ده.


نوموړی وایي: "یوه وجه خو دا ده چې دلته پر تعلیم، ریاست هغسې کار نه دی کړی څنګ چې په نورو سیمو کې ده، او نه دلته سکولونه بنیادي سهولتونه لري. په دې ۲۱مه پیړۍ کې هم زموږ د باجوړ جینکۍ مډل او هایي سکولونه، نه لري او دا شان له تعلیمه محرومه پاتې شي."

د سروې ترمخه په باجوړ کې ۶۳ فیصدي ماشومان له سکولونو نه بهر دي.

میر کلام وزیر په صوبایي اسمبلۍ کې دغه تحریک التوا د بې نظیر انکم سپورټ پروګرام د هغه سروې په رڼا کې جمع کړی چې تېر کال شوې وه. په هغه سروې کې ویل شوې دي چې د قبایلي ضلعو په هغو ۱۰ لکو ماشومانو کې ۷۴ فیصدي جینکۍ دي چې سکولونو ته نه ځي.

د دغه سروې رپوټ له مخې د خیبر پښتونخوا په نورو بندوبستي ضلعو کې هم د مختلفو وجوهاتو له کبله د نجونو تعلیمي شرحه ټیټه ده.

د صوابۍ د سرکاري پرایمري سکول یوې استادې خدیجې بي بي د اکتوبر پر ۲۱مه مشال رېډیو ته وویل د خراب امنیتي صورتحال له وجې هم ډېرې کورنۍ خپلې ماشومانې سکولونو ته نه پرېږدي.

هغه وايي: "زیاتره میندې او پلرونه د امنیتي وضیعت له وجې هم خپلې لوڼې سکولونو ته نه پرېږدي، تاسو ته معلومه ده چې نن سبا یو ځل بیا حالات خراب شوې دي. زموږ په ټولنه کې د جینکو لپاره مسلې ډېرې وي زیاتره سکولونه د ابادیو نه لرې وي نو ځکه جینکۍ د پینځم جماعت نه وروسته سکول پرېږدي."

د میر کلام وزیر لخوا په جمع کړل شوي تحریک التوا کې ویل شوې دي چې ۶۱ فیصده ماشومان په جنوبي وزیرستان، په مومندو او خیبر کې ۵۱ فیصده او کورمه او اورکزو کې ۴۷ فیصده ماشومان سکولونو ته نه ځي.

د مومندو د غلنۍ د نجونو د سرکاري هاییر سکنډري سکول پرنسپله ضیا بی بی وایي، د زیاترو جینکو تعلیم د غربت او یا د هایي سکولونو د نشتوالي له وجې نیګړی پاتې شي.

نوموړې وایي: "که یو ځای کې یوه ماشومه تر پینځمه پورې زده کړې وکړي نو مډل سکول نه وي، خلک دومره وس نه لري چې د جینکو لپاره د ټراسپورټ بندوبست وکړي، نو ځکه دلته د ماشوموالي د ودونو دود هم دی. چې پرایمري تعلیم یې پوره شي نو د ۱۳ کالو عمر کې هم ځینې کورنۍ خپلې لوڼې واده کړي. "

د بې نظیر انکم سپورټ پروګرام د سروې ترمخه په ځینو نورو ضلعو کې هم د جینکو تعلیمي شرحه ټیټه ده. د مردان ضلعې د نجونو د یو سرکاري مډل سکول استاده توحید مراد مشال رېډیو ته وایي زیاتره کورنۍ لرو سکولونو ته خپلې لوریانې نه پرېږدي.

نوموړی وايي: "زیاتره خلک وایي، سکول لرې دی نو ځکه یې د جینکو تعلیمي سلسله بنده شي. موږ پښتانه خو داسې وایو چې سکول یې لرې دی نو دا ماشومه به د کلي په مدرسه کې ور واچوو. زموږ خلک په دې کار نه کوي چې که سکول لرې دی نو باید چې بندوبست یې وکړو."

بلخوا د پاکستان تحریک انصاف ګوند د صوبایي اسمبلۍ غړې عایشه بانو مشال رېډیو ته وایي، حکومت یې کوشش کوي چې د صوبې هر ماشوم سکول او په دې کې بنیادي سهولتونه ولري.

نوموړې وايي: "په صوبه کې له ۳۵ زرو نه زیات سکولونه دي، موږ دا کوشش کوو چې داسې سټراټیژي جوړه کړو چې د ماشومانو راروان کال ضایع نه شي. موږ غواړو چې هر ماشوم سکول ته ولاړ شي او په سکولونو کې بنیادي سهولتونه ورکول مو لومړیتوب دی. "

دا په داسې حال کې ده چې د خیبر پښتونخوا حکومت ویلي، دوی په هرو درو میاشتو کې د سرکاري پرایمري سکولونو هغو ماشومانو نجونو ته ۲۰۰۰ روپۍ او هلکانو ته ۱۵۰۰ روپۍ ورکوي چې کورنۍ یې د تعلیم خرچه نه شي پوره کولی.

XS
SM
MD
LG