د لاسرسي ځای

تازه خبر

د بلوچستان د کمیونټي سکولونو استادان د نوکريو پخېدل غواړي


د بلوچستان د سکولونو استادان په کوټه کې په احتجاج ناست دي - عکس له ارشېفه
د بلوچستان د سکولونو استادان په کوټه کې په احتجاج ناست دي - عکس له ارشېفه

د بلوچستان د کمیونټي سکولونو استادانو يو ځل بيا په حکومت د خپلو غوښتنو منلو لپاره احتجاج کړی دی.

دوی له حکومته غواړي چې له تېرو ۱۵ کلونو راهيسې په کمیونټي سکولونو کې د کار کوونکو استادانو نوکرۍ پخې کړي. دوی همداراز د نويو ګومارل شویو استادانو لپاره د ترقۍ غوښتنه هم کوي.

د صوبې د بېلابېلو برخو لسګونه استادانو د کوټې پریس کلب مخې ته احتجاجي کیمپ لګولی دی.

دوی د اګست ۱۰مه په کوټه کې لاریون وکړ او د صوبايي اسمبلۍ مخې ته یې احتجاجي مظاهره وکړه.

له مشال راډیو سره په خبرو کې د کمیونټي سکولونو د استادانو د اتحادیې ویاند ارباب خان کاکړ وویل، د صوبې تر ۶۵،۰۰۰ زياتو نجونو او هلکانو ته زده کړې ورکوي خو حکومت يې د ستونزو هواري ته پام نه کوي.

د بلوچستان د تعلیم وزیر نصیب الله مري له مظاهره چیانو سره لیدلي او د هغوی د مسلو د حلولو ډاډ يې ورکړی دی. نوموړي د اګست پر ۱۰مه مشال راډیو ته وویل، د استادانو د نوکريو مستقلولو موضوع یې د قانون او خزانې له وزارتونو سره شريکه کړې او دا چې تر منظورۍ وروسته به يې کابينې ته وړاندې کوي.

خو مظاهره چیان وايي، د غوښتنو تر منل کېدو پورې احتجاج ته دوام ورکوي.

کمیونټي سکولونه د صوبې په لیرې پرتو هغو سیمو کې ماشومانو ته تعلیم ورکوي چې پکې ښوونځي نه شته. هغه ښوونځي د ټولنې خلک چلوي او حکومت ورته تنخا ورکوي. په دې توګه کمیونټي سکولونه یو ډول نارسمي تعلیمي ادارې دي.

هغه ښوونځي په ۲۰۰۷ز کال کې د نړیوال بانک په مالي ملاتړ جوړ شول چې لا هم په خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې فعال دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG