د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکا د نجونو د تعلیم لپاره د خیبر پښتونخوا له حکومت سره مرسته کوي


په پاکستان کې د امریکا سفیر ډانلډ بلوم او د خیبر پښتونخوا د تعلیم وزیر شهرام خان ترکي د ډېسېمبر پر نهمه په پېښور کې د غونډې پر مهال.
په پاکستان کې د امریکا سفیر ډانلډ بلوم او د خیبر پښتونخوا د تعلیم وزیر شهرام خان ترکي د ډېسېمبر پر نهمه په پېښور کې د غونډې پر مهال.

په پاکستان کې د امریکا سفارت او د خیبر پښتونخوا حکومت د صوبې په "لیرې پرتو سیمو" کې د نجونو تعلیم ته د ودې ورکولو لپاره موافقه لاسلیک کړې ده.

هوکړه لیک په پاکستان کې د امریکا سفیر ډانلډ بلوم او د خیبر پښتونخوا د تعلیم وزیر شهرام خان ترکي د ډېسېمبر پر نهمه لاسلیک کړی دی.

بلوم په دې لړ کې جوړې شوې غونډې ته وویل چې امریکا د پاکستانیو وګړو او په ځانګړې توګه، د نجونو د ښه راتلونکې لپاره د حکومتي هلوځلو مرسته کوي.

د امریکا سفیر د پېښور په بې نظیر بوټو پوهنتون کې د اېلېنور روزوېلټ کونج په نوم څانګه هم ولیده چې په خیبر پښتونخوا کې د ځوان کهول لپاره د زده کړو د فرصتونو پیدا کولو هڅې کوي.

د امریکا سفیر ډانلډ بلوم د پېښور په بېنظیر بوټو پوهنتون کې د وینا پر مهال - د ډېسېمبر نهمې انځور.
د امریکا سفیر ډانلډ بلوم د پېښور په بېنظیر بوټو پوهنتون کې د وینا پر مهال - د ډېسېمبر نهمې انځور.

د خیبر پښتونخوا د تعلیم وزیر شهرام خان ترکي د نجونو د زده کړو لپاره د امریکا د مرستو ستاینه کړی ده.

نوموړي ویلي چې د تعلیم او اړوندو ستونزو د هواري لپاره د حکومتي او شخصي ادارو همکاري مهمه ده او د ده په وینا، "حکومت غواړي چې د تعلیم د ودې لپاره له شخصي ادارو سره کار وکړي."

د تعلیمي چارو په اړه د ناحکومتي ادارې "الف اعلان" یو چارواکي او د مرستندویه ادارو د کمېټۍ مشر عمر اورکزي د ډېسېمبر پر ۱۰مه مشال راډیو ته وویل چې د امریکا د دې پروګرام هدف دا دی چې هغه ۳.۷ مېلیونه نجونه بیا سکولونو ته ولاړې شي چې د بېلابېلو علتونو پر اساس ښوونځیو ته نه ځي.

نوموړی وايي، د امریکا مرستندویه ادارې د پنجاب او سیند له حکومتونو سره هم همکاري کړې ده چې ښه نتیجې لري. "په کومو سیمو کې چې ماشومان له سکولونو بهر دي، د دې نقشې به جوړېږي او دا درک به لګول کېږي چې ایا نجونه د سکول د نشتوالي له کبله له سکوله بهر دي او که د غریبۍ له کبله؟"

د ده په وینا، که سکول نه وي، هلته به سکول جوړېږي، بې وزله ماشومانو ته به وظیفې (سکالرشېپونه) ورکوي او چېرې چې مډل شته خو های سکول نه شته، نو د های سکول د جوړولو لپاره به هلې ځلې کېږي.

د نجونو د تعلیم یوې شنونکې ډاکټرې هاجرې مشال راډیو ته وویل چې ډېرې نجونه خو د سکولونو د نشتوالي له کبله له زده کړو پاتې دي، خو داسې هم دي چې کلتوري او ټولنیز محدودیتونه یې "د خوبونو ريښتیا کولو ته نه پرېږدي."

دې وویل، "موږه د معاشي ترقۍ لپاره هم امدادونو ته ناست یو، د تعلیم لپاره هم او که افتونه راشي نو بیا هم له نورو مالي مرستې غواړو. نو ریاستونه خو داسې نه شي چلېدای."

ډاکترې هاجرې وویل، د پاکستان د دولت مرام باید "بشري پرمختګ وي. حکومتي او شخصي ادارې په شریکه کار کولای شي خو د دې لپاره لومړی یو فعاله سیاسي چاپېریال اړین دی."

د ډاکټرې هاجرې په وینا،که یوه هڅه هر څومره ښه وي خو چې عملي کېږي نه نو هېڅ ګټه نه لري.

له جنوبي وزیرستانه د واکمن تحریک انصاف د اسمبلۍ غړي او د ثانوي تعلیم لپاره د صوبايي اسمبلۍ د کمېټۍ غړي نصیرالله خان مشال راډیو ته وویل چې حکومت په لیرې پرتو سیمو کې د نجونو د تعلیم د ودې لپاره د نورو هلو ځلو تر څنګ د "مکتب" په نوم د تعلیمي ادارو بحالولو پرېکړه هم کړې ده.

نوموړي زیاته کړه، "موږ یوه پروژه روانه کړې ده او د استادانو د کمي پوره کولو لپاره عارضي استادان اخلو. د میاشتې په سر ورته ۲۰، ۲۵ زره روپۍ ورکوو. په جنوبي وزیرستان کې دا مهال ۱۶ سکولونه منظور شوي دي، ټیڼډر یې هم شوی او کار پرې روان دی."

د تعلیمي چارو پوهان وايي چې حکومتونه باید د غیر ترقیاتي کارونو پر ځای د تعلیم او روغتیا لپاره پانګې ډېرې کړي او له بهره د مرستو پر ځای خپله یو داسې اوږدمهاله پالیسي جوړه کړي چې د لیرې پرتو سیمو نجونه له زده کړو بې برخې پاتې نه شي.

XS
SM
MD
LG