د لاسرسي ځای

تازه خبر

سېلابونو په خيبر پښتونخوا کې د سلګونو سکولونو ودانۍ نړولي


د ارشیف انځور
د ارشیف انځور

په خيبر پښتونخوا کې د پرايمري سکولونو اتحاديه وايي، په صوبه کې د سېلابونو له وجې په ۱۰ ضلعو کې سکولونو ته سخت زيان رسيدلی او په زرګونو ماشومان له زده کړو بې برخي دي.

په داسي حال کې چې په خيبر پښتونخوا کې تعليمي کال او امتحانونه پر سر دي خو په سېلاب ځپلو سيمو کې په زرګونو ماشومان له زده کړو محرومه دي.

په خيبر پښتونخوا کې د پرايمري سکولونو اتحاديي مشر عزيز الله د سېپټېمبر پر ۲۴مه مشال راډيو ته وويل چې د صوبې په ۱۰ ضلعو کې د ښونځيو ودانيو ته سخت زيان اوښتی چې له وجې يې په زرګونو ماشومان له زده کړو بې برخې دي.

ده وویل:

"دا وخت د صوبې په ۱۰ ضلعو کې سکولونو ته زيات نقصان رسېدلی دی. په هغې کې تر ټولو اول د سوات ضلع ده، همدا رنګه د مټې تحصيل کالام او بحرين سکولونه انتهايي متاثره دي. هلته زموږ غونډه کيدونکې وه چې ځنډول شوې ده. له دې نه علاوه چارسده، ډېره اسماعيل خان، ټانک او د نورو ضلعو په تحصلونو کې زده کونکې له سکولونو بهر دي."

سېلاب ځپلي رڼو اوبو ته لاس رسی نه لري
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:00 0:00

د عزيز الله په خبره په سېلاب ځپلو سيمو کې استاذانو په نورو سکولونو کې د زده کړو کار جاري ساتلی دی خو حکومت لخوا پورته شوي ګامونه ناکافي دي.

په خيبر پښتونخوا کې د طبعي ناورينونو پر وړاندې د مبارزي صوبايي ادارې (پي ډي اېم اې) له ارقامو سره سم د سېپټېمبر تر ۲۴مې پوري په ټوله صوبه کې ۵۶۰ سکولونو ته زيان رسېدلی دی. په دې کې ۲۹ ښوونځي په بشپړه توګه ويجاړ شوي او ۵۳۱ ته جزوي زيان رسېدلی دی. د شمېرو له مخې په کوز دير کې ۱۷۰، ټانک کې ۱۱۶ او په بر دير کې ۸۲ سکولونو ته زيان رسېدلی دی.

په پېښور کې د تعليمي چارو پوه خالد سهيل د سېپټېمبر پر ۲۴مه مشال راډيو ته وويل چې په صوبه کې له سېلابونو مخکې د کورونا وايرس جهاني وبا له وجې د زده کونکو تعليمي هلې ځلې متاثره شوې وې او که چیرې په بيړنۍ توګه اقدامات ونشي نو په سېلاب ځپلو سيمو کې به سږ کال هم د زرګونو ماشومانو زده کړې متاثره شي.

هغه زوړاندې وویل:

"په قدرتي افت کې له بده مرغه تعليمي ادارو ته ډير زيان رسېدلی دی. په ځينو ځايونو کې سکولونه په بشپړ توګه ويجاړ شوي دیي. بيا په دې کې خلک بې کوره شوي دي. د تعليم په حوالې سره په دې کې ډير محرکات دي چې د زده کونکو زده کړې یې متاثره کړي دي او دا به موږ ته نقصان رسوي. تر څو چې بحالۍ کېږي تر هغې پوري به یې ډير زيان رسولی وي. په سېلاب ځپلو سيمو کې زده کونکي او استاذان ښونځيو ته نشي تللي نو دا به تعليمي بهير اغيزمن کوي."

د خالد سهيل په خبره د سېلابونو له وجې ډير خلک بې کوره شوي دي نو د هغو خلکو بېرته ستنيدل او د ماشومانو تعليم جاري ساتل يو چيلنج دی او حکومت له پکار دي چې په هنګامي بنيادونو د سکولونو د ودانیو د جوړولو لپاره ګامونه پورته کړي.

ګوتېرېش وايي ژوند کې یې دومره لوی سېلابونه نه ول لیدلي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:41 0:00


خو د پي ډي اېم اې وياند تيمور خان د سېپټمبر پر ۲۴مه مشال راډيو ته وويل چې په سېلاب ځپلو سيمو کې د ويجاړو شويو سکولونو سروې روانه ده چې ډير ژر به بشپړ شي."په سېلاب ځپلو سيمو کې ويجاړ شوې ودانۍ، چې سکولونه هم په کې شامل دي، په هغو کې د متعلقه ادارو کار روان دی. دا وخت سروې راونه ده. په هغو سيمو کې چې د سېلابونو له وجې سکولونو ته زيان رسېدلی دی، له سروي بشپړيدو وروسته به متعلقه محکمې سره تماس نيسو او بيا به د سکولونو بيا جوړولو کار پيلوو. په همدې وخت کې د تعليم محکمې مشرانو ويلي دي چې د متاثره شويو سکولونو ماشومان به نورو سکولونو ته منتقلوي."

د بشري حقونو نړيوال سازمان هيومن رايټس واچ د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو ادارې يونېسف په حواله ويلي دي چې په پاکستان کې په وروستیو سېلابونو کې ۱۸۰۰۰ سکولونه یا په جزوي او يا بشپړ توګه ويجاړ شوي دي. په دې کې تر ټولو زيات په سيند صوبه کې ۱۶۰۰۰ سکولونو ته زيان اوښتی دی. بلخوا ۵۵۰۰ سکولونه سېلاب ځپلو لپاره د سرپناه په توګه کارول کېږي. د سازمان په خبره پاکستان له سېلابونو مخکې تعليمي ايمرجنسي يا بيړني حالت نه تيريده او ۲۲.۸ ميليون ماشومان چې عمرونه يې له پينځو تر ۱۶ کلونو پوري دي له سکولونو بهر وو.

XS
SM
MD
LG