د لاسرسي ځای

تازه خبر

په خيبر پښتونخوا کې څلور اعشاريه اوه ميليونه ماشومان له سکولونو بهر دي


په بېښور کې بې کوره ماشومان چې له سکولونو بهر دي (انځور له ارشيفه)
په بېښور کې بې کوره ماشومان چې له سکولونو بهر دي (انځور له ارشيفه)

د خیبر پښتونخوا صوبايي اسمبلۍ له ښوونځيوو د بهر ماشومانو مسله د بحث لپاره منظوره کړې ده.

د اکتوبر په ۳۱مه نېټه، له شمالی وزیرستانه د صوبایی اسمبلۍ غړې میر کلام وزیر له سپېکره وغوښتل چې په دې اړه دې مفصل بحث وشي. هغه زیاته کړه چې څلور اعشاريه اوه ميليونه ماشومان له سکوله بهر دي. د هغه په وينا حکومت بايد د دې وجوهات معلوم او ماشومان سکولونو کې داخل کړي.

میر کلام وزیر وويل: "په خیبر پښتونخوا کې سکولونه کم دي. ۴۷ لاکه نجونې او هلکان داسې دي چې عمرونه یې د ښوونځي د تګ دي خو سکول ته نه ځي. په دوی کې دوه اعشاريه نهه ميليونه یې نجونې دي. کوم ماشومان چې سکولونو ته نه ځي، د هغوی ډېره برخه په قبايلي ضلعو کې ده. زه غواړم اسمبلۍ په دې اړه بشپړ بحث وکړي او حکومتي غواړي زموږ پوښتنې ځواب کړي. دا مسله حلول غواړي."

نوموړي دغه معلومات د بینظیر اينکم سپورټ پروګرام د لاندې په دوه زره یویشتم کال کې د شوې سروې له مخې ورکړې دي. د ميرکلام وزير په ځواب کې د خيبر پښتونخوا د لوړو زده کړو وزیر د صوبايي اسمبلۍ غونډې ته وويل چې حکومت تعليم ته ځانګړی پام کړی دی. هغه ادعا وکړه چې د تحريک انصاف حکومت په صوبه کې د نويو ښوونځيوو جوړولو لپاره هم کار کړی او کوښښ کوي چې په سکولونو کې د زده کوونکو شمېر زیات شي.

د میر کلام وزیر لخوا په ورکړل شويو شمېرو کې راغلې چې په شمالی وزیرستان کې ۶۶ فیصده ماشومان سکولونو ته نه ځي، په باجوړ کې ۶۳، جنوبي وزیرستان کې ۶۱، مومندو او خیبر کې ی۵۱، کورمه او اورکزۍ کې ۴۷ فېصده نجونې او هلکان ښوونځيو ته نه ځي.

د میرکلام وزیر په غوښتنه د خيبر پښتونخوا اسمبلۍ مرستيال سپېکر محمود جان وويل چې پر دې مسله به تفصيلي بحث کيږي چې پکې به پوښتنې او ځوابونه وشي. خو نوموړي د بحث لپاره کومه کره نېټه ونه ښوده.

د مومندو په خويزو کې سهار ګل مشال راډيو ته وويل چې که حکومت غواړي ټول ماشومان په سکولونو کې داخل شي نو د غريبو کورنيو سره دې مرسته وکړي. هغه زیاته کړه چې نوموړی د غریبۍ له وجې خپل ماشومان ښوونځي ته نه ليږي. "بچي مې شته دی خو زه غريب يم. دوی راسره مزدوري کوي نو ځکه سکول ته نه شي تللی. البته دوی مدرسې ته ځي."

د پیښور کوهاټ روډ د یو سرکاری پرایمري سکول مشر استاد ذوالفقار علي اعوان هم د نومبر په لومړۍ نېټه مشال راډيو ته وويل چې کله د خلکو سره ګوري نو هغوی ورته له غریبۍ سر ټکوي او وايي چې که ماشومان سکولونو ته وليږي نو له مزدورۍ به پاتې شي. هغه زیاتوي: "موږ د ماشومانو مور پلار تشويقوو چې خپل بچي سکولونو ته وليږي خو دوی وايي چې غریبي یې دومره زیاته ده چې پر اولاد د تعليم پر ځای هغوی د ځان سره کارونو ته بیايي او ورځنۍ مزدوي پرې کوي."

د خیبر پښتونخوا چارواکي وايي دوی کوښښ کوي چې په بېلابېلو لارو د غريبو خلکو سره مرسته وشي چې هغوی خپل بچي د مزدورۍ پر ځای سکولونو ته وليږي. دوی په دې لړ کې د بينظیر اينکم سپورټ او احساس پروګرامونه نومونهاخلي چې له مخې یې غریبو کورنيوو سره نغدې مرستې کي.

د سیپتمبر په ۲۷مه، د پاکستان سرکاري خبري اژانس (ایسوسيټيډ پريس خبري اژانس) په يو راپور کې ويلي وو چې د خیبر پښتونخوا د تعلیم وزیر شهرام ترکې ويلي چې حکومت شاوخوا اته لاکه هغه ماشومان په دې وروستيوو کې سکولونو کې داخل کړي جې مخکې له تعليمه بې برخې وو.

XS
SM
MD
LG