د لاسرسي ځای

تازه خبر

د زده کوونکو سازمانونه: بلوچستان پوهنتون پر بېوزلو د تعلیم دروازې بندوي


بلوچستان پوهنتون د صوبې يوه تر ټولو لویه تعليمي اداره ده چې ګڼ زده کوونکي پکې داخل دي ــ انځور له ارشيفه
بلوچستان پوهنتون د صوبې يوه تر ټولو لویه تعليمي اداره ده چې ګڼ زده کوونکي پکې داخل دي ــ انځور له ارشيفه

په بلوچستان پوهنتون کې د زده کوونکو د بېلابېلو سازمانونو استازي د پوهنتون پر انتظامیې تور پورې کوي چې پر بېوزله زده کوونکو د تعلیم دروازې بندول غواړي.

د دوی په وینا، یو پلو یې د داخلې لپاره ازموينې سختې کړي‌ او بل پلو ورځ تر بلې فیسونه زیاتوي. د زده کوونکو سازمانونه وايي چې د دې مسلې پرضد یې احتجاج کړی او غوښتنې یې حکومت ته وړاندې کړې دي.

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند د زده کوونکو سازمان (پښتونخوا سټوډنټس ارګنایزېشن) صوبايي منتظم سيف الله خان د اکتوبر پر اوومه مشال راډیو ته وویل، دوی غواړي چې د صوبې غریب زده کوونکي له زدکړو پاتې نه شي.

د فيسونو د زياتولې له کبله بېوزله زده کوونکي له زدکړو پاتې کېږي
سيف الله خان

نوموړي وویل، "د پوهنتون انتظامیه ورځ تر بلې د سهار وخت داخلې کموي او د غرمې او ماسپښین مهال [ټولګيو کې] یې داسې داخلې پیل کړې چې زده کوونکي به یې فیسونه په خپله ورکوي. په هغه کې داسې داخلې هم شته چې د يو کال فیس یې یو لاک روپۍ د.، بل پلو د سهار وخت د داخلو د یو سېمېسټر فیس ۱۴ زره روپۍ دی او هغه هم زده کوونکي د غربت له کبله نه شي ورکولای."

سيف الله خان وايي پر دې مسله یې د پوهنتون له انتظامیې سره په بیا بیا ناستې کړې دي‌ خو هغوی یې غوښتنې نه دي منلي.

د بلوچستان نیشنل ګوند د زده کوونکو سازمان (بلوچ سټوډنټس ارګنایزېشن) مخکښ قادر بلوڅ د اکتوبر پر اوومه مشال راډیو ته وویل چې د بلوچستان په زیاتره ضلعو کې د تعلیم معيار ډېر ټیټ دی.

نوموړي زياته کړه چې د بلوچستان پوهنتون د انتظامیې د چلند له کبله د داسې ضلعو زده کوونکي له زدکړو محرومه پاته کېږي.

بلوچستان پوهنتون کې دې د صوبې د ټولو ضلعو زده کوونکو ته مساوي ونډه ورکړل شي
قادر بلوڅ

د هغه په وينا، حکومت او د پوهنتون انتظامیه باید هرې ضلعې ته خپله برخه ورکړي چې زده کوونکي یې د خپل تعلیمي معیار مطابق راشي او لوړې زدکړې وکړي.

قادر بلوڅ پرمخ وويل، "د کوټه (ځانګړې ونډې) نظام ګټه دا ده چې د یوې ضلعې زده کوونکي به هم له لوړو زده کړو نه بې برخې کېږي بلکې هغوی په خپله ضلع کې مقابله کولای شي خو د کوټې ښار او نورو داسې ضلعو له زده کوونکو سره د پوهنتون پر داخلې مقابله نشي کولای چې د تعلیم معیار یې څو چنده ښه وي. موږ لیدلي چې هر کال د شاته پاته ضلعو زده کوونکي د پوهنتون له داخلو پاتې شي."

د زده کوونکو سازمانونه وايي د پوهنتون انتظامیه دې په پیسو د داخلو ورکولو پر ځای د مفتو داخلو شمېر زیات کړي چې له غریبو زده کوونکو سره مرسته وشي.

په دې اړه مو د اکتوبر پر اوومه د پوهنتون له وايس چانسلر ډاکټر شفیق الرحمان او د هغه له مرستیال ډاکټر سید عین الدین سره بیا بیا د رابطې هڅه وکړه خو هغوی ټېليفون ته ځواب نه وايه.

خو د بلوچستان د تعلیم وزیر نصیب الله مري مشال راډیو ته وویل چې له بېوزله زده کوونکو سره د ناانصافي تور بې ځایه دی.

بلوچستان پوهنتون کې له بېوزله زده کوونکو سره ناانصافي نه ده شوې
نصيب الله مری

نوموړي زیاته کړه چې ډېر ژر به د زده کوونکو او پوهنتون له انتظامیې سره په دې اړه لیده کاته وکړي.

مري پرمخ وويل، "په پوهنتون کې داسې هیڅ نشته. زه لومړی په خپله حلقه (سيمه) کې وم، څه مړی شوی وو، اوس راغلی یم. په ورځ دوو کې به له زده کوونکو او د پوهنتون له چارواکو سره غونډه وکړم او دا مسله به هواره شي."

د یادونې وړ ده چې تېره اوونۍ په بلوچستان پوهنتون کې د زده کوونکو بېلابېلو سازمانونو پر دې مسله په شریکه احتجاجي پرلت وهلی وو چې بیا د حکومتي پلاوي په ډاډګېرنه ختم شوی وو.

بلوچستان پوهنتون د صوبې يوه تر ټولو لویه اداره ده چې د بلوچستان د ګڼو سیمې زده کوونکي لوړې زدکړې پکې کوي.

XS
SM
MD
LG