د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان اسلامي نظرياتي کونسل د ملايانو په مرسته د نجونو د تعليم کمپاين پيل کړ


د پېښور د یو ښوونځي زده کوونکې - انځور له ارشیفه
د پېښور د یو ښوونځي زده کوونکې - انځور له ارشیفه

پاکستان اسلامي نظریاتي کونسل وايي چې د ولسمشر له دفتر سره په شريکه یې د نجونو د تعليم لپاره يو کمپاين پيل کړی دی.

د دې کونسل مشر ډاکټر قبله ایاز د جنورۍ په ۲۱مه مشال راډيو ته وويل چې دې کمپاين ته یې "عالمان د نجونو د تعلیم د ودې سفیران" نوم ورکړی او مقصد یې د ديني‌عالمانو له لارې خلک هڅول دي چې نجونې ښوونځي ته ولېږدوي.

د ديني عالمانو په مرسته په سکولونو کې د نجونو شمېر زیاتېدلی شي
ډاکټر قبله ایاز

"په اسلامي تاريخ کې ګڼ پوه او تعلیم یافته ښځو قايدانه کردار تر سره کړی. نو زموږ دا هيله ده که عالمان دا تحریک په خپلې مشرۍ او سرپرستۍکې پرمخ يوسي نو په هېواد کې به زنانه په ګڼ شمیر کې تعلیم خوا ته راشي."

دا کمپاين د ۲۰۲۱ز کال د دیسمبر په میاشت کې پيل شوی وو. هغه مهال د پاکستان ولسمشر عارف علوي یې په پرانیستونکې وينا کې وويل چې د ټولنې د ستونزو د حل لپاره د جوماتونو امامان مثبت کردار ترسره کولی شي. هغه د تعليم پر اهميت زور راوړ او و یې ويل، "۳۲ فیصده د ابتدايي تعلیم وړ نجونه او ۲۱ فيصده هلکان له سکولونو بهر دي. دا ۱۰ فیصده فرق به موږ کموو. دا هم درته ووايم چې یوازې ۱۳ فيصده نجونې تر نهم ټولګي پورې زده کړو ته رسي. دا په دې ټولنه کې نجونو سره بې انصافي ده."

د بېنظیر انکم سپورټ پروګرام ‌له خوا شوې د ۲۰۲۱ز کال سروې ښيي‌چې په خيبر پښتونخوا کې له پينځو څخه تر ۱۶ کالو عمر لرونکي، سکول ته د تګ په عمر لرونکو ۱۱.۷ مېليونه ماشومانو کې ۳۲ فیصده یې له ښوونځيو بهر دي.

د باجوړ خار د يو سکول استاده دينا خان وايي د قبايلي ضلعو په اکثرو ښوونځيو کې اوبه، بجلۍ، چاردېوالي او تشنابونه نه وي چې له وجې یې سکولونو ته د خلکو تګ متاثره کېږي.

هغې زیاته کړه چې د ټولنې رواجونه هم د نجونو د تعليم مخه نیسي. "ما خپل تعليم په سخته کړی. خانان او ملکانو به مې پلار ته ویل چې ولې د نجونو په تعلیم دومره مصرف کوي؟ زه چې بيا کله استاده شوم نو د نېږدې يو کور نجلۍ د سکول په يونيفارم کې نه راتلله ځکه چې تره یې پرې قهرېده."

ډاکټر موسا:په قبایلیو کې د ابادۍ په تناسب تعليمي اسانتیاوې نشته
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:26:36 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

خو له مشال راډيو سره په خبرو کې د جنوبي وزیرستان رضیه مسیده وايي چې اوس د نجونو د تعلیم په حواله د قبايلو سوچ کې ډېر مثبت بدلون راغلی دی. "مخکې به خلکو دا نه غوښتل چې په خويندو یا لوڼو تعلیم وکړي خو اوس یې له حکومته غوښتنه کوي چې غيرفعال ښوونځي دې فعال کړي. البته په ځينو ځايونو کې چې په سکولونو کې ښځينه استادانې نه وي،‌ نو دا د نجونو تعليم ته خنډ جوړوي. که د نجونو په سکولو کې ښځې استادانې وي نو ډېرې نجونه به سبق ته ورشي."

د خیبر پښتونخوا د تعليم وزیر شاهرام خان ترکي د جنورۍ پر ۱۱مه له يو شخصي ټېلېوېژن خيبر نيوز سره په مرکه کې ويلي ول چې د کورونا وایرس جهاني وبا له امله د تعلیم په برخه کې ډېر زیان شوی دی خو حکومت کوښښ‌کوي‌ چې له زده کړو بې برخې ماشومانو لپاره د سهولتونو په برابرولو سره هغوی سکولونو ته ورولي.

XS
SM
MD
LG