د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خیبر پښتونخوا حکومت سرکاري سکولونو کې ۳۰ زره نوي استادان ګوماري


د صوابۍ يو ښوونځی (انځور له ارشيفه)
د صوابۍ يو ښوونځی (انځور له ارشيفه)

د خیبر پښتونخوا په اسمبلۍ کې د واکمن ګوند تحریک انصاف غړي او د ابتدايي او ثانوي تعلیم د قایمه کمېټۍ مشر پښتون یار خان وايي د صوبې په ښوونځيوو کې د استادانو پوره کولو لپاره ۳۰،۰۰۰ نور استادان مقرروي.

نوموړي د نومبر په ۱۷مه مشال راډيو ته وویل چې ګڼ ماشومان په سکولونو کې داخل شوي دي نو د استادانو د کمي د پوره کولو په خاطر یې دا پریکړه کړې ده. "دا وخت ۵.۷ میلیونه ماشومان په سکولونو کې داخل دي. له اندازې سره سم زموږ په سکولونو کې د ۴۰ ماشومانو په سر یو استاد وي. نو په هغه لحاظ هم له موږ سره د استادانو ډېر کمی وو. بل دا چې موږ ته هسې هم د نورو استادانو ضرورت وي ځکه چې ځيني ریټایرډ شي، ځيني وفات شي او یا هم ځيني د وخت پوره کېدو مخکې ولاړ شي."

پښتون یار خان زیاته کړه چې د نویو استادانو د برتیانو سمري یا لایحه د تعلیم ادارې سیکريټري د صوبې اعلاوزیر محمود خان ته لېږلې ده او کوښښ کوي چې د مقرریانو دا سلسله ژر پيل شي.

د صوبايي حکومت د پارلېماني چارو وزير شوکت يوسفزي د نومبر پر ۱۴مه په اسمبلۍ کې په دې اړه د پوښتنو ځوابونو ورکولو پر وخت وويل چې په ۲،۱۰۰ ښوونځيو کې یې دوه وخته درسونه پيل کړي. د چارواکو په وينا، د دې کار لپاره ۲،۳۰۰ استادان مقرر شوي دي.

د خیبر پښتونخوا د ابتدايي او ثانوي تعلیم محکمې سیکريټري معتصم باالله شاه د نومبر پر ۱۷مه مشال راډيو ته وویل چې دوی وار له مخه په تېرو هفتو کې په صوبه کې په سلګونو نوي استادان برتي کړي دي. نوموړي زیاته کړه چې چې دغه استادان به د سهار او مازېګر لخوا تدريس کوي.

دا په داسې حال کې ده چې د سرکاري پرایمري سکولونو استادانو په تنخا او پېنشن کې د زياتوالي او په نوکريو کې ترقۍ لپاره د روان کال د اکتوبر له شپږمې شا او خوا یوې اوونۍ لپاره په پېښور کې د خيبر پښتونخوا اسمبلۍ مخې ته احتجاج کړی وو چې وروسته یې له حکومت سره د مذاکراتو ترکامیابېدو وروسته ختم کړ. دغو استادانو د خپلو نوکریانو د مستقل کېدو لپاره د روان ۲۰۲۲ز کال په جون کې د اسلام اباد په بني ګالا کې د عمران خان د کور مخې ته احتجاجي پرلت هم وهلی وو چې وروسته د خیبر پښتونخوا د حکومتي غړو تر ډاډ وروسته ختم شوی وو.

په خیبر پښتونخوا کې د حرا نیشنل ایجوکېشن فاونډېشن پاکستان صوبايي ډایریکټر خیرالله هواري د نومبر پر ۱۷مه مشال راډيو ته وویل چې نوې برتیانې ښه ګام دی خو د صوبې ګڼ استادان دا وخت له یو شمېر مسلو سره مخامخ دي چې د هواري لپاره یې دوی حکومت ته د مذاکراتو ویلي. خو د هغه په وينا داسې نه ښکاري چې حکومت په مذاکراتو کې سنجیده دی.

هغه زیاته کړه، "موږ حکومت ته همېش وايو چې د احتجاج پر ځاې ښه ده چې تاسو زموږ سره مذاکرات وکړئ. تر ۱۰،۰۰۰ زیات استادان دا وخت په عدالتونو کې د خپلو حقونو لپاره جنګ کوي. خپله پيسه او وخت ضایع کوي. نو موږ وایو چې تاسو مذاکرات وکړئ، کمیټۍ جوړې کړئ. که زموږ په حقونو کې څه قوي وي نو ښه ده کنه نو موږ به ترې پشا شو. حکومت وايي چې مالي بحران دی. موږ وایو چې داسې ده نو ته بیا د ګورنر هاوس، د وزیراعلی هاوس غیر ترقیاتي اخراجات هغه هم کم کړه کنه."

خو معتصم بالله شاه مشال راډيو ته وویل چې د ریګولرایزیشن اېکټ له مخې په زرګونو استادان دوی وار له مخه مستقل کړي دي او یا ورته ترقي ورکړل شوی ده. نوموړي وویل حکومت کوششونه کوي او د استادانو د ترقۍ په لاره کې څه ستونزې نه شته.

د معتصم بالله شاه په خبره، د تعلیم محکمه کې د بېلابېلو درجې ښوونکي وي چې ګومارنې یې له خالي څوکیو سره سمې کېږي.

XS
SM
MD
LG