د لاسرسي ځای

تازه خبر

انوار الحق کاکړ وايي پاکستان له افغانستانه د ګواښونو پر وړاندې د خپلې دفاع حق لري


انوار الحق کاکړ د اګست پر ۱۴مه د پاکستان د لنډمهالي وزیراعظم په توګه دنده پیل کړه
انوار الحق کاکړ د اګست پر ۱۴مه د پاکستان د لنډمهالي وزیراعظم په توګه دنده پیل کړه

د پاکستان لنډمهالي وزیراعظم انوار الحق کاکړ ویلي دي چې هېواد یې له افغانستانه د ګواښونو پر وړاندې د خپل ځان د دفاع حق لري.

دا خبره نوموړي د امریکا غږ له اردو څانګې سره په مرکه کې کړې ده چې د سېپټېمبر پر ۱۶مه خپره شوه.

په مرکه کې چې خبریال له کاکړه پر دې د نظر غوښتنه وکړه چې د پاکستان د پوځ مشر جنرال سید عاصم منیر ویلي دي چې د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) پرضد په افغانستان کې دننه هم عملیات کېدای شي، نو هغه وویل چې اسلام اباد "له افغانستانه د هر راز ګواښ پر وړاندې د خپلې دفاع حق" لري.

لنډمهالي وزیراعظم وویل، په دې برخه کې چې د هر اقدام ضرورت وي، کوي یې. "پاکستان د ځان د دفاع حق لري. موږ د خپل هېواد او د وګړو د ساتنې لپاره، چې د هرراز اقدام اړتیا وي، هرومرو یې کوو. زه جزییاتو ته نه ځم چې هغه به څه ډول عملیات وي، خو چې وخت یې راشي نو بیا به پرېکړه کوو چې څه کوو او څه کولای شو."

د طالبانو حکومت په سمدستي ډول د انوار الحق کاکړ د څرګندونو په غبرګون کې څه نه دي ویلي خو تر دې مخکې یې ټینګار کړی دی چې هېچا ته د افغانستان خاوره د نورو هېوادونو پرضد د کارولو اجازه نه ورکوي.

په داسې حال کې چې له سږني اوړي راهیسې په خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې وسلوال بریدونه زیات شوي دي، د پاکستان پوځ او پخواني وفاقي حکومت په بیا بیا تور پورې کړی دی چې د ټي ټي پي وسلوال په افغانستان کې پټنځایونه لري او له هغه ځایه په پاکستان کې بریدونه کوي.

د سېپټېمبر پر شپږمه چې د ټي ټي پي ګڼو وسلوالو په چترال کې پر امنیتي پوستو برید وکړ نو د پاکستان پوځ وویل چې هغه وسلوال هم له کونړ او نورستان ولایتونو وراوښتي ول.

خو ټي ټي پي ويلي دي چې له خورا زیات وخت راهیسې یې په چترال کې دي او د دې ډول بریدونو لپاره د افغانستان د خاورې کارولو اړتیا نه لري.

د پاکستان د پوځ مشر جنرال منیر د اګست پر ۱۳مه یو ځل بیا د طالبانو له حکومته غوښتنه وکړه چې د افغانستان خاوره دې د پاکستان پر ضد کارولو ته نه پرېږدي.

خو په افغانستان کې د طالبانو حکومت په بیا بیا ویلي دي چې وسلوالو ته یې پناه نه ده ورکړې او د هېواد خاوره د هېچا ضد کارېدو ته نه پرېږدي.

د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو سرپرست وزیر سراج الدین حقاني د اګست پر ۲۱مه په اوروزګان ولایت کې یوې ولسي غونډې ته په وینا کې وویل چې په پاکستان کې د ناامنۍ وروستۍ پېښې د هغه هېواد کورنۍ مسله ده چې باید یې په خپله حل کړي.

ده زیاته کړه چې که اسلام اباد هغه مسلې د زور له لارې هواروي نو د پاکستان او افغانستان ولسونو ته به زیان ورسي.

تر دې وړاندې جنرال منیر د اګست پر اوومه د پېښور په بالاحصار کې هم یوې غونډې ته په وینا کې په افغانستان کې د طالبانو حکومت تورن کړی وو چې تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) ډلې ته يې په پناه ورکړې ده.

تر دې یوه ورځ وروسته د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد دا تورونه رد کړل او و یې ویل چې پاکستان دې له خپل امنیتي وضعیت سره "دقیق چلند" وکړي او حل دې يې د کور دننه پیدا کړي.

هغه په بیان کې وویل، چا ته اجازه نه ورکوي د افغانستان خاوره د بل کوم هېواد د امنیت خلاف وکارول شي.

تر دې مخکې د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي هم ویلي ول، "افغانان هېڅکله چا ته ضرر نه رسوي. موږ نه پرېږدو چې خاوره مو د کوم هېواد خلاف وکارول شي او تل مو هڅه دا وي چې په سیمه کې امن او ثبات ته کار وشي."

د پاکستان حکومت او پوځ په بیا بیا ټینګار کوي چې ریاستي امنیتي ادارې د وسلوالو پرضد بې توپیره عملیات کوي او په تېرو کلونو کې یې په دې لړ کې بریاوې ترلاسه کړې دې.

د پاکستان لنډمهالي وزيراعظم انوار الحق کاکړ ویلي دي چې د سختدريځۍ او ترهګرۍ پر ضد نه ستړي کېدونکې مبارزه کوي او هېڅکله به په دې لار کې ماته و نه مني.

XS
SM
MD
LG