د لاسرسي ځای

تازه خبر

حقاني: په پاکستان کې وروستۍ پېښې د هغه هېواد کورنۍ ستونزې دي


د طالبانو د کورنيو چارو سرپرست وزير سراج الدين حقاني په افغانستان کې يوې غونډې ته وينا کوي ــ پخوانی انځور
د طالبانو د کورنيو چارو سرپرست وزير سراج الدين حقاني په افغانستان کې يوې غونډې ته وينا کوي ــ پخوانی انځور

په افغانستان کې د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزارت سرپرست سراج الدین حقاني ویلي چې په پاکستان کې د ناامنۍ وروستۍ پېښې د هغه هېواد کورنۍ ستونزې دي او باید په خپله یې حل کړي.

حقاني دا خبره د اګست پر ۲۱مه د افغانستان په جنوبي ولايت اروزګان کې خلکو ته کړې ده.

نوموړي زياته کړې، که پاکستان ستونزې د زور له لارې هواروي نو د افغانستان او پاکستان ولسونو ته به زیان ورسېږي.

حقاني همداراز ویلي چې د دوی حکومت له نړیوالې ټولنې سره سفارتي اړیکې غواړي.

د پاکستان په اړه د طالبانو د کورنیو چارو وزارت دا څرګندونې ډېره مخینه نه لري.

حقاني د ۲۰۲۱ز کال په وروستيو کې د پاکستانيو طالبانو او پاکستاني حکومت تر مينځ د خبرو منځګړیتوب هم کړی وو، خو اوس یې ویلي چې هغه مذاکرات په پاکستان کې د سیاسي بدلونونو له کبله نتیجې ته ونه رسېدل.

پاکستاني چارواکو په وروستیو کې په هغه هېواد کې د زياترو بریدونو پړه پر هغو وسلوالو اچولې چې د دوی په ادعا له افغان خاورې ور اوښتي یا یې بریدونه له افغانستانه پلان کړي دي. خو طالب چارواکو دا ډول تورونه په وار وار رد کړي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG