د لاسرسي ځای

تازه خبر

جنرال منیر: د طالبانو حکومت دې د افغانستان خاوره د پاکستان ضد کارېدو ته نه پرېږدي


جنرال منیر (په منځ کې) په پېښور کې د سرتېرو پر یادګار ګلونه ږدي - د اګست اوومې انځور.
جنرال منیر (په منځ کې) په پېښور کې د سرتېرو پر یادګار ګلونه ږدي - د اګست اوومې انځور.

د پاکستان د پوځ مشر یو ځل بیا د طالبانو له حکومته غوښتنه کړې ده چې د افغانستان خاوره دې د پاکستان پر ضد کارولو ته نه پرېږدي.

جنرال سید عاصم منیر د اګست پر ۱۳مه شپې مهال په اېبټ اباد کې د کاکول په پوځي روزنیزې اکاډمۍ کې د پاکستان جوړېدو ورځې په مناسبت غونډې ته وویل چې د خپل هېواد په دفاع کولو پوهېږي او د پاکستان دننه او بهر د خطرو پر ضد مبارزه کوي.

جنرال منیر د خیبر پښتونخوا او بلوچستان د خلکو ستاینه وکړه او و یې ویل چې هغو ولسونو په تېرو دوو لسیزو کې "د ترهګرۍ پر وړاندې مزاحمت" کړی دی.

نوموړي د طالبانو پر حکومت غږ وکړ چې د پاکستان ضد دې د افغانستان د خاورې کارېدلو مخه دې ونیسي. ''زموږ افغان وروڼو ته په درناوي، موږ ستاسو تر ټولو زیاته مېلمه پالنه کړې ده او زموږ د دې هڅو په بدل کې لږترلږه د هغه هېواد خاوره باید زموږ پر ضد کارولو ته پرې نه ښوول شي.''

تر دې وړاندې جنرال منیر د اګست پر اوومه د پېښور په بالاحصار کې هم یوې غونډې ته په وینا کې په افغانستان کې د طالبانو حکومت تورن کړی وو چې تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) ډلې ته يې په پناه ورکړې ده.

تر دې یوه ورځ وروسته د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد دا تورونه رد کړل او و یې ویل چې پاکستان دې له خپل امنیتي وضعیت سره "دقیق چلند" وکړي او حل دې يې د کور دننه پیدا کړي.

هغه په بیان کې وویل، چا ته اجازه نه ورکوي د افغانستان خاوره د بل کوم هېواد د امنیت خلاف وکارول شي.

په پاکستان کې د وسلوالو بریدونو تر زیاتېدو وروسته د پاکستان يوشمېر چارواکو په افغانستان کې د طالبانو په حکومت تور پورې کړی چې ټي ټي پي ته یې پټنځایونه ورکړي دي.

په پاکستان کې د اګست ۱۴مه د هغه هېواد د جوړېدو ورځې په توګه نمانځل کېږي. د پاکستان ولسمشر عارف علوي او تلونکي وزیراعظم شهباز شریف هم د هغې ورځې په مناسبت پیغامونه خپاره کړي او د هېواد پرمختګ او روښانه راتلونکي لپاره یې د خلکو په یووالي ټینګار کړی دی.

XS
SM
MD
LG