د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان او افغان طالبانو ترمنځ د ناندريو تر شا څه دي؟


 په تورخم کې د طالبانو او پاکستان ځواکونه يو بل ته مخامخ ولاړ دي- انځور له ارشيفه
په تورخم کې د طالبانو او پاکستان ځواکونه يو بل ته مخامخ ولاړ دي- انځور له ارشيفه

په دې وروستيوو کې د پاکستان او په افغانستان کې د طالبانو حکومت چارواکو ترمنځ ناندرۍ زیاتې شوې دي.

د سيپتمبر پر شپږمه په تورخم کې د دواړو خواوو ترمنځ تر ډزو وروسته دغه لاره تړلې ده. په همدغه ورځ په چترال کې د تحريک طالبان پاکستان وسله والو پر پاکستاني پوځ بریدونه کړي چې اسلام اباد یې ګيله له افغان طالبانو کوي او تور پورې کوي چې وسله وال د افغانستان له خاورې وراوښتي دي. په کابل کې د طالبانو حکومت دا تور ردوي.

د افغان طالبانو او پاکستان ظاهري ترينګلتيا هسې یوه ډرامه ده.
اسحق اتمر

تر دې پخوا هم پاکستاني او طالب چارواکو د يو بل پر ضد بیانونه ورکړي دي. دا په داسې حال کې ده چې کله د ۲۰۲۱ کال د اګست پر ۱۵مه، طالبانو په زور په افغانستان کې حکومت ونيو نو پاکستاني چارواکو پرې خوشاله وښوده. د هغه مهال د پاکستان وزيراعظم عمران خان په کابل د طالبانو تر کنټرول يوه ورځ‌ وروسته وويل چې "افغانستان د غلامۍ ځنځيرونه مات کړل". خو اوس پاکستاني چارواکي پر افغان طالبانو نيوکې کوي او وايي چې په راتګ سره یې په پاکستان کې ناامني زیاته شوې ده.

پاکستاني چارواکي تور لګوي چې که يو خوا وسله ډلې د افغانستان ځمکه د پاکستان پر ضد د بريدونو لپاره کاروي نو بلخوا افغان طالبان په پاکستانيو ځواکونو بريدونه کوي. په تورخم کې د تېرې اونۍ د ډزو په تړاو د پاکستان بهرنيوو چارو وزارت په يوه خبرپاڼه کې ادعا کړې چې د طالبانو حکومت هڅه کوي د ناقانونه امنيتي پوستو په جوړولو سره د پاکستان پر خاوره یرغل وکړي. خو د طالبانو حکومت له دې پېښې وروسته وویل چې د دوی ځواکونو د افغانستان په خاوره کې یوه پخوانۍ پوسته رغوله چې پاکستاني ځواکونو پرې ډزې وکړې. طالبانو ويلي چې پاکستان مشکلاتو جوړولو ته بهانې لټوي.

پاکستان چې د طالبانو لخوا د کابل پر نيولو خوشاله وو، اوس يې ولې ورسره اړیکې خراب شوې؟ د دې پوښتنې په ځواب کې په پېښور کې خبريال او څيړونکي شميم شاهد د سيپتمبر پر ۱۲مه مشال راډيو ته وويل دا ځکه چې افغان طالبان نور نه غواړي چې د پاکستان لاس پوڅي وي. "پاکستان تل دا کوښښ کړی چې په کابل کې د دوی يو ګوډاګی حکومت وي او هرڅه د دوی په مرضۍ وشي. خو پاکستان مخکې او اوس بيا په دې کې ناکامه شوی نو ځکه د کابل او اسلام اباد ترمنځ تعلقات ترینګلي دي."

په افغانستان کې تېرو جمهوري حکومتونو او ځينو غربي هېوادونو چارواکو تور پوې کاوه چې کله طالبانو د افغان او بهرنيوو ځواکونو پر ضد جګړې کولی، نو پاکستان یې جنګياليوو ته بشپړې مرستې ورکولې. پر افغان طالبانو دا تور هم دی چې پاکستان ورته خوندي ځايونه برابر کړي وو. که څه هم پاکستان دا تورونو بې بنیاده بولي خو همیشه یې ويلي چې پر طالبانو خپل اثر رسوخ د سولې لپاره کاروي.

د اوسنيوو ناندريوو په اړه په جرمني کې د افغان چارو شنونکی اسحاق اتمر وايي، د پاکستان او طالبانو تعلقات خراب نه دي او ظاهری ترينګلتيا هسې یوه ډرامه ده. هغه د سیپتمبر پر ۱۲مه مشال راډيو ته وويل چې له درې لارې که يو خوا افغان طالبان هڅه کوي چې خپل ولس او نړۍ ته وښايې چې دوی د پاکستان لاسپوڅې نه دي نو بلخوا بيا پاکستان چې له اقتصادي پلوه ډېر خراب دی، د نړيوالو طاقتونو پام ځانته اړول غواړي.

د اتمر په خبره دا وخت امريکا او چين په دغه سيمه کې پاکستان ته اړتيا نه لري خو پاکستان په دې لټه کې دی چې هغوی ته وښايي چې د طالبانو حکومت او وسله والو ډلو د موجودګۍ له کبله د اسلام اباد اهميت اوس هم شته دی.

د کابل او اسلام اباد اړيکې به هله سمېږي چې پاکستان په حقيقي معنو کې افغانستان يو خپلواکه او ازاد هېواد ومني.
شميم شاهد

هغه زیاتوي: "طالبانو چې کله کابل ونیو نو د پاکستان د جاسوسي ادارې(ای اېس ای) د هغه وخت مشر جنرال فېض حميد د کابل سفر وکړ. افغان طالبان چې د پاکستان لاسپوڅي پاتې شوي اوس غواړي چې دغه ټاپه له ځانه لیرې کړي. بلخوا پخوا په سيمه کې د ترهګرۍ پرضد جنګ لپاره پاکستان ته ډېرې پيسې ورکړل شوې. خو اوس دغه پیسې بندې شوې نو اسلام اباد غواړي چې هغه بیا شروع شي."

البته اسحاق اتمر زیاتوي چې د پاکستان او افغانستان د خرابو اړيکو اثر تل د ډيورنډ کرښې دواړو غواړو ته پر ولسونو پريوتی. د هغه په خبره بايد چې د کابل او اسلام اباد واکداران او نړيوال طاقتونه خپلو کې سره کښېني او بیا بیا راپورته کېدونکي مسايل د تل لپاره حل کړي.

خو شميم شاهد وايي د کابل او اسلام اباد ترمنځ به اړيکې هله سمېږي چې پاکستان په حقيقي معنو کې افغانستان يو خپلواکه او ازاد هېواد ومني.

ياده دې وي چې پاکستان تل ويلي چې د هېڅ يو هېواد په چارو کې مداخلت نه کوي او د ترهګرۍ د مخنيوي لپاره هلې ځلې کوي. بلخوا افغان طالبانو هم ويلي دي چې دوی د هېڅ يو هېواد تر اغېز لاندې نه دي او افغانستان ځمکه به د کوم هېواد پر ضد استعمالېدو ته پرېنږدي.

XS
SM
MD
LG