د لاسرسي ځای

تازه خبر

د افغان کډوالو شورا: پاکستان دې افغانانو ته د ستنېدو لپاره زیات وخت ورکړي


د افغان کډوالو یوه کورنۍ له تورخم سره نېږدې هېواد ته د اوښتو پر مهال خدای په اماني کوي - د اکتوبر ۲۷مې انځور.
د افغان کډوالو یوه کورنۍ له تورخم سره نېږدې هېواد ته د اوښتو پر مهال خدای په اماني کوي - د اکتوبر ۲۷مې انځور.

په خیبر پښتونخوا کې د افغان کډوالو شورا یو ځل بیا د پاکستان له حکومته غوښتي دي چې خپل هېواد ته دې د افغانانو ستنېدو لپاره ورته نور وخت ورکړي.

دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان حکومت له لوري بې اسناده بهرنیانو، چې زیاتره یې افغانان دي، ته د هېواد پرېښودو وخت د اکتوبر پر ۳۱مه پای ته رسي. اسلام اباد وايي، د نومبر له لومړۍ څخه ټول بې اسناده بهرني وګړي په زور له هېواده باسي.

د افغان کډوالو د شورا یو مشر عصمت الله توخي د اکتوبر پر ۲۹مه مشال راډیو ته وویل چې د ژمي له وجې د افغانانو ستنېدل ستونزمن کار دی نو ځکه دې اسلام اباد ورته لږترلږه د شپږو میاشتو وخت ورکړي.

ده وویل چې زیاتره ستنېدونکي افغانان په خپل هېواد کې مناسب استوګنځایونه نه لري نو په ژمي کې به هلته ورته ژوند ګران شي.

د کډوالو شورا تر دې مخکې د اکتوبر پر ۱۱مه د غیر راجسټر افغان کډوالو د ستنولو پر حکومتي پرېکړه اندېښنه ښوولې وه او له اسلام اباده یې غوښتي ول چې بې اسناده کډوال دې رجسټر کړي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې (يو اېن اېچ سي ار) په وينا، په پاکستان کې دا مهال شاوخوا ۱۴ لکه راجسټر افغان کډوال مېشت دي او شاوخوا همدومره شمېر ناراجسټر افغانان ژوند کوي.

د پاکستان حکومت وايي، له دې پرته څو لکه افغانان په ۲۰۲۱ز کال کې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو راهیسې هلته ورغلي دي.

د حکومت په وینا، په دې توګه په هغه هېواد کې د ټولو بې اسناده افغانانو شمېر شاوخوا ۱۷ لکه دی.

د طالبانو تر واکمنېدو وروسته پاکستان ته ګڼ داسې افغانان هم تللي دي چې له هغه ځایه اروپا او امریکا ته د تګ په انتظار دي.

پولیسو دومره ځورولي یو چې بېرته تګ ته مجبوره یو.
عالم خان

په همدې حال کې د ملګرو ملتونو ادارو ویلي دي چې له پاکستانه د بې اسناده افغانانو د تګ بهیر خورا ګړندی شوی دی.

هغو ادارو د اکتوبر پر ۲۷مه پر اسلام اباد ټینګار وکړ چې د "بشري حقونو د ناورین" تر زېږېدو مخکې دې له خپلې پرېکړې په شا شي.

هلته د بلوچستان حکومت یې د ستنېدو عمل ګړندي کولو لپاره افغانستان ته تللې درې نورې لارې پرانیستې دي.

اخوا د خیبر پښتونخوا چارواکي وايي چې د کورنیو او قبایلي چارو وزارت د بې اسناده کډوالو لپاره د خیبر په لواړګي (لنډي کوتل) کې د حمزه بابا مقبرې ته نېږدې، د پېښور په څنډه کې په لېبر کالونۍ او د هزارې ډېوېژن په هريپور کې لنډمهالي کیمپونه جوړ کړي دي.

اخوا په کراچۍ کې پولیسو بې اسناده افغانانو ته د کاروبارونو تړلو او له پاکستانه د وتلو امر کړی دی.

په دې لړ کې پولیسو د اکتوبر پر ۲۸مه د کراچۍ په بېلابېلو جوماتونو کې اعلانونه وکړل او و یې ویل چې د ټولو ناقانونه کډوالو د ایستلو لپاره اقدامات کوي.

پولیسو په اعلانونو کې خلکو ته هم ویلي دي چې افغانانو ته دې دوکانونه او کورونه په کرایې نه ورکوي که نه پرضد بې قانوني اقدام کوي.

د پاکستان حکومتي چارواکو دا هم ویلي دي چې هره ستنېدونکې کورنۍ یوازې ۵۰،۰۰۰ روپۍ نغدې (نقدې) له ځانه سره وړلای شي او که څوک د اکتوبر تر ۳۱مې له هېواده و نه وځي نو بیا به یې کاروبارونه او جایدادونه ضبطوي.

په کراچې کې مېشتو یوشمېر افغانانو مشال راډیو ته وویل چې په وروستیو ورځو کې یې په خورا ارزانه بیه کاروبارونه خرڅ کړل او اوس ورته حکومت د نغدو پیسو د وړلو اجازه هم نه ورکوي.

د کراچۍ د کډوالو کیمپ یو اوسېدونکی او د کډوالو یو مشر ګل دین بېګ د اکتوبر پر ۲۸مه مشال راډیو ته وویل له هغه ښاره تر کابله پورې د بسونو او نورو ګاډو کرایه تر ۲۰۰۰،۰۰۰ روپیو زیاته ده نو حکومت باید ورته د ډېرو پیسو وړلو اجازه ورکړي.

د کیمپ یو بل اوسېدونکی عالم خان وايي، په پاکستان کې د اوسېدو قانوني اسناد هم لري خو بیا هم ستنېږي. "پولیسو دومره ځورولي یو چې بېرته تګ ته مجبوره یو."

په تورخم کې د کډوالو یوشمېر ګاډي افغانستان ته د اوښتو په انتظار دي - د اکتوبر ۲۷مې انځور.
په تورخم کې د کډوالو یوشمېر ګاډي افغانستان ته د اوښتو په انتظار دي - د اکتوبر ۲۷مې انځور.

په عین وخت کې د پنجاب صوبې د اطلاعاتو نګران وزیر عامر میر د اکتوبر پر ۲۷مه وویل چې حکومت یې په صوبه کې د ۳۳،۰۰۰ بې اسناده بهرنیانو پېژندګلوي کړې ده چې ډېری یې افغانان دي.

هغه وویل چې بې اسناده وګړي د صوبې په ۳۶ کیمپونو کې ساتي او که په خپله خوښه و نه وځي نو په زور یې باسي.

د پاکستان لنډمهالی حکومت وايي چې له هغه هېواده یې د بې اسناده افغانانو د ایستلو پلان وروستی یا حتمي کړی دی.

د پاکستان د کورنیو چارو لنډمهالي وزیر سرفراز بګټي د اکتوبر پر ۲۶مه په اسلام اباد کې خبریالانو ته وویل چې د بې اسناده افغانانو د ستنولو عمل چیلېنجونه لري خو وايي حکومت یې له پیله دې کار ته ژمن وو.

نوموړي زیاته کړې وه چې هره افغانه کورنۍ یوازې ۵۰،۰۰۰ روپۍ نغدې له ځانه سره وړلای شي.

په پېښور کې د افغان طالبانو د حکومت قونسل جنرل د اکتوبر پر ۲۵مه رسنیو ته ويلي ول چې د بهرنیو وګړو د ستنولو پر حکومتي پرېکړې هېڅ اعتراض نه لري او دا يې د پاکستان داخلي مسله بللې وه.

په همدې حال کې د طالبانو حکومت ویلي چې افغانستان ته ورستنېدونکو دې کډوالو ته د رسېدو لپاره د خپل لوی مشر ملا هبت الله اخوندزاده په لارښوونه یو کمېشن جوړوي.

د بشري حقونو ادارو او ځینې ګوندونو د کډوالو پر خلاف د حکومت په اقداماتو نیوکي کړي او د هغوی د نه ویستلو یې ویلي دي.

ملګرو ملتونو د اکتوبر پر ۲۶مه پر پاکستاني حکومت غږ وکړ چې هغه کډوال دې نه باسي چې په افغانستان کې یې ژوند ته خطر دی.

دا رازا د بښنې نړیوال سازمان، د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې (يو اين ايچ سي ار) او د کډوالۍ نړيوالې ادارې (اې او اېم) له پاکستانه غوښتي چې د ټولو هغو افغان کډوالو خوندیتوب ته دوام ورکړي.

د پاکستان د بشري حقونو کمېشن د اکتوبر پر اوومه په بیان کې په اسلام اباد کې د افغانانو پر ګرفتاریو او د هغوی د استوګنځایونو د ړنګولو پر رپورټونو د غصې څرګندونه وکړه.

اخوا د جمعیت علمای اسلام (ف)، پښتونخوا ملي عوامي ګوند، عوامي نیشنل ګوند، ملي جمهوري ګوند او پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) په ګډون یوشمېر سیاستوالانو او فعالانو د افغانانو د نیولو پر ضد غونډې او مظاهرې کړې دي.

XS
SM
MD
LG