د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغان هنرمندانو له پاکستانه په زور د شړل کېدو پر ضد عدالت کې درخواست جمع کړی


په پېښور کې د افغان هنرمندانو لپاره د پښتنو سندرغاړو مظاهره - انځور له ارشیفه
په پېښور کې د افغان هنرمندانو لپاره د پښتنو سندرغاړو مظاهره - انځور له ارشیفه

افغان هنرمندانو له پاکستانه د هغوی د ايستلو پرضد په پېښور های کورټ کې درخواست ورکړی دی.

د اکتوبر پر ۲۴مه د دوو مدني ټولنو، مفکورې او هنري ټولنې په مرسته جمع کړي دې درخواست کې غوښتنه شوې چې افغان هنرمندان دې له پاکستانه په زوره نه ايستل کېږي ځکه په افغانستان کې د هغوی ژوند ته خطر ورپېښ دی. د افغان هنرمندانو وکيل ممتاز خان مشال راډيو ته وویل چې افغان هنرمندان د ملګرو ملتونو له کډوالو ادارې (يو اېن، اېچ سي ار) سره راجسټر دي نو د همهغو اسنادو پر بنياد دې هغوی ته په پاکستان کې د اوسېدو اجازه ورکړل شي.

تر دې وړاندې هنري ټولنې او مفکورې هم په پېښور های کورټ کې یو درخواست جمع کړی وو چې پکې يې د افغان هنرمندانو د نه ځورولو او په پاکستان کې د هغوی د اوسېدو غوښتنه کړې وه. خو د پاکستان حکومت ټينګار کوي چې غيرقانوني اوسېدونکي بهرنيانو سره مراعت نه شي کولی.

د پاکستان حکومت اعلان کړی چې د اکتوبر تر پایه بايد ټول غيرقانوني کډوال له پاکستانه ووځي. په دوی کې ډېری یې افغانان دي. په افغانانو کې د بشري حقونو فعالان، خبریالان او هنرمندان هم دي چې د ۲۰۲۱ کال د اګست پر ۱۵مه، د طالبانو په لاس د افغان حکومت تر نيولو وروسته د افغانستان پرېښودو ته مجبوره شول. دغو خلکو په غربي هېوادونو کې د پنا اخیستو لپاره درخواستونه ورکړي او په پاکستان کې وېزو اخیستو ته منتظر دي.

هېڅ غربي هېواد پر کابل د طالبانو تر قبضې وروسته، هېڅ غربي هېواد په دې کچه فعال سفارت نه لري چې افغانانو ته وېزې ورکړي. کله چې په افغانستان کې د طالبانو حکومت راغی نو پر موسیقۍ یې بنديز ولګاوه، ځيني خبريالان یې بندیان کړل، پر رسنيوو یې محدوديتونه ډير او نجونې له شپږم ټولګي پورته له تعليمه منع کړل. همداراز طالبانو د ښځو پر کار هم بندیز لګولی دی. د دې تر څنګ د بشري حقونو ادارو پر طالبانو تور پورې کړی چې پخواني افغان سرتيري نیسي او شکنجه کوي یې. طالبان دا ردوي.

د دغو بندیزونو او د طالبانو سختدريځو کړنو څخه د ځان ساتنې لپاره، ځينو افغانانو بهرنيوو هېوادونو کې پناه اخیستل غوره بللي دي. په دوی کې یې ډيری د پاکستان له لارې اروپا، امريکا او کاناډا ته ځي. د بشري حقونو ادارو پر پاکستان غږ کړی چې دغه خلک دې ځکه نه باسي چې افغانستان ته ستنېدل به یې ژوند ته خظر پېښ کړي.

خو د پاکستان نګران وزيراعظم انوارالحق کاکړ ويلي چې هر هغه بهرنی به خپل هېواد ته ستنوي چې د اوسېدو وېزه یا بل قانوني سند ونلري. د هغه حکومت په ځينو ځایونو کې د غيررجسټرډ افغان کډوالو د واپسۍ لپاره کمپونه هم جوړ کړي دي.

XS
SM
MD
LG