د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان وايي د بې اسناده افغانانو د ستنولو پلان یې حتمي کړی دی


افغان ماشومان له خیبر پښتونخوا څخه هېواد ته د ستنېدو لپاره ټرک ته خېژي.
افغان ماشومان له خیبر پښتونخوا څخه هېواد ته د ستنېدو لپاره ټرک ته خېژي.

د پاکستان لنډمهالی حکومت وايي چې له هغه هېواده یې د بې اسناده افغانانو د ایستلو پلان وروستی یا حتمي کړی دی.

د پاکستان د کورنیو چارو لنډمهالي وزیر سرفراز بګټي د اکتوبر پر ۲۶مه په اسلام اباد کې خبریالانو ته وویل چې د بې اسناده افغانانو د ستنولو عمل چیلېنجونه لري خو زیاته یې کړه چې حکومت یې له پیله دې کار ته ژمن وو.

د پاکستان لنډمهالی حکومت وايي چې بې اسناده افغانان لومړی موقتي مرکزونو ته لېږدوي او بیا به یې افغانستان ستنوي. حکومت زیاتوي له هغو کورنیو سره همکاري کوي چې په خپله خوښه له پاکستانه روانېږي.

د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي رپورټ ورکوونکي رېچرډ بېنېټ د اکتوبر پر ۲۵مه د ملګرو ملتونو عمومي غونډه کې د خبرو پر مهال له پاکستانه د افغانانو د ایستلو پر پلان اندېښنه وښوده او له پاکستان یې د نرمښت غوښتنه وکړه.

د پاکستان حکومت اعلان کړی چې د اکتوبر تر پایه بايد ټول بې اسناده وګړي، چې زیاتره یې افغانان دي، له پاکستانه وځي.

په پاکستان کې په مشتو افغانانو کې د بشري حقونو هغه فعالان، خبریالان او هنرمندان هم شامل دي چې د ۲۰۲۱ کال د اګست پر ۱۵مه پر افغانستان د طالبانو تر واکمنېدو وروسته له هېواده ووتل.

اخوا له سېپتېمبر راهیسې په پاکستان کې د افغانانو د نیولو لړۍ چټکه شوې او پوليسو سلګونه افغانان ونیول.

ملګرو ملتونو، د بښنې نړیوال سازمان او د بشري حقونو یوشمېر نورو سازمانونو او د پاکستان ځينو ګوندونو د کډوالو پرضد د پاکستاني حکومت اقدام ناسمه پرېکړه بللې ده.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG