د لاسرسي ځای

تازه خبر

د بخښنې نړیوال سازمان په پاکستان کې د افغان کډوالو پر وضعيت اندېښنه څرګنده کړې ده


د پاکستان په کراچۍ ښار کې پوليسو سلګونه افغانان نيولي دي ــ انځور له ارشيفه
د پاکستان په کراچۍ ښار کې پوليسو سلګونه افغانان نيولي دي ــ انځور له ارشيفه

د بخښنې نړیوال سازمان په پاکستان کې د افغان کډوالو پر وضعیت اندیښنه څرګنده کړې ده.

د دغه سازمان د جنوبي اسیا څانګې د اکتوبر پر دويمه پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، "ډېری افغانان، چې د طالبانو د حکومت له خوا د ځورونې له وېرې ژوند کوي، پاکستان ته تښتېدلي او هلته د خپلسرو توقیفونو، نیول کېدو او د شړلو له ګواښونو سره مخامخ شوي دي."

د بخښنې نړیوال سازمان په دې برخه کې پر نړیوالو هم نیوکه کړې او ویلي یې دي، چې دې ستونزې ته یې پام نه دی کړی.

دا په داسې حال کې ده چې په پاکستان کې د افغان کډوالو شورا ويلي چې د هغه هېواد په سرښار اسلام اباد کې د افغانانو نیول زیات شوي دي.

د دې شورا مشر میر احمد رووفي د اکتوبر پر درېيمه مشال راډيو ته وويل چې دوه ورځې مخکې د اسلام اباد پولیسو له هغه ښاره ۸۰۰ افغان کډوال نيولي ول. د هغه په وينا وروسته یې ۴۰۰ هغه افغانان خوشې کړل چې د اوسېدو قانوني اسناد يې درلودل.

پاکستاني چارواکي وایي، پولیسو تر عملياتو مخکې د استخباراتي ادارو په مرسته په اسلام اباد او راولپېنډۍ کې د هغو افغانانو نوملړونه (لېسټونه) تیار کړي ول چې هلته د اوسېدو قانوني اسناد نه لري.

د اسلام اباد يو پوليس افسر، چې له رسنیو سره یې د خبرو اجازه نه لرله، د اکتوبر پر لومړۍ نېټه د نوم نه ښوولو په شرط مشال راډيو ته وويل، د نیول شویو افغانانو له ډلې څخه یې ځینې ویزې نه لري، د ځينو ویزې ختمې شوې دي او تمدید کړې یې نه دي او د ځينو نورو "اسناد مشکوک" دي.

په پاکستان کې تر هغې وروسته د افغانانو د نیولو لړۍ تېزه شوه چې د سېپټېمبر پر ۱۵مه، د پاکستان لنډمهالي وزیراعظم انوارالحق کاکړ وویل چې په غیر قانوني توګه مېشت افغان کډوال له هېواده باسي. خو يوشمېر افغانان او د هغوی وکيلان شکايت کوي چې پوليس ګڼ هغه افغانان هم نيولي چې قانوني اسناد لري.

د کراچۍ پولیسو په سېپټېمبر کې په کراچۍ کې د افغانانو پر ضد عملیات وکړل او شاوخوا ۹۰۰ کسان یې ونیول.

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند، پښتون ژغورنې غورځنګ او د عوامي نیشنل ګوند مشرانو او غړو په کراچۍ کې د افغانانو د نیولو پر ضد غونډې او مظاهرې کړې دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG