د لاسرسي ځای

تازه خبر

د کډوالو شورا: پاکستان دې غیر راجسټر افغانان نه ستنوي


په جمرود کې یوه افغانه کورنۍ د اسلام اباد تر امر وروسته افغانستان ته ستنېږي - د اکتوبر شپږمې انځور.
په جمرود کې یوه افغانه کورنۍ د اسلام اباد تر امر وروسته افغانستان ته ستنېږي - د اکتوبر شپږمې انځور.

په پېښور کې د افغان کډوالو عالي شورا د غیر راجسټر افغان کډوالو د ستنولو پر حکومتي پرېکړه اندېښنه ښوولې ده.

د اکتوبر پر ۱۱مه د افغان کډوالو د عالي شورا مشرانو او استازو د پېښور د خبریالانو په مرکز کې په خبري غونډه کې غوښتنه وکړه چې حکومت دې له ناراجسټر افغانانو سره ښه سلوک وکړي او هغوی دې نه نیسي چې د ملګرو ملتونو د کډوالو اداره (یو اېن اېچ سي ار) یې د ثبتولو انتظام وکړي.

د شورا مشرانو له اسلام اباده وغوښتل چې افغانان دې خپل هېواد ته نه ستنوي بلکې ورته دې په پاکستان کې اسانتیاوې ورکړي.

د شورا مشر بریالي میاخېل غونډې ته وویل د پاکستان او افغانستان واکمنانو ترمینځ دې د اختلافاتو پر سر د کډوالو له ځورولو ډډه وشي.

د افغان سوداګرو د ټولنې مشر سید نقیب باچا تر غونډې وروسته مشال راډیو ته وویل چې که اسلام اباد افغان سوداګرو ته اسانتیاوې ورکړي نو دا به د پاکستان په ګټه وي. "په زرګونه افغانان په پاکستان کې د اربونو روپیو کاروبارونه، ګاډي او جایدادونه لري خو دا هر څه د پاکستاني وروڼو په نومونو دي نو که پاکستان [د مهاجرت په] کارډونو ورته د تجارت او بانکي اکاونټونو (حسابونو) د پرانیستلو اجازه ورکړي نو دا به د پاکستان په ګټه وي او شاوخوا ۴۰ فیصده لوی افغان سوداګر به هم د پاکستان ټیکسونو او [ګټو له ادارې] اېف بي ار سره ثبت شي."

د پاکستان حکومت لا د افغان کډوالو د عالي شورا د مشرانو څرګندونو او غوښتنې په غبرګون کې څه نه دي ویلي خو د هغه هېواد د اطلاعاتو او خپرونو چارو لنډمهالي وزیر مرتضا سولنګي د اکتوبر پر اوومه د پاکستان د اردو ژبې له ډان نیوز ټېلېوېژن سره په مرکه ټینګار وکړ چې د اکتوبر تر پای وروسته د افغانانو په ګډون هغه ټول بهرنیان له هېواده باسي چې هلته د اوسېدو قانوني اسناد نه لري.

نوموړي زیاته کړه چې د پاکستان حکومت به د هغو افغانانو پرضد هم اقدام کوي چې د هغه هېواد شناختي کارډونه (تذکرې) او پاسپورټونه یې ترلاسه کړي دي.

په همدې حال کې د پېښور های کورټ ځینو وکیلانو د اکتوبر پر نهمه له پاکستانه په زور د افغانانو د ایستلو پرضد په هغه عدالت کې درخواست دایر کړ. هغه وکیلان وايي چې اسلام اباد باید هغو افغانانو ته د پاکستان شهریت ورکړي چې د تابعیت شرطونه پوره کوي.

د افغان کډوالو د شورا مشرانو د اکتوبر پر ۱۱مه خبري غونډې ته وویل چې پولیس دې افغانان نه نیسي.
د افغان کډوالو د شورا مشرانو د اکتوبر پر ۱۱مه خبري غونډې ته وویل چې پولیس دې افغانان نه نیسي.

په همدې حال کې د پاکستان په يوشمېر سيمو کې د افغانانو د نيولو لړۍ روانه ده. د سيند حکومت د اکتوبر پر نهمه وويل چې له سېپټېمبر راهيسې يې ۱،۸۰۰ افغان کډوال په پاکستان کې د استوګنې قانوني اسنادو نه لرلو په تور نيولي دي. خو په کراچۍ کې يوشمېر افغان کډوالو او د هغوی وکيلانو مشال راډيو ته ويلي چې پولیسو اسناد لرونکي افغانان هم نيولي دي. وکيلانو تور پورې کړی چې پولیس د پیسو لپاره افغان کډوال نیسي، خو پوليسو دا تور رد کړی دی.

داراز د اکتوبر په لومړیو کې پولیسو له اسلام اباد او راولپېنډۍ۸۰۰ افغان کډوال ونیول چې وروسته یې ۴۰۰ هغه افغانان خوشې کړل چې هلته یې د اوسېدو قانوني اسناد يې درلودل.

د پاکستان د نورو برخو په څېر په بلوچستان کې هم د افغانانو د نیولو لړۍ پیل شوې او د اکتوبر پر اوومه پولیسو ۱۱۶ افغانان نیولي ول.

د کوټې یو پولیس چارواکي چې له رسنیو سره یې د خبرو اجازه نه لرله، د نوم نه ښوولو په شرط یې مشال راډیو ته وویل چې هلته یې د مېشتو ۲۴،۰۰۰ افغانانو په اړه معلومات ټول کړي دي.

په پاکستان کې تر هغې وروسته د افغانانو د نیولو لړۍ تېزه شوه چې د سېپټېمبر پر ۱۵مه، د پاکستان لنډمهالي وزیراعظم انوارالحق کاکړ وویل چې په غیر قانوني توګه مېشت افغانان له هېواده باسي.

د بښنې نړیوال سازمان او ګڼو نورو بشري سازمانونو هم د کډوالو پرضد د پاکستاني حکومت اقدام ناسمه پرېکړه بللې ده.

د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې (يو اين ايچ سي ار) او د کډوالۍ نړيوالې ادارې (اې او اېم) له پاکستانه غوښتي چې د ټولو هغو افغان کډوالو خوندیتوب ته دوام ورکړي چې خپل هېواد ته د ستنېدو په صورت کې د احتمالي خطر سره مخاخ کېدلای شي.

په همدې حال کې د پاکستان د بشري حقونو کمېشن د اکتوبر پر اوومه پر اېکس، چې پخوانی نوم یې ټوېټر وو، په بیان کې په اسلام اباد کې د افغانانو پر ګرفتاریو او د هغوی د استوګنځایونو د ړنګولو پر رپورټونو د غصې څرګندونه کړې ده.

کمېشن په بیان کې ویلي دي چې له پاکستانه د افغانانو په زور خپل هېواد ته ستنول د هغوی ژوند له خطر سره مخامخولای شي.

کمېشن وايي چې د کډوالو تګ باید په خپله خوښه وي او زیاتوي چې د پاکستان لپاره به دا بهتره وي چې کډوال راجسټر کړي او ورته د هېواد د نورو وګړو په څېر حقونه ورکړي.

د پاکستان حکومت پرېکړې افغان کډوال له ستونزو سره مخامخ کړي دي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:50 0:00

اخوا د جمعیت علمای اسلام (ف)، پښتونخوا ملي عوامي ګوند، عوامي نیشنل ګوند او پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) په ګډون یوشمېر سیاستوالانو او فعالانو د افغانانو د نیولو پر ضد غونډې او مظاهرې کړې دي.

په پاکستان کې افغان کډوال له ۱۹۸۰ز لسیزې راهیسې مېشت دي. د دې ترڅنګ په مختلفو وختونو کې په افغانستان کې د جنګونو او ناامنيو له امله هم ګڼ خلک هغه هېواد ته کډه شوي دي.

په افغانستان کې د ۲۰۲۱ز کال په اګست میاشت کې طالبان واکمن شول چې ورسره پاکستان او نورو هېوادونو ته د کډوالۍ لړۍ هم تېزه شوه.

په وروستیو کې ډېری هغه افغانان پاکستان ته ورغلي چې په نورو هېوادونو کې د پناه اخیستو په پار د لنډې مودې لپاره هلته مېشت شوي دي خو د پناه ترلاسه کولو بهیر یې ځنډېدلی دی.

د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې (يو اېن اېچ سي ار) په وينا، په پاکستان کې دا وخت شاوخوا ۱۴ لکه راجسټر افغان کډوال مېشت دي او شاوخوا همدومره شمېر ناراجسټر افغانان ژوند کوي.

XS
SM
MD
LG