د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان د افغان کډوالو ستنولو لپاره په اټک کې موقتي کېمپ جوړ کړی دی


د افغانانو ستنولو تر اعلان وروسته افغانستان ته د کډوالو د ورتګ بهیر ګړندی شوی دی ـ پخوانی انځور.
د افغانانو ستنولو تر اعلان وروسته افغانستان ته د کډوالو د ورتګ بهیر ګړندی شوی دی ـ پخوانی انځور.

د پاکستان چارواکو د افغان کډوالو د ستنولو لپاره په اټک کې يو موقتي کېمپ جوړ کړی دی.

د اکتوبر پر ۲۴مه د راولپېنډۍ د کمېشنر لياقت علي چټه په مشرۍ شوې غونډه کې پرېکړه وشوه چې د پنجاب او خيبر پښتونخوا پر پوله دغه کېمپ کې به افغانان خپل هېواد ته تر ليږلو وړاندې ساتل کېږي.

حکومتي چارواکي وايي چې د راولپېنډۍ ډويژن په شپږو ضلعو راولپېنډۍ، اټک، چکوال، جهلم، مري او تله ګنګ کې شاوخوا ۲۴۰۰۰ بې اسناده افغان کډوال ژوند کوي.

تر دې وړاندې د پېښور ډويژن کمېشنر هم د ناراجسټر افغان کډوالو لپاره د عارضي (موقتي) کېمپونو جوړولو امر کړی وو. د اکتوبر پر ۱۶مه د کمېشنر له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي وو چې دا کېمپونه به په حاجي کېمپ، ازاخيلو او څوکنو کې جوړېږي او تر ۳۱م اکتوبر وروسته به افغانستان ته د ستنولو لپاره هغه کډوال پکې ساتل کېږي چې قانوني اسناد نه لري.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي له پاکستانه د لکونو افغانانو د ایستلو پر پلان اندېښنه څرګنده کړې ده. ريچرډ بېنېټ د اکتوبر پر ۲۴مه د ملګرو ملتونو عمومي غونډه ته د وینا پر مهال زیاته کړه چې له ګڼو هغو افغانانو سره یې له نېږدې خبرې کوي چې د ځورونو، ناقانونه نیونو او زور زیاتي څخه شکایتونه لري.

د اکتوبر پر دریمه پاکستان ټولو اسناد نه لرونکو کډوالو ته امر وکړ چې د نومبر تر لومړۍ نېټې دې په خپله خوښه ووځي او که داسې و نه کړي نو د نومبر تر لومړۍ نېټې وروسته به قانون پلي کوونکي ادارې ناقانونه کډوال په زوره باسي او جايدادونه او کاروبارونه به يې ضبطوي.

دا راز د سېپتېمبر راهیسې په پاکستان کې د افغانانو د نیولو لړۍ تونده شوه او پوليسو سلګونه افغانان ونیول.

د بښنې نړیوال سازمان او ګڼو نورو بشري سازمانونو هم د کډوالو پرضد د پاکستاني حکومت اقدام ناسمه پرېکړه بللې ده.

د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې (يو اين ايچ سي ار) او د کډوالۍ نړيوالې ادارې (اې او اېم) له پاکستانه غوښتي چې د ټولو هغو افغان کډوالو خوندیتوب ته دوام ورکړي چې خپل هېواد ته د ستنېدو په صورت کې د احتمالي خطر سره مخاخ کېدلای شي.

د پاکستان د بشري حقونو کمېشن د اکتوبر پر اوومه په بیان کې په اسلام اباد کې د افغانانو پر ګرفتاریو او د هغوی د استوګنځایونو د ړنګولو پر رپورټونو د غصې څرګندونه وکړه.

په همدې حال کې د جمعیت علمای اسلام (ف)، پښتونخوا ملي عوامي ګوند، عوامي نیشنل ګوند، ملي جمهوري ګوند او پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) په ګډون یوشمېر سیاستوالانو او فعالانو د افغانانو د نیولو پر ضد غونډې او مظاهرې کړې دي.

دا راز په پېښور کې د افغان کډوالو عالي شورا د غیر راجسټر افغان کډوالو د ستنولو پر حکومتي پرېکړه اندېښنه ښوولې ده.

په همدې حال کې د پېښور های کورټ ځینو وکیلانو د اکتوبر پر نهمه له پاکستانه په زور د افغانانو د ایستلو پرضد په هغه عدالت کې درخواست دایر کړ. هغه وکیلان وايي چې اسلام اباد باید هغو افغانانو ته د پاکستان شهریت ورکړي چې د تابعیت شرطونه پوره کوي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې (يو اېن اېچ سي ار) په وينا، په پاکستان کې دا مهال شاوخوا ۱۴ لکه راجسټر افغان کډوال مېشت دي او شاوخوا همدومره شمېر ناراجسټر افغانان ژوند کوي.

افغانستان ته د ستنېدونکو کډوالو لړۍ تیزه شوې ده
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:03 0:00
  • انځور سایز

    راشد خټک

    راشد خټک په اسلام اباد کې د مشال راډيو خبريال دی او د پاکستان پر سیاسي، اقتصادي او ټولنیزو چارو راپورونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG