د لاسرسي ځای

تازه خبر

پي ټي اېم او ۲ ګوندونو د بې اسناده افغانانو د ایستلو پرضد لاریون کړی دی


پي ټي اېم او ۲ ګوندونو د بې اسناده افغانانو د ایستلو پرضد لاریون کړی دی
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:21 0:00

پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم)، ملي جمهوري غورځنګ (اېن ډي اېم) او پښتونخوا نیشنل عوامي ګوند د پاکستان له حکومته غوښتي دي چې د بې اسناده افغانانو د ایستلو بهیر دې ودروي. د پي ټي اېم او هغو ګوندونو غړو او پلویانو د ډېسېمبر پر دویمه په کراچۍ کې د لاریون پر مهال تور پورې کړ چې د سیند پولیس هلته عادي پښتانه د بې اسناده افغانانو په نوم ځوروي، په تاڼو کې یې بندوي او ورڅخه پیسې اخلي. د سیند حکومت چارواکي وايي چې په وروستیو کې یې د افغانانو د ځورونو پر سر درې سرتېري نیولي دي. چارواکي داراز ټینګار کوي چې پولیس د هېچا ځورولو اجازه نه لري. ویډیويي رپورټ.

XS
SM
MD
LG