د لاسرسي ځای

تازه خبر

د اسلام اباد پلو د جانيخېلو لاریون بکاخېلو ته ورسېدو


د بنو په جانیخېلو کې د یوه ځايي مشر ملک نصیب خان د وژنې خلاف پرلتوال.
د بنو په جانیخېلو کې د یوه ځايي مشر ملک نصیب خان د وژنې خلاف پرلتوال.

د بنو د جانیخیلو پرلتوال چې نن یې ۲۵مه ورځ ده دا مهال د بنو بکاخېلو سیمې ته رسېدلی دی او هلته یې پرلت وهلی دی.

د جون پر ۲۳مه اسلام اباد ته د جانیخېلو پر تلونکي لاریون د پولیسو په ډزو کې یو تن وژل شوی او ګڼ نور ژوبل دي.

بلخوا پولیس چارواکو مشال راډیو ته ویلي چې د دوی هم ۱۰ تنه پر دې مهال ژوبل شوي دي چې د دوو حالت یې د اندېښنې وړ دی.

لاریون هله په تاوتریخوالي واوښت چې پولیسو یې له بنو سره نېږدې پر ټوچي پل د اسلام اباد پر لور د تلو مخنیوي هڅه کوله.


تېره شپه تر ناوخته د جانیخېلو د پرلتوالو د مشرانو او حکومتي جرګې ترمنځ خبرې ناکامه شوي دي.

د مشال راډیو خبریال وايي، چې حکومتي جرګې د پرلتوالو مشرانو ته ویلي چې حکومت به د پولیسو په ډزو کې د وژل شوي تن د اېف اې ار په درجولو او کورنۍ ته په مالي معاوضې ورکولو کې د ځایي مشرانو مرسته کوي او د تېر مارچ میاشتې پر تړون به هم پوره عمل کوي او امنیت به پر ځای کوي خو باید دوی اسلام اباد ته د تللو خپل پلان وځنډوي.

دا وخت هم د خیبر پښتونخوا د ټرانسپورټ وزیر شاه محمد خان په مشرۍ کې د حکومتي جرګې او د پرلتوالو مشرانو ترمنځ خبرې روانې دي.

د لاريون يو مشر ډاکټر عالم وزير وايي، دوی ته نن د خېبرپښتونخوا د حکومت يو وزیر شاه محمد بکاخېل ورغلی او خبرې يې ورسره شوي دي.

له وي او اې ډيوه سره په خبرو کې هغه وویل حکومتي وزير ته یې ویلي چې اول دې دوی ته د جون ۲۳مې (شورو ورځې) پېښې ځواب وویل شي چې ولې په پرامنه لاريون کوونکو اوښکې بهيونکی ګېس ورول شوی، په ډنډو وهل شوي، ډزې پرې شوي، مړي او ژوبلې يې شوي او ګاډي يې ورمات کړي دي.

هغه زياته کړه حکومتي وزير ته یې هغه مخکینۍ غوښتنې هم وړاندې کړې چې په علاقه کې دې امنيت پرځای شي، له ښه او بدو وسله والو څخه دې علاقه پاکه کړل شي، په دوی جوړې مقدمې دې ختمې کړل شي او د دوی بې درکه يا نيول شوي کسان دې پرېښودل شي.

د جانيخېل قوم له لاریونوالو سره د حکومت په استازيتوب مرکچي پلاوي يوه تن وي او اې ډيوه ته د نوم نه ښکاره په شرط وويل، چې له لاريون کوونکو سره خبرې وشوې، غوښتنې يې واورېدې او اوس ځايي انتظاميې ته رسوي.

دغه تن وويل حکومتي پلاوي لاريون کوونکو ته وويل چې د پرونۍ پېښې په اړه ځايي انتظاميې د دوی د غوښتنو منلو باور ورکړی او په مخکنيو غوښتنو يې له جانيخېلو ۲۰ کسیزه کميټۍ غوښتې چې همدغه کسان به بیا له لوړ پوړوحکومتي چارواکو سره خبرې وکړي.

خو د لاريون يو بل مشر ډاکټر نور محمد وزير چې د جاني خېل د قومي جرګې غړی هم دی، وايي د دوی غوښتنې ښکاره دي، دوی د امنيت غوښتنه کوي او غواړي چې وزيراعلی له دوی سره کومې ژمنې کړې وې هغه دې پوره کړي خو دعوه کوي چې هغه غوښتنې نه دي منل شوي.

وي او اې ډیوه سره په خبرو کې هغه وویل دوی اسلام اباد ته ځکه د تلو فیصله وکړه چې دلته د دوی غوښتنې ونه منل شوې او دوی اوس هم په هغه دریځ دي چې په غوښتنو يې عمل نه وي پېل شوی تر هغې به يې لاريون روان وي او اسلام اباد ته به ځي.

پولیس وايي، د لاریون له لایه دا مهال د لاريون له امله د میرامشا سړک بند دی چې له امله يې د ميرامشاه او بنو ترمینځ ګاډو تګ راتګ لاره اړول شوې ده.

بل لور ته لاريون کوونکي او ځايي خلک وايي پرون چې لاريون دغه ځای ته رارسېدلی دوی ته انټرنېټ سروس بند کړی شوی دی.

د جانیخېلو ولس له هغه پس د مې پر ۳۱مه نېټه پرلت وواهه چې ناڅرګندو وسله والو د سیمې یو مشر ملک نصیب خان وواژه. د جون پر اوومه د پرلت اتمه ورځ ده.

احتجاج کوونکو تر هغو د مړي له ښخولو انکار کړی، چې په سیمه کې د امن پرځای کولو لپاره حکومت پر لیکلي تړون عمل نه وي کړی. بلخوا له تېرو څو ورڅو راهیسې سیاسي مشران نه پرېښودل کېږي چې په پرلت کې برخه واخلي. پولیسو د هغوی پر وړاندې ځای پر ځای خنډونه جوړ کړي او له لارې یې ستنوي.

د جانیخېلو اوسېدونکو تر دې پېښې وړاندې د مارچ په میاشت کی هم د څلورو ځوانانو تر وژنې وروسته پرلت وهلی وو. هغه وخت هم د وژل شویو ځوانانو مړي احتجاجي کېمپ ته وړل شوي ول او تر یوڅو ورځني پرلت پس احتجاجیان د اسلام اباد پر لور روان شول خو وروسته حکومت ورسره تړون وکړ او ژمنه یې وکړه، چې د هغو ځوانانو په وژنه ککړ کسان به "ژر انجام ته رسوي"، تحقیقات به یې کېږي، سیمه به له وسله والو پاکېږي او امن به راوستل کېږي.

په هغو مذاکراتو کې د خیبر پښتونخوا وزیر اعلا او ګڼ چارواکي شامل ول.

XS
SM
MD
LG