د لاسرسي ځای

تازه خبر

د جانیخېلو قامي جرګې په سیمه کې د امنیت غوښتنه کړې


د جانیخېلو قامي جرګې په سیمه کې د امنیت غوښتنه کړې
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:48:00 0:00

د بنو په جانیخېلو کې په تیرو ۱۰ ورځو کې د دوه ښځو په ګډون پينځه عادي وګړي په هدفي بریدونو کې وژل شوي او په اړونده سیمو کې پر امنیتي ځواکونو بریدونه شوي دي. دا چې په سیمه کې د خراب امنیت تر شا څه دي؟ نن "د کرښې پر غاړه" خپرونه کې بحث ورباندې شوی.

په داسې حال کې چې د بنو په جانيخيلو او اړونده سیمو کې د امنیت وضع یو ځل بیا خرابه شوې او پر عادي وګړو او امنیتي ځواکونو بریدونه دوام لري، د جانيخېلو قامي جرګې له حکومته د امنیت پر ځای کولو غوښتنه کړې ده. جانيخېل د بنو هغه ناارامه سیمه ده چیرته چې په تیرو ۱۰ ورځو کې پينځه ځايي اوسېدونکي په هدفي بریدونو کې وژل شوي دي. نن د کرښې پر غاړه خپرونه کې د جرګې له مشرانو او چارواکو سره پر دغه موضوع بحث شوی چې کوربه يې شاهين بونېری دی.
XS
SM
MD
LG