د لاسرسي ځای

تازه خبر

جانيخېلو د حکومت لخوا د امن راوستو "ژمنو نه عملي کولو" ضد احتجاج کړی


د جانيخېلو اوسېدونکو د ۲۰۲۲ز کال د فبرورۍ پر اوومه تر بنو د "جانيخېل امن مارچ" په نوم احتجاجي لاريون وکړ او وروسته يې د بنو پرېس کلب مخې ته احتجاجي غونډه وکړه.
د جانيخېلو اوسېدونکو د ۲۰۲۲ز کال د فبرورۍ پر اوومه تر بنو د "جانيخېل امن مارچ" په نوم احتجاجي لاريون وکړ او وروسته يې د بنو پرېس کلب مخې ته احتجاجي غونډه وکړه.

د خيبر پښتونخوا د جانيخېلو اوسېدونکو له صوبايي حکومته يو ځل بيا غوښتنه کړې چې په سيمه کې د امن باوري کولو او د پرمختيايي کارونو لړ کې چې کومې ژمنې ورسره شوې وې، هغه دې عملي کړي.

د جانيخېلو اوسېدونکو پرون (د فبرورۍ پر اوومه) تر بنو د "جانيخېل امن مارچ" په نوم احتجاجي لاريون وکړ او دړکه يې ورکړه که حکومت په يوه اونۍ کې خپلې ژمنې عملي نکړي، نو پېښور او اسلام اباد ته به خپل احتجاج وغځوي.

د بنو پرېس کلب مخې ته احتجاجي غونډې ته د جانيخېلو يوه اوسېدونکې او د خيبر پښتونخوا اسمبلۍ پخواني غړي ملک عدنان وزير وينا وه چې حکومت له دوی سره د ۲۰۲۱ز کال په جون او مارچ مياشتو کې د امن لپاره په لوظنامه کې د سيمې د امنيت او هلته د پرمختيايي کارونو کولو ژمنې وکړې چې د هغه په وينا تر اوسه يې نه دي پوره کړي.

"[د خيبر پښتونخوا] وزیر اعلا [محمود خان] راسره لیکلې ژمنې وکړې خو نن هغه ژمنې نه پوره کیږي. موږ د سر امن غوښتی دی او هغه سټامپ پېپر چې حکومت له ولس سره لیکلی، په هغه کې لومړی په سیمه کې د امن باوري کولو وعده شوې وه. دا زموږ حق دی چې حکومت به امن راکوي."

نوموړي زياته کړې، که حکومت د دوی غوښتنو ته مثبت ځواب ورنکړ او کړې ژمنې يې له پامه وغورځولې، نو دوی به لومړی پېښور او بيا اسلام اباد ته لاريون کوي او هلته به احتجاج پرمخ وړي.

د جانيخېلو یو بل مشر ډاکټر نور محمد احتجاجي غونډې ته په خپله وينا کې وويل چې دوی د امن چيغې وهي او په سوالونو منتونو له حکومته د امن غوښتنه کوي، خو د هغه په وينا حکومت يې غږ نه اوري.

"د صوبی چیف اېګزېکيټیو [اعلا وزير محمود خان] پر سټامپ پېپر راسره لیکل کړي، چې امن به عملي کېږي، لادرکه کړل شوي کسان به خوشې کېږي، پر ولس به د پرلتونو پر مهال جوړې مقدمې له منځه وړل کېږي، خو نن هغه نه عملي کېږي. په سیمه کې مېرمنې، ماشومان، ځوانان او سپینږیري ډېر ځورېدلي او امن غواړي."

جانيخېلو لومړی د ۲۰۲۱ز کال په مارچ کې په مرموز ډول د سیمې د څلورو ځوانانو د وژنې خلاف پرلت وهلی و. هغه وخت حکومت ژمنه ورسره کړې وه چې هلته به د ټولو وسله والو پر ضد بې توپيره عمليات کېږي او سيمه به له هدفي وژنو په امان کې ساتي.

وروسته د مې پر ۳۰مه د وسله والو لخوا د جانيخېلو د يو مشر ملک نصيب خان تر وژلو وروسته ځايي ولس يو ځل بيا احتجاج پيل کړ. په خپله سيمه کې تر احتجاج وروسته دوی د جون پر ۲۳مه د اسلام اباد په لور روان ول چې له بنو سره نېږدې په ټوچي پل پولیسو مخکې تګ ته پرېنښودل. پر دغه مهال د پولیسو او پرلتوالو تر منځ په نښتو کې یو احتجاج کوونکی ووژل شو او یو شمېر نور ژوبل شول. د پولیسو په وینا د دوی ۱۰ اهلکار هم هغه مهال ژوبل شول.

د جون پر ۲۷مه د بنو جانيخېلو پرلتوالو او د حکومت له خوا ورلېږل شوې جرګې ترمنځ لوظنامه وشوه چې له مخې یې د احتجاج کوونکو غوښتنې ومنل شوې.

د حکومت له خوا منل شوې لويې غوښتنې دا وې:

۱. د امن پر ځای کولو لپاره به د ټولو وسله والو پر ضد به يو شان کاروايي کېږي.

۲. د جانيخېلو وژل شوي پرلت والو ته به مالي معاوضه ورکول کېږي.

۳. د پرلت پر مهال ټول شوي تاوان د ازالې لپاره به حکومت اقدامات کوي.

۴. د مارچ د میاشتې معاهده به ټکی په ټکی عملي‌کېږي.

۵. د حکومتي اقداماتو او عملي کار د څارنې لپاره به يوه جرګه ټاکل کېږي.

خو اوس يو ځل بيا د جانيخېلو ولس ادعا کوي چې حکومت پر خپلو ژمنو نه دی ورسره درېدلی.

د روان (۲۰۲۲ز) کال د فبرورۍ پر اوومه د بنو پرېس کلب مخې ته احتجاجي غونډې ته د وينا پر مهال يو ځايي مشر ملک ماويز خان وويل چې دوی ټول پرلتونه د امن لپاره وکړل خو د هغه په وينا حکومت هر ځل له خپلو ژمنو په شا شوی دی.

"موږ په ۲۰۰۹ز کال کې د امن لپاره خپله سيمه پرېښوده، خو حکومت بيا هم امن نه راوست. د احتجاج په توګه مو د مړو له ښخولو ډډه وکړه خو حکومت لا هم زموږ غوښتنې نه دې پر ځای کړي."

د جانيخېلو د پروني احتجاج په اړه لا هم د خيبر پښتونخوا حکومت څه نه دې ويلي، خو په تيرو وختونو کې د بنو مرستيال کمېشنر او نورو حکومتي چارواکو ويلي ول چې حکومت د جانيخېلو لپاره د دوه اربه روپو ترقياتي پېکېج اعلان کړی او هلته يې د امنيت لپاره عملي ګامونه هم پورته کړي دي.

حکومت په وار وار ويلي چې دوی چا ته اجازه نه ورکوي چې د سيمې امن خراب کړي او د ټولو وسله والو پرضد بې توپيره کارروايي کوي.

XS
SM
MD
LG