د لاسرسي ځای

تازه خبر

د اتمانزیو جرګې مشران دعوه کوي چې اېف سي ځواک یې پر لاریون ډزې کړې دي


په شمالي وزیرستان کې د یوې پخوانۍ جرګې انځور.
په شمالي وزیرستان کې د یوې پخوانۍ جرګې انځور.

د شمالي وزیرستان په رزمک کې د اتمانزیو جرګې مشران وايي چې د اېف سي ځواک سرتېرو یې پر لاریون ډزې کړې دي چې پکې یو کس ژوبل شوی دی.

د جرګې یو مشر ګل احمد خان د اګست ۱۳مې تر پېښې وروسته مشال راډیو ته وویل چې د اتمانزیو مشرانو او غړو لاریون کاوه چې پر هغه مهال حکومتي لاریونوال هم هغه ځای ته ورسېدل چې له کبله یې ټېل ماټېل شو او د اېف سي ځواک سرتېرو ډزې وکړې چې پکې یو کس ژوبل شو.

دی زیاتوي چې څه وخت وروسته حکومتي لاریونوال ډانګین سیمې ته ستانه شول او بیا شپې مهال په رزمک کې پوځ کیمپ ته ورغلل.

په میرامشا کې د ضلعي انتظامیې یوه چارواکي چې له رسنیو سره یې د خبرو اجازې نه لرلو له کبله د نوم له ښوولو ډډه وکړه، مشال راډيو ته وویل چې په رزمک کې د اتمانزیو جرګې لاریون روان وو چې هغه مهال له پېښوره د پاکستان جوړېدو ورځې په مناسبت د حکومتي لاریون ۷۰ ګاډو کاروان هم هغې سیمې ته ورسېد.

هغه چارواکی دا دعوه ناسمه بولي چې ګواکې د اېف سي ځواک سرتېرو پر لاریونوالو ډزې کړې دي بلکې وايي چې کله د جرګې غړو د حکومتي لاریونوالو پر ګاډو کاڼي وورول نو د اېف سي او پولیو سرتېرو یې د منشترولو لپاره هوايي ډزې کړې دي.

له پېښوره د شمالي وزیرستان تر رزمک پورې د ګاډو لاریون وار له مخه پلان شوی وو. دا په داسې حال کې ده چې د اګست پر ۱۴مه حکومت د پاکستان جوړېدو ورځې جشن لمانځي.

خو د اتمانزیو جرګې مشرانو ملک نصر الله وزیر او ډاکتر ګل عالم وزیر د اګست پر ۱۳مه په رزمک کې د جرګې ګډونوالو ته وویل چې په شمالي وزیرستان کې د امنیت ټینګښت په ګډون یوشمېر غوښتني لري چې انتظامیه یې نه پوره کوي نو ځکه له حکومته ګیله من دي او د اګست ۱۴مه د تورې ورځې په توګه لمانځي.

دوی د جرګې پر ګډونوالو غږ وکړ چې د اګست پر ۱۴مه دې پر خپلو کورونو، دوکانونو او بازارنو کې تورې جنډې (بیرغونه) ورپوي.

هغې جرګې داراز، په جشن کې له حکومت سره پر شریکېدونکو وزیر او داوړو بندیز لګولی دی او ویلي یې دي چې تر هغو چې یې وروستۍ پرېکړې نه وي اعلان کړې، هېڅوک به په حکومتي غونډو کې ګډون نه کوي.

دا په داسې حال کې ده چې د اګست پر ۱۲مه د شمالي وزیرستان کابلخېلو په میرامشا کې د اګست ۱۴مې جشن لمانځلو لپاره له پوځي مشرانو سره ولیدل.

د اتمانزیو جرګې تر هغې یوه ورځ وروسته د کابلخېلو پر درو قبیلو د اتمانزیو خاورې ته پر ورتګ بندیز ولګاوه او د جرګې د اعلان سرغړونې په تور یې ۲۰، ۲۰ لکه روپۍ جریمه (جرمانه) کړې.

خو د کابلخېلو او نورو قبیلو مشرانو چې په وروستیو ورځو کې یې په حکومتي جرګو او غونډو کې ګډون کړی دی د جرګې د پرېکړې له منلو انکار کړی دی.

جرګې د اګست پر اتمه یوشمېر هغه مشران ۲۰،۲۰ لکه روپۍ جرمانه کړي ول چې یوه ورځ مخکې یې د پېښور په بالاحصار کې د پاکستاني پوځ له مشر جنرال سید عاصم منیر سره کتلي ول.

په میرامشا کې د پوځ یوه لوړپوړي چارواکي چې له رسنیو سره یې د خبرو اجازه نه لرله، د نوم نه ښوولو په شرط له مشال راډیو سره په خبرو کې دعوه وکړه چې د اتمانزیو جرګې د ځوانانو پارونې هڅه کړې او پر حکومتي لاریونوالو یې کاڼي ورولي دي.

هغه چارواکی وايي چې د جرګې مشران دې له حکومتي چارواکو سره کښېني او ورسره دې خبرې وکړي.

خو د اتمانزیو جرګې مشران وايي چې کله په خپلو کې یوې پرېکړې ته ورسي نو بیا به له حکومتي چارواکو سره مذاکرات وکړي.

د شمالي وزیرستان په رزمک کې له تېرو یوشمېر اوونیو راهیسې د ټولو اتمانزیو، وزیرو او داوړو جرګه روانه ده.

XS
SM
MD
LG