د لاسرسي ځای

تازه خبر

شمالي وزیرستان کې وسلوالو د ټېلېفوني خدماتو ادارې یو کارکوونکی وژلی دی


په میرلي کې په تېرو کلونو کې د بریدونو ضد پراخې مظاهرې شوې دي - پخوانی انځور.
په میرلي کې په تېرو کلونو کې د بریدونو ضد پراخې مظاهرې شوې دي - پخوانی انځور.

پولیس وايي په شمالي وزیرستان کې په وسلوال برید کې د پاکستان د ټېلېفوني خدماتو ادارې (پي ټي سي اېل) یو کارکوونکی وژلی دی.

زربت خان د وزیرستان د ځوانانو سازمان د عمومي سېکرټر وقار احمد پلار وو چې د ۲۰۲۲ز کال د جون پر ۱۹مه د سازمان له درو نورو فعالانو سره یوځای په وسلوال برید کې وژل شوی وو.

د هغو څلورو فعالانو وژنې د شمالي وزیرستان په ګډون د خیبر پښتونخوا او پاکستان په نورو برخو کې پراخې مظاهرې پارولې وې.

د میرامشا د تاڼې یوه چارواکي چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي مشال راډیو ته وویل چې وسلوالو د اګست پر ۱۱مه سهار مهال د میرلي د ایدکو (عیدکو) او خدي ترمینځ پر لاره پر زربت خان ډزې وکړې او هغه یې وواژه.

چارواکی وايي چې نوموړی د پي ټي سي اېل کارکوونکی وو او له هېچا سره یې شخصي دښمني نه وه.

وقار احمد د وزیرستان ځوانانو سازمان فعال وو چې د ۲۰۲۲ز کال په جون کې وژل شوی وو - پخوانی انځور.
وقار احمد د وزیرستان ځوانانو سازمان فعال وو چې د ۲۰۲۲ز کال په جون کې وژل شوی وو - پخوانی انځور.

پولیس زیاتوي چې د هغه د وژنې مقدمه یې درج کړې او پلټنې روانې دي.

پر زربت خان د حملې ذمه واري لا چا نه ده منلې.

له دې سره په شمالي وزیرستان کې سږ کال د هدفي حملو شمېر ۳۰ ته رسېدلی دی چې پکې لسګونه کسانو ته مرګژوبله اوښتې ده.

په ۲۰۲۲ز کال کې هلته ۴۶ هدفي بریدونه شوي ول، چې تر ۶۰ زیات مشران، ځوانان، سیاستوال، دیني عالمان او امنیتي سرتېري پکې وژل شوي ول.

دا په داسې حال کې ده چې د اګست پر اوومه په شمالي وزیرستان کې په درو جلا، جلا حملو کې یو پولیس او ښځه او مېړه وژل شوي ول او یو سیاسي فعال ژوبل شوی وو.

د ضلعي پولیسو مشر سلیم ریاض مشال راډیو ته ویلي ول چې په میرامشا کې وسلوالو په یو برید کې د پولیسو د ترهګرۍ ضد څانګې (سي ټي ډي) یو سرتېری او په میرلي کې یې د جمعیت علمای اسلام (ف) د رسنیو څانګې یو ځايي مشر جاوېد نور داوړ ژوبل کړ.

تر دې څو ساعتونه مخکې ډېورنډ کرښې ته نېږدې د شمالي وزيرستان د غلام خان تحصیل په سیدګي سیمه کې د امنیتي ځواکونو د ځمکلاندې بمونو شنډولو پر یوې ډلې په موټر بم ځانمرګي برید کې دوه ولسي وګړي وژل شوي ول چې ښځه او مېړه ول.

له یوې مودې راهيسې وسلوالو د شمالي وزيرستان په ګډون د خيبر پښتونخوا په يوشمېر سيمو کې بريدونه زيات کړي دي.

د خیبر پښتونخوا پولیس چارواکو د اګست پر درېيمه په چارسده کې د يوې غونډې پرمهال ويلي ول چې د روان ۲۰۲۳ز کال په لومړیو اووه میاشتو کې په هغه صوبه کې په حملو او نښتو کې تر ۱۳۰ زیات پولیس سرتېري وژل شوي دي.

د هغې صوبې د پولیسو ادارې په وینا، له ۲۰۰۷ز کال څخه تر ۲۰۲۳ز کال پورې په خیبر پښتونخوا کې د ناامنیو او له وسلوالو ډلو سره د نښتو پر مهال تر ۱،۶۰۰ زیات سرتېري او افسران وژل شوي دي.

په خیبر پښتونخوا او د پاکستان په یوشمېر نورو برخو کې د زیاتېدونکې ناامنۍ ضد پراخې مظاهرې، جلسې، لاریونونه او احتجاجي ناستې شوې دي. په دې لړ کې د خیبر پښتونخوا په بېلابېلو ضلعو کې د ولسي پاڅون په نامه پراخې غونډې هم شوې دي.

د خیبر پښتونخوا پولیس وایي حملې ورباندې زیاتې شوي خو مورال لوړ دی. د چارسدې د پولیسو مشر محمدعارف د اګست پر درېیمه مشال راډیو ته ویلي ول چې پولیسو د وسلوالو پرضد عملیاتو ته دوام ورکړی دی. هغه زیاته کړه چې پولیس تر پخوا ښه روزل شوي او نوې وسله یې ترلاسه کړې چې په مرسته یې د ناامنۍ د مخنیوي هڅه کوي.

XS
SM
MD
LG