د لاسرسي ځای

تازه خبر

د جنوبي وزیرستان اوسېدونکي دعوه کوي چې امنیتي ځواکونه يې کلي په نښه کوي


د پاکستاني پوځ ګاډيانې د واڼه پر سړک. د ۲۰۱۲ز کال انځور
د پاکستاني پوځ ګاډيانې د واڼه پر سړک. د ۲۰۱۲ز کال انځور

د بر جنوبي وزيرستان د شکتوی سيمې اوسېدونکي دعوه کوي چې د پاکستان پوځ يې پر کليو د مارټر او د نورو وړو وسلو ګولۍ "اورول پيل" کړي دي.

يوه قبايلي مشر ملک سعيد انور د اګست پر ۲۵ مه له مشال راډیو سره د خبرو پر مهال دا ونه ويل چې ایا په ډزو کې کوم ځاني یا ملي زیان رسېدلی دی او که څنګه؟ البته زياته يې کړه چې د اګست پر ۲۴ مه هم په يوشمېر کليو کې "د مارټر ګولې او نورې وړو وسلو مرمۍ" لګېدلې وې.

د ده په خبره: "په کراچخېل ،مسود اباد، اني خېل، شارکۍ، ولادين بهادر او په نورو سيمو کې مرمۍ لګېدلې دي."

ملک سعيد انور وايي چې پوځ دريځ لري چې دوی د "مشکوکو وسلوالو د ډزو" په ځواب کې ځوابي حملې کوي، خو دی غوښتنه کوي چې پوځ دې د بريدګرو پرځای د خلکو کورونه نه په نښه کوي.

مشال راډیو په دې اړه له پوځي او انتظامي چارواکو سره تماس ونياو، خو هغوی له څه ويلو څخه ډډه وکړه، البته يوه حکومتي چارواکي چې له رسنيو سره يې د خبرو اجازه نه لرله، د نوم نه ښوولو په شرط مشال راډیو ته وويل چې پوځ يې د جنوبي وزيرستان د خلکو له شکايتونو څخه خبر کړی دی.

پوځ دې د بريدګرو پرځای د خلکو کورونه نه په نښه کوي.
ملک سعيد انور

دا په داسې حال کې ده چې د چارواکو د جنوبي وزیرستان په تیارزه سيمه کې د اګست پر ۲۵مه نېټه د درې مشکوکو وسلوالو د وژلو دعوه وکړه. دا تر هغې وروسته وه چې د اګست پر ۲۲مه د تیارزه په شولام خیسور سیمه کې د پوځ د ۳۰ بلوڅ رجمنټ پر دوو ګاډو وسلوال برید شوی وو.

امنیتي چارواکو مشال راډیو ته ویلي وو چې په پېښه کې ۱۱ سرتېري وژل شوي ول خو د پوځ د عامه اړیکو دفتر (ای اېس پي ار) د وژل شویو شمېر شپږ یاد کړی وو البته تحريک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) دعوه کړې وه چې په برید کې یې" ۱۸" پوځيان وژلي دي.

پوځ تر حملې وروسته په نښته کې د څلور مشکوکو وسلوالو د وژنې او د دوو د ژوبلولو ادعا هم کړې وه. خو مشال رېډيو په خپلواک ډول د حکومت او وسلوالو دعوې تصديق ونکړای شو.

په وروستیو کې په شمالي او جنوبي وزیرستان کې د وسلوالو بریدونه زیات شوي دي چې د ډېریو ذمه واري تحریک طالبان پاکستان ډلې منلې ده. د اګست پر ۲۰مه وسلوالو د شمالي‌ وزیرستان په میرامشا کې دوه تنه وویشتل.

د میرامشا تاڼې یو چارواکي محمد عمر خان د اګست پر ۲۱مه مشال راډیو ته وویل چې ټېکه دار یونس خان او د هغه موټر چلوونکي عبدالناصر د امنیتي ځواکونو پوستې ته سامان لېږداوه چې وسلوالو ورباندې برید وکړ. د هغې حملې ذمه واري چا نه وه منلې.

تر دې یوه ورځ مخکې د شمالي وزیرستان په شوال کې په يوه چاودنه کې له پوځ سره کارکوونکي ۱۱ مزدوران وژل شوي ول. یو چارواکي د نوم نه ښوولو په شرط مشال راډيو ته ویلي ول چې هغه مزدورانو په هغه ودانۍ کې کار کاوه چې پوځ یې جوړوي. د هغه برید ذمه واري هم چا نه وه منلې.

پر هم هغه ورځ د جنوبي وزیرستان په مکین تحصیل کې پر پوځیانو په یو وسلوال برید کې پينځه سرتېري وژل شوي ول. د هغه برید مسوولیت تحریک طالبان پاکستان منلی وو.

د شمالي او جنوبي وزیرستان اوسېدونکو په بیا بیا د ناامنۍ خلاف مظاهرې کړې دي چې پر مهال یې له حکومت او پوځه غوښتي دي چې د هغوی د سر او مال خوندیتوب دې باوري کړي.

د وزیرستانونو په ګډون د خیبر پښتونخوا په بېلابېلو برخو کې خلکو د امن لپاره پرلتونه، مظاهرې، او جرګې کړې دي چې پکې پر حکومت غږ شوی چې د وسلوالو پر ضد دې کوټلي ګامونه واخلي.

حکومت او پوځ په بیا بیا ټینګار کړی دی چې ریاستي امنیتي ادارې د وسلوالو پرضد بې توپیره عملیات کوي او په تېرو کلونو کې یې په دې لړ کې بریاوې ترلاسه کړې دې.

د پاکستان لنډمهالي وزيراعظم انوار الحق کاکړ ویلي دي چې د سختدريځۍ او ترهګرۍ پر ضد نه ستړي کېدونکې مبارزه کوي او هېڅکله به په دې لار کې ماته و نه مني.

کاکړ د اګست پر ۲۳مه په کراچۍکې خبریالانو ته وويل چې ریاست به "هېڅکله ترهګرو ته سر ټيټ نه کړي."

هغه د روانو ناامنيو د غندنې په ترڅ کې وويل، "که د چا دا غلط فهمي وي چې په داسې عملونو به د دوی حوصلې ماتې کړي او ستړي به یې کړي نو دا یې غلط خيال دی. موږ به د ترهګرۍ ضد جګړه کې خپلې قربانۍ هېرې نه کړو او پاکستان به هېڅکله ترهګرو او سختدرېځو ته سر ټيټ نه کړي. موږ به د هغوی مقابله کوو."

د خیبر پښتونخوا د پولیسو مشر اختر حیات خان ګنډه پور د اګست پر ۱۱مه مشال راډیو ته ویلي ول چې د صوبې پولیسو او د پولیسو د ترهګرۍ ضد څانګې (سي ټي ډي) په تېرو میاشتو کې د بېلابېلو وسلوالو ډلو یوشمېر غړي نیولي او پرضد یې عملیاتو ته دوام ورکړی دی.

  • انځور سایز

    اشتیاق مسید

    اشتیاق مسید د مشال راډیو خبریال دی چې د جنوبي وزیرستان، ډېره اسماعیل خان، ټانک او لکي مروت د امنیتي، سیاسي او ټولنیزو حالاتو په اړه راپورونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG