د لاسرسي ځای

تازه خبر

په شمالي وزیرستان کې د پوځ په ودانۍ کې کار کوونکي ۱۱ مزدوران وژل شوي دي


مزدوران د سړک تر غاړې ښخ بمي برید ښکار شوي دي - انځور له ارشيفه
مزدوران د سړک تر غاړې ښخ بمي برید ښکار شوي دي - انځور له ارشيفه

امنيتي چارواکي وايي، د شمالي وزیرستان په شوال کې په يوه چاودنه کې د پوځ سره کارکوونکي ۱۱ مزدوران وژل شوي دي.

يو پوځي چارواکي چې نه یې غوښتل نوم یې خپور شي، د اګست پر ۱۹مه مشال راډيو ته وويل چې د مکین او واڼا اوسېدونکو هغو مزدورانو د پوځ له خوا په جوړېدونکې يوې ودانۍ کې کار کاوه.

سرچينې وویل چې د مزدورانو پر ګاډي په ميرکوټ سيمه کې د سړک تر غاړې ښخ بم برید شوی دی. د هغه په وينا، په برید کې د ۱۱ مزدورانو د وژل کېدو تر څنګ دوه زخميان شوي هم دي.

تر اوسه کومې وسلوالې ډلې په دې اړه څه نه دي ويلي.

د پاکستان نګران وزیراعظم انوار الحق کاکړ حمله غندلې. هغه پر اېکس چې پخوانی نوم یې ټوېټر دی، ليکلي چې د مزدورانو له کورنيو سره په غم کې شريک دی.

په دې وروستيوو کې په شمالي وزيرستان کې هدفي بریدونه، سړک غاړې بمي چاودنې او وسلوالې نښتې زیاتې شوې دي.

د اګست پر ۱۶مه، په شمالي وزيرستان کې د ملي جمهوري غورځنګ مشرانو وويل چې وسلوالو په يو برید کې د دوی يو ځایي فعال خالد داوړ زخمي کړ.

په ميرلي کې د هغه ګوند يو مشر اعظم خان د اګست پر ۱۷مه، مشال راډيو ته وويل چې خالد داوړ سخت ژوبل شوی وو چې اوس په روغتون کې تر درملنې لاندې دی. هغه له پولیسو د پلټنو او د سیاسي فعالانو د خوندي ساتنې غوښتنه کړې وه.

د ميرلي تاڼې پولیسو مشال راډيو ته ويلي چې بريدګر د پېښې له ځايه تښتېدلي خو دوی پلټنې پيل کړي دي. تر اوسه کومې وسلوالې ډلې د دغه برید ذمه واري نه ده منلې.

تر دې وړاندې د اګست پر ۱۴مه وسلوالو په رزمک کې د تحريک انصاف يو ځايي فعال ګل دراز خان ویشتلی وو.

په ميرامشا کې پوځي چارواکو د نوم نه خپرولو په شرط مشال راډيو سره په خبرو کې ادعا کړې وه چې حمله کوونکي د تحريک طالبان پاکستان غړي ول چې دوه یې له امنيتي ځواکونو سره په نښته کې ووژل شول. خو هغې وسلوالې ډلې په دې اړه څه نه دي ويلي.

خلکو د شمالي وزیرستان په ګډون د خیبر پښتونخول په بېلابېلو سيمو کې د امن لپاره پرلتونه، مظاهرې، او جرګې کړې دي. په اکثرو دې غونډو کې پر حکومت غږ شوی چې د وسلوالو پر ضد دې کوټلي ګامونه واخلي.

حکومت او پوځ په بیا بیا ټینګار کړی دی چې ریاستي امنیتي ادارې د وسلوالو پرضد بې توپیره عملیات کوي او په تېرو کلونو کې یې په دې لړ کې بریاوې ترلاسه کړې دې.

د خیبر پښتونخوا د پولیسو مشر اختر حیات خان ګنډه پور د اګست پر ۱۱مه مشال راډیو ته ویلي ول چې د صوبې پولیسو او د پولیسو د ترهګرۍ ضد څانګې (سي ټي ډي) په تېرو میاشتو کې د بېلابېلو وسلوالو ډلو یوشمېر غړي نیولي او پرضد یې عملیاتو ته دوام ورکړی دی.

XS
SM
MD
LG