د لاسرسي ځای

تازه خبر

شمالي وزيرستان کې هدفي بريدونه: يو پوليس وژل شوی او ولسي وګړی ژوبل شوی


شمالي وزيرستان کې له اوږدې مودې راهيسې هدفي بريدونه روان دي چې زياتره ولسي کسان په کې په نښه کېږي ـ انځور له ارشيفه
شمالي وزيرستان کې له اوږدې مودې راهيسې هدفي بريدونه روان دي چې زياتره ولسي کسان په کې په نښه کېږي ـ انځور له ارشيفه

په شمالي وزيرستان کې په دوو جلا جلا پېښو کې يو پوليس سرتېری وژل او يو سياسي فعال ژوبل شوی دی.

شمالي وزيرستان کې د میرلي او میرامشا پولیس تاڼو چارواکو او د پولیسو مشر سلیم ریاض مشال راډیو ته وویل چې د اګست پر اوومه د میرامشا په تپي سیمه کې ناپېژندل شويو وسلوالو د ترهګرۍ ضد څانګې پوليس سرتېری وژلی دی.

بلخوا د چارواکو او ځايي ولس په وينا د اګست پر اوومه په ميرلي کې مخپټو وسلوالو د جمعیت علمای اسلام (ف) د رسنیو څانګې پر ځايي مشر جاوېد نور داوړ بريد وکړ چې په نتيجه کې يې هغه ژوبل شو.

تر اوسه د دې دواړو پېښو مسوليت چا نه دی منلی.

دا په روان ۲۰۲۳ز کال کې په شمالي وزیرستان کې ۲۹م هدفي برید دی چې تر ۳۰ زيات کسان په کې وژل شوي دي.

تېر کال (۲۰۲۲ز) هلته ۴۶ هدفي بریدونه شوي ول، چې تر ۶۰ زیات مشران، ځوانان، سیاستوال، دیني عالمان او امنیتي سرتېري په کې وژل شوي ول.

تر دې وړاندې د اګست پر اوومه ډېورنډ کرښې ته نېږدې د شمالي وزيرستان د غلام خان تحصیل په سیدګي سیمه کې د امنیتي ځواکونو د ځمکلاندې بمونو شنډولو پر یوې ډلې په موټر بم ځانمرګي برید کې دوه ولسي وګړي وژل شوي ول چې ښځه او مېړه ول.

دا په داسې حال کې ده چې له یوې مودې راهيسې وسلوالو د شمالي وزيرستان په ګډون د خيبر پښتونخوا په يوشمېر سيمو کې بريدونه زيات کړي دي.

بل پلو، د پيښور پوليسو د اګست پر اوومه ويلي چې د اګست پر شپږمه شپې مهال په بډه بيره کې د وسلوالو په ډزو يو پوليس وژل شوی او دوه نور ژوبل شوي دي.

تحريک طالبان پاکستان وسلوالې ډلې د دې بريد ذمه واري منلې او ادعا يې کړې چې په بريد کې يې دوه پوليسان وژلي او يو يې ژوبل کړی دی.

دا په داسې حال کې ده چې د خیبر پښتونخوا پولیس چارواکو د اګست پر درېيمه په چارسده کې د يوې غونډې پرمهال ويلي ول چې د روان ۲۰۲۳ز کال په لومړیو اووه میاشتو کې په هغه صوبه کې په حملو او نښتو کې تر ۱۳۰ زیات پولیس سرتېري وژل شوي دي.

د هغې صوبې د پولیسو ادارې په وینا، له ۲۰۰۷ز کال څخه تر ۲۰۲۳ز کال پورې په خیبر پښتونخوا کې د ناامنیو او له وسلوالو ډلو سره د نښتو پر مهال تر ۱،۶۰۰ زیات سرتېري او افسران وژل شوي دي.

په خیبر پښتونخوا او د پاکستان په یوشمېر نورو برخو کې د زیاتېدونکې ناامنۍ ضد پراخې مظاهرې، جلسې، لاریونونه او احتجاجي ناستې شوې دي. په دې لړ کې د خیبر پښتونخوا په بېلابېلو ضلعو کې د ولسي پاڅون په نامه پراخې غونډې هم شوې دي.

د خیبر پښتونخوا پولیس وایي که څه هم حملې ورباندې زیاتې شوي خو مورال یې ټیټ شوی نه دی. د چارسدې د پولیسو مشر محمدعارف د اګست پر درېیمه مشال راډیو ته وویل پولیسو مخکې هم له وسلوالو سره مقابلې کړې او بیا هم ورته دوام ورکوي. هغه وویل پولیسو د پخوا پرتله ښه روزنه او نوې وسله یې ترلاسه کړی او هڅه کوی چې د ناامنۍ مخه ونیسي.

XS
SM
MD
LG