د لاسرسي ځای

تازه خبر

پښتون ژغورنې غورځنګ وايي، امنیتي ادارو يې فعال ملګری ګیله من وزیر نیولی


حضرت نعيم، چې په ګيله من وزير شهرت لري د ۲۰۱۲ز کال په سېپتېمبر کې پولیسو نیولی وو ـ پخوانی انځور.
حضرت نعيم، چې په ګيله من وزير شهرت لري د ۲۰۱۲ز کال په سېپتېمبر کې پولیسو نیولی وو ـ پخوانی انځور.

د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) مشران وايي چې امنيتي ځواکونو پرون (د جولایي پر څلورمه) په پېښور کې له هوايي ډګر سره نېږدې د دوی یو فعال ملګری ګيله من وزير نيولی او نامعلوم ځای ته يې بېولی دی.

د پي ټي اېم پېښور ښار رابطه کار ډاکټر مشتاق احمد تېره ورځ ناوخته مشال راډيو ته وويل چې امنيتي ځواکونو ګيله من وزير د پېښور هوايي ډګر په دروازه کې ونیولو.

هغه وايي:

"د پېښور اېر پورټ (هوايي ډګر) بهر پر امنيتي پوسته باندې پوځيانو ګيله من وزير او د هغه د ملګري شناختي کارډونه کتلي، هغوی يې کوز کړي او هوايي ډګر ته يې دننه نه دي ورپرېښي. بيا چې زموږ ملګرو پوښتنه وکړه، نو پوځيانو ورته وويل چې موږ تحقيقات ورڅخه کوو او بيا يې در پرېږدو، خو کله چې زموږ ملګري ورته ټينګ شول چې کومه اداره تحقيقات ورڅخه کوي؟ نو هغوی د ادارې نوم هم ور ونه ښود او دړکې يې هم ورکړې."

نوموړي زياته کړه چې امنيتي ځواکونو دوی ته اجازه نه ده ورکړې چې له ګيله من وزير سره ملاقات وکړي.

ګیله من وزیر په پښتون ژغورنې غورځنګ کې د فعالیت تر څنګ په پښتون ژبه کې شاعري هم کوي او پر ټولنیزو رسنیو کې ګڼ مینوال لري.

بل خوا د پاکستان د استخباراتي ادارې يوه چارواکي د نوم نه څرګندولو په شرط مشال راډيو ته ويلي چې ګيله من وزير د پلټنو فېډرالي ادارې (اېف ای اې) په مقدمه کې نيولی او پر هغه د امنيتي ادارو پرضد د کرکې خپرولو تورونه دي.

پي ټي اېم د امنيتي ادارو دا ډول تورونه په وار وار رد کړي او ويلي يې دي چې هغوی د ايين په چوکاټ کې دننه د پښتنو د حقونو لپاره سوله ييزه مبارزه کوي.

تر دې وړاندې د ۲۰۲۱ز کال په سېپټېمبر مياشت کې هم پوليسو حضرت نعيم، چې په ګيله من وزير شهرت لري، د رياست پرضد د بغاوت په يوه مقدمه کې نيولی وو چې بيا يې وروسته په ضمانت خوشې کړ.

په دې وروستیو کې امنیتي ځواکونو د پښتون ژغورنې غورځنګ کسان یو شمېر فعالان نیولي چې ځینې یې د ضمانتونو وروسته خوشې کړي دي.

د جون پر ۱۸مه په شمالي وزیرستان کې پوځ د غورځنګ مخکښ او له جنوبي وزیرستانه د قامي اسمبلۍ استازی علي وزیر ونیولو او د جون پر ۲۴مه یې ضمانت منظور شو.

تر دې وړاندې د جون پر ۱۶مه د ډېره اسماعیل خان صدر تاڼې پولیسو د غورځنګ بل مخکښ عالمزیب مسید او د هغه خوریی محمد سجاد له خپله کوره ګرفتار کړي ول او دعوه يې کړې وه چې له هغوی سره یې "چرس نیولي" دي. د هغوی ضمانت د جون پر ۲۶مه وشو.

دا راز د مې پر ۳۰مه امنيتي ځواکونو د پي ټي اېم د شمالي وزیرستان رابطه کار عید رحمان وزیر، جلال خان او زکیم وزیر هم ونيول.

پښتون ژغورنې غورځنګ د خپلو فعالانو د نیونې ضد د جون پر نهمه په میرعلي کې پرلت پیل کړی وو چې وروسته یې میرامشاه ته وغځولو. د غورځنګ مشر منظور پښتین د جون پر ۲۵مه وویل چې هغه د یوې اوونۍ لپاره په دې شرط ځنډوي چې نیول شوي ملګري به یې خلاص شي.

XS
SM
MD
LG