د لاسرسي ځای

تازه خبر

پولیسو د اتمانزیو جرګې پر مشر ملک نصرالله وزیر مقدمه لیکلې ده


د شمالي وزیرستان په ګډون د پښتنو په یوشمېر سیمو کې د ستونزو د حل لپاره جرګې جوړول دود دي ـ پخوانی انځور.
د شمالي وزیرستان په ګډون د پښتنو په یوشمېر سیمو کې د ستونزو د حل لپاره جرګې جوړول دود دي ـ پخوانی انځور.

د شمالي وزیرستان پولیسو د اتمانزیو جرګې او د یادې فبیلې پر مشر ملک نصرالله وزیر د یو شمېر تورونو پر اساس مقدمه درج کړې ده.

د شمالي وزیرستان مرستیال کمېشنر ریحان ګل خټک پولیسو ته امر کړی وو چې د نصرالله وزیر پرضد دې مقدمه جوړه کړي.

ریحان خټک د اګست پر ۱۱مه مشال راډیو ته وویل چې نصرالله وزیر له قانونه سرغړونه کړې او پرضد به یې کارروایي کېږي.

دا تر هغې وروسته ده چې د اتمانزیو جرګې په یوه پرېکړه کې ویلي ول چې ترڅو جرګه روانه وي، ماشومانو ته د پولیو څاڅکو پر ورکولو او له حکومتي او پوځي چارواکو سره پر جرګو بندیز دی.

یادې جرګې د اګست پر اتمه له دې پرېکړې د سرغړونې په تور هغه مشران ۲۰،۲۰ لکه روپۍ جرمانه کړل چې یوه ورځ مخکې یې د پېښور په بالاحصار کې د پاکستاني پوځ له مشر جنرال سید عاصم منیر سره کتلي ول.

په شمالي زویرستان کې د ضلعي انتظامي چارواکي او د پولیو مخنیوي پروګرام چارواکي د نوم نه اخیستو په شرط مشال راډیو ته وویل چې د بندیز تر اعلان وروسته په وزیرستان کې د پولیو ناروغۍ د مخنیوي لپاره د څاڅکو ورکولو کمپاین نېږدې ۲۰ فیصده اغېزمن شوی دی.

خو دوی وویل چې د شمالي وزیرستان په ډېرو برخو کې یې د اګست له اوومې تر ۱۱مې ۸۰ فیصده ماشومانو ته د ګزڼ یا پولیو ناروغۍ د مخنیوي لپاره څاڅکي ورکړي دي.

ملک نصرالله وزیر د اګست پر ۱۱مه جرګې ته په یو بل اعلان کې ویلي وو چې مشران او عام خلک به د ۱۴م اګست لمانځلو ته هم نه ځي.

د ده په وینا،‌ په حکومتي جرګو او نورو دستورو کې که چا ګډون وکړ نو ۲۰ لکه روپۍ جرمانه به ترې اخیستل کېږي.

خو نوموړي تر اوسه د ده پرضد د درج کړل شوې مقدمې په اړه څه نه دي ویلي.

د شمالي وزیرستان په رزمک کې له تېرو څو اوونیو راهیسې د ټولو اتمانزیو، وزیرو او داوړو جرګه روانه ده. دوی د ځینو نورو غوښتنو ترڅنګ په سیمه کې د امن د ټینګښت غوښتنه کوي.

دوی وايي تر څو چې جرګه روانه وي او وروستۍ پرېکړه یې نه وي کړې نو تر هغه وخته به د سیمې ټول مشران او ولس د جرګې له خوا اعلان شوي محدودیتونه عملي کوي.

په شمالي وزیرستان کې د پوځ یو لوړ پوړي افسر له رسنیو سره د خبرو اجازې نه لرلو له کبله یې د نوم نه ښودلو په شرط مشال راډیو ته وویل، د اتمانزیو جرګه که غوښتنې لري نو دوی یې هواري ته تیار دي.

خو د ده په وینا، د پولیو څاڅکو نه ورکول او له چارواکو سره په جرګو او ناستوکې پر ګډون بندیز لګول یې له قانونه سرغړونه ده او د داسې اقداماتو پرضد به قانوني کارروایي کوي.

هغه وویل په سیمه کې د امن باوري کولو لپاره شپه او ورځ په هڅه کې دي او د ټولو وسلوالو پرضد بې توپيره عملیات کوي چې په نتیجه کې یې ګڼ وسلوال وژلي او نیولي دي.

خو د سیمې ولس او په ځانګړې توګه پښتون ژغورنې غورځنګ تور پورې کوي چې د پاکستان پوځ او جاسوسي ادارې د وسله والو تر شا ولاړ دي او هلته د ناامنۍ په خپرولو کې لاس لري.

XS
SM
MD
LG