د لاسرسي ځای

تازه خبر

شمالي وزیرستان کې په ځانمرګي برید کې ښځه او مېړه وژل شوي دي


د پاکستان امنیتي سرتېري د وزیرستان په غلام خان کې د ګزمې پر مهال - پخوانی انځور.
د پاکستان امنیتي سرتېري د وزیرستان په غلام خان کې د ګزمې پر مهال - پخوانی انځور.

چارواکي وايي، په شمالي وزیرستان کې د امنیتي ځواکونو د ځمکلاندې بمونو شنډولو پر یوې ډلې په موټر بمي ځانمرګي برید کې دوه ولسي وګړي وژل شوي دي.

یوه امنیتي چارواکي چې له رسنیو سره یې د خبرو اجازه نه لرله د نوم نه ښوولو په شرط مشال راډیو ته وویل چې حمله د اګست پر اوومه ډېورنډ کرښې ته نېږدې د غلام خان تحصیل په سیدګي سیمه کې شوې ده.

دی وايي، وسلوال له بارودو په ډک ګاډي کې ناست وو چې د امنیتي ځواکونو له موټر سره یې وجنګاوه.

د چارواکي په خبره، د امنیتي ځواکونو ګاډۍ مرمۍ او بم ضد (بولېټ پروف) وه نو ځکه په برید کې سرتېرو ته زیان نه دی اوښتی.

د شمالي وزیرستان د پولیسو یوه چارواکي هم د نوم نه ښوولو په شرط مشال راډیو ته وویل چې په حمله کې دوه لارویان چې ښځه او مېړه ول، وژل شوي دي.

د میرامشا تاڼې د پولیسو هغه چارواکی زیاتوي چې سرتېرو ټوله سیمه کلابنده کړې ده او چاڼیز عملیات یې پیل کړي دي.

د حملې ذمه واري لا چا نه ده منلې.

د چارواکو په وینا، له تازه برید سره په ۲۰۲۳ز کال کې په شمالي وزیرستان پر امنیتي ځواکونو د ځانمرګو حملو شمېر پینځه ته رسېدلی دی چې پکې یوشمېر سرتېرو او ولسي وګړو ته مرګژوبله اوښتې ده.

دا په داسې حال کې ده چې په تېرو ورځو کې په هغه ضلع کې یوشمېر بریدونه شوي دي.

د اګست پر پینځمه د شمالي وزیرستان یو لوړپوړی انتظامي مشر (ایډېشنل ډېپټي کمېشنر) په وسلوال برید کې ژوبل شو.

د هغې ضلعې انتظامي مشر ریحان ګل خټک مشال راډیو ته وویل چې وسلوالو د رزمک له مهاجر بازار سره نېږدې د قیصر کونډي پر ګاډي برید وکړ. خټک زیاتوي چې د نوموړي روغتیايي حالت ښه دی.

پر کونډي د برید ذمه واري لا چا نه ده منلې.

تر دې مخکې، د اګست پر درېیمه شپې مهال په شمالي وزیرستان کې په درو جلا، جلا حملو کې دوه تنه ووژل شول او وسلوالو اته ګاډي وسوځول.

چارواکو د اګست پر څلورمه مشال راډیو ته وویل چې وسلوالو د میرلي په اېپي او عیدکو کې په دوو حملو کې د ارمان خان او ضیا الله په نوم دوه ځايي اوسېدونکي ووژل.

چارواکي وايي، د اګست پر درېیمه شپې مهال وسلوالو د ماړي پېټرولییم شرکت ته سامان وړونکي اته ګاډي وسوځول خو په پېښه کې چا ته زیان نه دی اوښتی.

د هغو حملو ذمه واري لا چا نه ده منلې.

ماړي پېټرولییم شرکت په شمالي وزیرستان کې له ځمکې تېل او ګیس باسي او تر دې مخکې یې هم پر کارکوونکو حملې شوې دي او ځینې کارکوونکي یې وژل شوي او تښتول شوي هم دي.

د ۲۰۲۳ز کال د فبرورۍ پر ۱۱مه له کجوري امنیتي پوستې سره نېږدې د هغې کمپنۍ د کاروان د امنیت لپاره ورسره پر روانو سرتېرو ځانمرګی برید شوی وو چې پکې درې تنه وژل شوي او ۲۲ ژوبل شوي ول.

په ژوبلو کې ۱۵ کسان د ماړي پېټرولییم شرکت کارکوونکي او اووه د اېف سي ځواک سرتېري ول. د هغه برید ذمه واري هم تحریک طالبان پاکستان منلې وه.

د خیبر پښتونخوا د نورو ضلعو په څېر په شمالي وزیرستان کې هم په ورستیو کې ناامني لا زیاته شوې ده چې پرضد یې هلته په بیا بیا احتجاجونه هم شوي دي.

د جولای پر دوېیمه په رزمک او میرلي کې په دوه جلا جلا بریدونو کې دوه کسان وژل شوي ول.

د اګست پر پینځمه د انتظامي مشر پر ګاډي له حملې سره سږ کال په شمالي وزیرستان کې د هدفي بریدونو شمېر ۲۷ ته ورسېد.

په ۲۰۲۲ز کال کې په شمالي وزیرستان کې ۴۶ هدفي حملې شوې وې چې پکې تر ۶۰ زیات مشران، مدني او سیاسي فعالان، ځوانان، دیني عالمان، امنیتي سرتېري، سرکاري چارواکي او د ښځو په ګډون نور ولسي وګړي وژل شوي ول.

په شمالي وزیرستان کې د ناامنۍ او هدفي بریدونو ضد وخت په وخت احتجاجونه، پرلتونه او جرګې شوي دي او له حکومته یې په سیمه کې د امن د ټینګښت غوښتنې تکرار کړي دي.

دا راز په رزمک کې له څه د پاسه یوې اوونۍ راهیسې د ټولو اتمانزیو لویه جرګه روانه ده. دوی د نورو غوښتنو ترڅنګ په سیمه کې د امن باوري کولو مطالبه کوي.

بل لوري ته حکومت او پوځ په بیا بیا ټینګار کړی دی چې د وسلوالو پرضد بې توپیره عملیات کوي او په تېرو کلونو کې یې په دې لړ کې بریاوې ترلاسه کړې دې.

XS
SM
MD
LG