د لاسرسي ځای

تازه خبر

د شمالي وزیرستان یو لوړپوړی انتظامي چارواکی په برید کې ژوبل شوی دی


امنیتي سرتېري په شمالي وزیرستان کې د ګزمې پر مهال - پخوانی انځور.
امنیتي سرتېري په شمالي وزیرستان کې د ګزمې پر مهال - پخوانی انځور.

پولیس او انتظامي چارواکي وايي، د شمالي وزیرستان یو انتظامي مشر ایډېشنل ډېپټي کمېشنر په وسلوال برید کې ژوبل شوی دی.

د هغې ضلعې انتظامي مشر ریحان ګل خټک د اګست پر پینځمه شپې مهال مشال راډیو ته وویل چې وسلوالو د شنبې یا خالي پر ماښام شاوخوا شپږ بجې د رزمک له مهاجر بازار سره نېږدې د قیصر کونډي پر ګاډي برید وکړ.

د نوموړي په خبره، کونډی د یوه دفتري کار لپاره رزمک ته تللی وو.

خټک وايي چې په حمله کې نوموړی ژوبل شو خو ساتونکو ته یې زیان نه دی رسېدلی.

دی زیاتوي چې د کونډي روغتیايي حالت ښه دی.

پولیسو په بیان کې ویلي دي چې وسلوال تر برید وروسته وتښتېدل او لټون یې روان دی.

تر اوسه پر هغه لوړپوړي انتظامي چارواکي د حملې ذمه واري چا نه ده منلې.

په رزمک کې دا حمله پر داسې مهال شوې ده چې د اګست پر درېیمه شپې مهال په شمالي وزیرستان کې په درو جلا، جلا حملو کې دوه تنه ووژل شول او وسلوالو اته ګاډي وسوځول.

چارواکو د اګست پر څلورمه مشال راډیو ته وویل چې وسلوالو د میرلي په اېپي او عیدکو کې په دوو حملو کې د ارمان خان او ضیا الله په نوم دوه ځايي اوسېدونکي ووژل.

چارواکي وايي، د اګست پر درېیمه شپې مهال وسلوالو د ماړي پېټرولییم شرکت ته سامان وړونکي اته ګاډي وسوځول خو په پېښه کې چا ته زیان نه دی اوښتی.

د هغو حملو ذمه واري لا چا نه ده منلې.

ماړي پېټرولییم شرکت په شمالي وزیرستان کې له ځمکې تېل او ګیس باسي او تر دې مخکې یې هم پر کارکوونکو حملې شوې دي او ځینې کارکوونکي یې وژل شوي او تښتول شوي هم دي.

د ۲۰۲۳ز کال د فبرورۍ پر ۱۱مه له کجوري امنیتي پوستې سره نېږدې د هغې کمپنۍ د کاروان د امنیت لپاره ورسره پر روانو سرتېرو ځانمرګی برید شوی وو چې پکې درې تنه وژل شوي او ۲۲ ژوبل شوي ول.

په ژوبلو کې ۱۵ کسان د ماړي پېټرولییم شرکت کارکوونکي او اووه د اېف سي ځواک سرتېري ول. د هغه برید ذمه واري هم تحریک طالبان پاکستان منلې وه.

د خیبر پښتونخوا د نورو ضلعو په څېر په شمالي وزیرستان کې هم په ورستیو کې ناامني لا زیاته شوې ده چې پرضد یې هلته په بیا بیا احتجاجونه هم شوي دي.

د جولای پر دوېیمه په رزمک او میرلي کې په دوه جلا جلا بریدونو کې دوه کسان وژل شوي ول.

د اګست پر پینځمه د انتظامي مشر پر ګاډي له حملې سره سږ کال په شمالي وزیرستان کې د هدفي بریدونو شمېر ۲۷ ته ورسېد.

په ۲۰۲۲ز کال کې په شمالي وزیرستان کې ۴۶ هدفي حملې شوې وې چې پکې تر ۶۰ زیات مشران، مدني او سیاسي فعالان، ځوانان، دیني عالمان، امنیتي سرتېري، سرکاري چارواکي او د ښځو په ګډون نور ولسي وګړي وژل شوي ول.

په شمالي وزیرستان کې د ناامنۍ او هدفي بریدونو ضد وخت په وخت احتجاجونه، پرلتونه او جرګې شوي دي او له حکومته یې په سیمه کې د امن د ټینګښت غوښتنې تکرار کړي دي.

دا راز په رزمک کې له څه د پاسه یوې اوونۍ راهیسې د ټولو اتمانزیو لویه جرګه روانه ده. دوی د نورو غوښتنو ترڅنګ په سیمه کې د امن باوري کولو مطالبه کوي.

بل لوري ته حکومت او پوځ په بیا بیا ټینګار کړی دی چې د وسلوالو پرضد بې توپیره عملیات کوي او په تېرو کلونو کې یې په دې لړ کې بریاوې ترلاسه کړې دې.

XS
SM
MD
LG