د لاسرسي ځای

تازه خبر

د طالبانو د واکمنۍ دوه کلونه: ملګري ملتونه وايي دا فکر غلط وو چې طالبان بدل شوي دي


په کابل کې د طالبانو د مشر ملا هبت الله لګېدلی تصویر
په کابل کې د طالبانو د مشر ملا هبت الله لګېدلی تصویر

د ملګرو ملتونو کارپوهانو په افغانستان کې د طالبانو واک ته د رسېدو د دوو کالو پوره کېدو په مناسبت خپاره کړي راپور کې ويلي چې د ځينو خلکو دا فکر چې طالبان بدل شوي دي، غلط ختلی.

ملګرو ملتونو د افغانستان لپاره ځانګړي دفتر د خپلو کارپوهانو لخوا د بېلابېلو شمېرو، پېښو او څیړنو پر بنسټ جوړی کړی دا راپور د اګست پر ۱۴مه خپور کړی دی. دوی ويلي چې د طالبانو له لوري تر واک وړاندې ژمنو او اوسنيوو حقیقتونو ترمنځ ډېر توپیر شته. د دوی په خبره د طالبانو خبرې او عمل ثابتوي چې د دوی د اصلاح ګمان ناسم وو.

طالبانو د ۲۰۲۱ کال د اګست پر ۱۵مه، په افغانستان کې په زور حکومت ونيو. د دوی د واکمنۍ پر مهال په بېلابېلو ولایتونو کې د پخوانيوو افغان سرتيرو د شکنجې او وژنو پېښې مخې ته راغلي دي. طالبانو پر خبریالانو او رسنيوو هم ګڼ بنديزونه لګولي دي. د روان کال د اګست تر ۱۵مې پورې، حکومت لږ تر لږه لس خبریالان په بند کې ساتلي دي.

د ملګرو ملتونو کارپوهانو په خپل راپور کې زیاته کړې چې داسې کره ثبوتونه شته چې د اعدامونو، جبري بې درکیو، په خپل سر نیونو، شکنجو، او ناوړه چلندونو په اړه یې اندېښنې زیاتې کړي دي. دوی ويلي‌چې طالبانو د خپل واک په تېرو دوو کلونو کې د بشري حقونو سرغړونو، د ګڼو سختدريځه حکمونو، د ښځو په وړاندې تعصب او له نړيوالو قوانينو ضد کارونو ته دوام ورکړی دی.

طالبان وايي‌ دا هر څه د افغانستان داخلي‌ موضوعات دي او د شرعي لارښوونو له مخې پر مخ روان دي. طالبان په داسې حال کې خپلې کړنې شرعي بولي چې د اسلامي هېودونو د همکارۍ سازمان او د نړۍ د ځينو هېوادونو ديني عالمانو پر طالبانو د نجونو د ښوونځيو پرانیستلو غږ کړی دی. اسلامي همکاریو سازمان سرمنشي حسین ابراهیم ‌طه‌ خپله وروستئ دغسې غوښتننې د اګست پر اوومه انډونيزيا ته د سفر په مهال کړې وه.

د انډونیزیا د بهرنيو چارو وزارت په يوه خبرپاڼه کې ويلي وو چې د دغه هېواد ولسمشر جوکو‌ ویدودو له ابراهیم ‌طه‌ سره د يو لړ نورو مسايلو تر څنګ په افغانستان کې د نجونو تعليم، د ښځو د کار او زدکړو اوبشري مرستو پر رسولو وغږېد. د خبرپاڼې ترمخه دواړو مشرانو په جکارتا کې سره لیدلي او تعلیم ته یې د افغان نجونو او ښځو پر ‌لاسرسي ټینګار کړی دی‌.

د نړۍ هېڅ هېواد تر اوسه پورې د طالبانو حکومت په رسميت نه دی پېژندلی. د ملګرو ملتونو په راپور کې تکرار شوې ده چې طالبان د خپلو کړنو له وجې په نړۍ کې يوازې شوي دي. په راپور کې راغلي چې طالبانو په رسمي توګه داسې پالیسيانې روانې کړې چې په منظم او سیسټيميک ډول له افغانانو د زده کړو او کار حق، د بیان او غونډو ازادي اخلي.

د ملګرو ملتونو کارپوهانو زیاته کړې چې طالبانو د خپلې واکمنې د لومړي کال په پرتله، د ښځو او نجونو خلاف توپيري چلند نور سخت کړی او تر دې حده یې رسولی چې دا جنسیتي ځورونې د بشریت خلاف جنایت ګڼل کېدای شي. دوی زیاته کړې چې طالبانو د خپلو دغو توپيري کارونو په وجه د افغانستان نيمايي نفوس په ټولنه کې د اغيزمن کردار له ترسره کولو بې برخې کړې دي.

طالبانو د ښځو په وړاندې د اقداماتو کولو په لړ کې وروستی هغه پر سينګارتونونو بندیز وو. دوی د جولای په مياشت کې امر وکړ چې د ښځو ځيني سينګارونه غیرشرعي دي نو ځکه بايد سينګارتونونه بند شي. د افغانستان د کسبګرو اتحادیې ویلي چې د دې پرېکړې له امله، د افغانستان په ۱۲۰۰۰ سینګارتونونه کې ۶۰۰۰۰ ښځې بې روزګاره شوې دي.

د بشري حقونو د څار ادارې د ښځو حقونو د څانګې مرستیالې هیدر بار هم پر اېکس، چې پخوانی نوم یې ټوېټر ول، لیکلي چې د سینګارتونونو تړلو پرېکړه یوازې د نوکانو او ویښتو د لنډولو موضوع نه ده. د هغې په خبره له دې سره د زرګونو افغان کورنيوو اقتصاد خراب شو.

د ملګرو ملتونو کارپوهانو د تېر په څير يو ځل بیا غوښتنه کړې ده چې د ښځو او نجونو خلاف کړنې بندې کړي او هغوی ته اجازه ورکړي چې د تعليم حاصلولو تر څنګ د افغانستان د اقتصاد، ټولنې، سیاست او نورو برخو کې خپل اغیزمن کردار ترسره کړي. په راپور کې زیاته شوې چې طالبان باید افغانستان له نړۍ څخه منزوي يا يوازې نه کړي بلکې نړيوالو قوانينو ته په پام دې خپلو خلکو ته ټول بشري حقونه ورکړي.

XS
SM
MD
LG