د لاسرسي ځای

تازه خبر

انتونیو ګوتېریش: طالبان دې د نجونو پر زده کړو ظالمانه بندیز لرې کړي


انتونیو ګوتېریش د جنورۍ پر ۲۴مه د تعلیم د نړیوالۍ ورځې په مناسبت پر ټویټر لیکلي چې طالبان دې د نجونو پر زده کړو ظالمانه بندیز لرې کړي.
انتونیو ګوتېریش د جنورۍ پر ۲۴مه د تعلیم د نړیوالۍ ورځې په مناسبت پر ټویټر لیکلي چې طالبان دې د نجونو پر زده کړو ظالمانه بندیز لرې کړي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتېریش په افغانستان کې د طالبانو پر حکومت غږ کړی چې د نجونو پر تعلیم لګولی بندیز ختم کړي.

انتونیو ګوتېریش دا غوښتنه د جنورۍ پر ۲۴مه د تعلیم د نړیوالۍ ورځې په مناسبت پر خپله رسمي ټویټر پاڼه لیکلې ده. نوموړي لیکلي، وخت رارسېدلی دی چې ټول «پر توپیري چلند ولاړ قوانین او کړنې» پای ته ورسېږي چې د تعلیم مخه نیسي.

انتونیو ګوتېریش زیاته کړې: "پر طالبانو غږ کوم چې د نجونو پر منځنیو ښوونځیو او لېسو او د نجونو پر پوهنتونونو ظالمانه بندیز لغوه کړي."

تر دې یوه ورځ وړاندې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د چارو مشر مارټین ګریفیتس په کابل کې د طالبانو له مشرانو سره په کتنه کې د نجونو او ښځو د تعلیم او کار په اړه خبرې کړې وې.

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت د جنورۍ پر ۲۳مه پر ټويټر لیکلي چې ګریفیتس د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر امیرخان متقي سره په کتنه کې په افغانستان کې د نجونو او ښځو پر زده کړو او کار د لګېدلو محدودیتونو په اړه اندېښنه څرګنده کړه.

دا له هغه وروسته ده چې تېره اونۍ د ملګروملتونو د سرمنشي مرستیاله امینه محمد هم د یوه پلاوي په مشرۍ کې افغانستان ته تللې وه.

نوموړې په کابل او کندهار کې د طالبانو له چارواکو سره په ملاقاتونو کې غوښتنه وکړه چې نجونو ته دې د تعلیم او ښځو ته دې د کار کولو اجازه ورکړي.

له دې مخکې د ملګروملتونو روزنیزې، علمي فرهنګي ادارې یونسکو او د کډوالو په چارو کې عالي کمېشنرۍ هم ورته غوښتنه کړې وه.

د یونسکو د ارقامو له مخې د افغانستان په منځنیو ښوونځیو او لېسو کې د نجونو شمېر اوسمهال د ۲۰۰۱ کال په څېر صفر ته رسېدلی دی.

د ۲۰۲۱م کال د اګست پر ۱۵مه واک ته رسېدلو طالبانو لومړی د نجونو تر شپږم ټولګي ټول ښوونځي تړلي وو او بیا یې په پوهنتونو کې د نجونو پر زده کړو هم بندیز ولګاوی.

دوی د ۲۰۲۲م کال د ډېسېمبر پر ۲۰مه پوهنتونونو ته په استولي لیک کې ویلي وو چې تر "امر ثاني به د نجونو ټول شخصي او دولتي پوهنتونونه بند وي."

دوی تر هغه وروسته د ډېسېمبر پر ۲۳مه، په غيرسرکاري ادارو کې پر ښځو د کار بندیز ولګاوه. د دوی دې پرېکړې هم په نړیواله توګه غصه راپارولې وه.

د طالبانو حکومت یو پلو وايي‌ چې دا د افغانستان کورنۍ مسلې دي او بل پلو د نړیوالو د نیوکو په غبرګون کې وايي‌ چې "د زمینې له برابرولو وروسته به نجونو ته د تعلیم اجازه ورکړل شي."

XS
SM
MD
LG