د لاسرسي ځای

تازه خبر

د طالبانو د حکومت یو سلاکار وايي د نجونو لوړو زده کړو بیا پیلولو لپاره د خپل مشر فرمان ته انتظار کوي


د طالبانو د حکومت سرتېري د ۲۰۲۲ز کال د ډېسېمبر پر ۲۱مه یوشمېر نجونه د کابل پوهنتون ته له داخلېدو منع کوي.
د طالبانو د حکومت سرتېري د ۲۰۲۲ز کال د ډېسېمبر پر ۲۱مه یوشمېر نجونه د کابل پوهنتون ته له داخلېدو منع کوي.

د طالبانو حکومت د لوړو زده کړو وزارت یو سلاکار مولوي عبدالجبار وايي چې پوهنتونونه د نجونو زده کوونکو منلو ته تیار دي خو د طالبانو د مشر ملا هبت الله اخوندزاده فرمان ته انتظار باسي، ځکه چې د نوموړي په وینا، په دې اړه وروستۍ پرېکړه د هغه په لاس کې ده.

مولوي عبدالجبار د اګست پر ۱۲مه له اسوشيېټېډ پریس اژانس سره په خبرو کې دا و نه ویل چې دا پرېکړه به څه وخت وشي خو زیاته یې کړه چې د طالبانو مشر چې کله د نجونو پر مخ د پوهنتونونو د پرانیستو امر وکړي، پر هم هغه ورځ به عملي شي.

هغه دا یادونه هم کړې چې د طالبانو ټول مشران، ان وزیران یې، د نجونو د تعلیم او تحصیل پلویان دي.

د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت سلاکار دا څرګندونې پر داسې مهال کړې دي چې د اګست پر ۱۵مه یې پر افغانستان د واکمنېدو دوه کاله پوره کېږي.

طالبانو پر افغانستان تر واکمنېدو وروسته تر شپږم ټولګي پورته د نجونو ټول ښوونځي وتړل او بیا یې د ۲۰۲۲ز کال د ډېسېمبر په پای کې پوهنتونونو ته د نجونو پر تګ هم بندیز ولګاوه. خو په دې ټوله موده کې طالبانو وار وار ټینګار کړی چې دا کار موقتي دی او وايي چې د نجونو د تعلیم لپاره یوه تګلاره جوړوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG