د لاسرسي ځای

تازه خبر

د افغانستان د سینګارتونونو کارکوونکې وايي د بې کارۍ له وجې هېواد پرېښودو ته اړ شوې دي


په افغانستان کې پر سینګارتونونو بندیز نېږدې ۶۰،۰۰۰ ښځې د بې کارۍ له خطر سره مخامخ کړې دي ـ پخوانی انځور.
په افغانستان کې پر سینګارتونونو بندیز نېږدې ۶۰،۰۰۰ ښځې د بې کارۍ له خطر سره مخامخ کړې دي ـ پخوانی انځور.

په افغانستان کې یوشمېر سينګار کوونکې وايي، د طالبانو له لوري یې د فعالیتونو درېدو نهیلې کړې دي او د بې کاره کېدو له وېرې نورو هېوادونو ته کډه کېدو ته اړ شوې دي.

دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د سينګارتونونو له تړل کېدو راهیسې شاوخوا یوه اوونۍ تېرېږي.

د سینګارتونونو کارکوونکې وايي، د ګټې وټې بله لاره نه لري نو ځکه هڅه کوي چې له هېواده وځي.

مروه په کابل کې هغه سینګارکوونکې ده چې د پلار تر مړینې وروسته یې د کار له لارې د خپلې کورنۍ لګښتونه پوره کول.

نوموړې مشال راډيو ته وویل چې پر کار یې تر بندیز وروسته غواړي یو ګاونډي هېواد ته ولاړه شي او هلته کار وکړي. "اوسمهال زموږ لپاره شرایط ډېر ستونزمن دي. په دې شرایطو کې ژوند نه شو کولای. په ځانګړې توګه زما لپاره. زه پلار نه لرم او د کورنۍ یوازینۍ ډوډۍ ګټونکې یم. دا څو ورځې چې په کور کې بې کاره ناسته یم، پرېکړه مې کړې چې بهر ملکونو ته ولاړه شم، پاکستان، ایران یا کوم بل هېواد ته. هنر داسې یو شی دی که د دنیا هرې خوا ته لاړه شم له مینځه نه ځي."

د کابل ښار د یوه سینګارتون یوه بله کارکوونکې چې نه غواړي نوم یې خپور شي، وايي، ایران ته کډواله شوې ده. "له سینګارتونه به مې يوه مړې ډوډۍ پیدا کوله. اوس ایران ته راغلم. دلته هم افغانانو ته د کار اجازه نه شته، له ډېرو بندیزونو سره مخامخ یو. ډېره مبارزه مو وکړه، اعتراضونه مو وکړل چې سینګارتونونه و نه تړي، خو ښځې یې ووهلې، د سینګارتونونو ښېښې يې ماتې کړې او هغوی یې له سینګارتونونو څخه واېستلې."

افغانستان کې د سينګارتونونو بندېدل ښايي لسګونه زره ښځې بې روزګاره کړي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:45 0:00

په کابل ښار کې د رها حسني په نوم يوه بله سينګارکوونکې د طالبانو له حکومته غواړي، چې په افغانستان کې د سينګارتونونو د بندولو په اړه پر پرېکړې له سره غور وکړي.

تر دې وړاندې، د افغانستان د کسبګرو اتحادیې ویلي ول چې د افغانستان په ۱۲،۰۰۰ سینګارتونونه کې ۶۰،۰۰۰ ښځې د هغوی د کار ځایونو تړل کېدو له کبله بې روزګاره کېدای شي.

تېره اوونۍ د بشري حقونو د څار ادارې د ښځو حقونو د څانګې مرستیالې هیدر بار هم پر اېکس، چې پخوانی نوم یې ټوېټر ول، لیکلي چې د سینګارتونونو تړلو پرېکړه یوازې د نوکانو او ویښتو د لنډولو موضوع نه ده، بلکې۶۰،۰۰۰ ښځې ورسره دندې له لاسه ورکوي او سینګارتونونه په ټولنه کې د ښځو د ملاتړ یوازیني ځایونه ول چې هغه یې هم له لاسه ورکړل.

د ۲۰۲۱ز کال په اګست میاشت کې پر افغانستان د طالبانو د واکمنۍ له پیل راهیسې له شپږم ټولګي څخه پورته نجونې ښوونځيو ته د تلو اجازه نه لري او تر هغې وروسته د ۲۰۲۲ز کال په ډېسېمبر کې پوهنتونونو ته هم د نجونو پر تګ بندیز ولګاوه.

طالبانو داراز، په ډېرو حکومتي او ټولو ناحکومتي ادارو کې د ښځو کار هم بند کړی دی.

د طالبانو اقداماتو په افغانستان او پر نړیوال کچ پراخ غبرګونونه پارولي دي خو د هغوی حکومت دا هر څه کورني موضوعات بولي او وايي، د "شریعت په چوکاټ" کې د ښځو د تعلیم او کار لپاره مېکانېزم برابروي.

XS
SM
MD
LG