د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکا وايي د بشري او ښځو حقونو باوري کولو لپاره پر طالبانو فشارونو ته دوام ورکوي


په ملګرو ملتونو کې د امریکا دایمې استازې د یوې غونډې پر مهال - پخوانی انځور.
په ملګرو ملتونو کې د امریکا دایمې استازې د یوې غونډې پر مهال - پخوانی انځور.

امریکا وايي، د بشري حقونو او ښځو د حقونو باوري کولو لپاره به پر طالبانو فشارونو ته دوام ورکړي.

دا خبره په ملګرو ملتونو کې د امریکا دایمي استازې لېنډا تامس ګرینفیلډ له امریکا غږ سره په هغې مرکه کې کړې ده چې د اګست پر پینځمه خپره شوه.

نوموړې وویل، د طالبانو حکومت تر هغه وخته په رسمیت نه پېژنې چې مستحق یې نه وي. ''موږ پر هغوی د بشري حقونو او د ښځو د حقونو په اړه فشارونو ته دوام ورکوو، موږ دا حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی او دا مو څرګنده کړې چې تر هغو چې [طالبانو] داسې چلند نه وي کړی چې وښيي دوی یې مستحق دي، [حکومت] به یې په رسمیت و نه پېژنو. موږ په دې برخه کې تعامل ته دوام ورکوو، موږ غواړو افغان ښځو او نجونو ته دا روښانه کړو چې موږ داسې نړۍ نه وینو چې افغان ښځې او نجونې زده کړې، کار او د نړۍ د ټولو سیمو د ښځو په څېر خپل خوبونه تعقیب نه کړای شي.''

د طالبانو حکومت تر اوسه په دې اړه غبرګون نه دی ښوولی خو تر دې وړاندې یې د ښځو حقونه د افغانستان کورنۍ چارې بللې وې. طالبان وايي چې د شریعت په چوکاټ کې د نجونو د زده کړو په اړه مېکانېزم جوړوي او ښځو ته د کار اجازه ورکوي، خو تر اوسه یې نه هغه چوکاټ تشرېح کړی او نه یې د زده کړو لپاره تګلاره جوړه کړې ده.

طالبان د ۲۰۲۱ز کال د اګست پر ۱۵مه پر افغانستان واکمن شوي خو تر اوسه یې حکومت کوم هېواد په رسمیت نه دی پېژندلی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG