د لاسرسي ځای

تازه خبر

اوتنبایوا: تر څو طالبان لګولي‌بندیزونه ختم نه کړي، هېڅ هېواد یې په رسميت نه پېژني


روزا اوتنبايوا په مزار شريف کې له طالب چارواکو سره خبرې کوي - انځور له ارشيفه
روزا اوتنبايوا په مزار شريف کې له طالب چارواکو سره خبرې کوي - انځور له ارشيفه

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې روزا اوتنبایوا وايي طالبان بايد هغه سختدريځه فرمانونه ختم کړي چې پر ښځو یې د بندیزونو لپاره ورکړي دي.

اوتنبایوا د جون پر ۲۱مه په نیویارک کې د ملګرو ملتو امنیت شورا ته د افغانستان په اړه خپل راپور وړاندې کړ. هغې په دغه مناسبت د خپلې وينا په يوې برخه کې وويل چې که په افغانستان کې د طالبانو د سختدريځه حکومت کړنې همداسې روانې وي، د نړۍ هېڅ‌هېواد به یې په رسميت ونه پېژني.

اوتونبایوا وویل طالبان له ملګرو ملتونو د رسمیت پېژندنې غوښتنه لري خو د همدې سازمان د منشور خلاف او د نړيوالو ارزښتونو په خلاف کړنې ترسره کوي.

هغې زیاته کړه: "د افغانستان له اوسنیو چارواکو سره په منظمو بحثونو کې زه د هغو خنډونو په اړه په ډاګه غږېږم چې دوی خپل ځان ته د فرمانونو او لګول شویو محدودیتونو له کبله رامنځته کړي. په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو په ضد. مونږ دوی ته څرګنده کړې، تر هغو چې دا فرمانونه په خپل ځای وي، دا له امکانه وتلې ده چې حکومت یې د نړیوالې ټولنې د غړو هېوادونو له‌خوا په رسمیت وپېژندل شي."

طالبانو د ۲۰۲۱ز کال په اګست کې د افغانستان جمهوري نظام ړنګ کړ او له هغه وخت راهیسې یې پر ښځو يوشمېر بندیزونه لګولي دي. په دې کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر تعليم او له ناحکومتي ادارو سره د ښځو پر کار بندیزونه شامل دي. طالبان دا موضوع داخلي مسله بولي او وايي، په اړه یې د نړيوالو فشار نه مني.

طالبان واک ته له رسېدو وروسته له شپږم ټولګي پورته، د نجونو ښوونځي بند کړل او تېر کال دیسمبر میاشت کې یې د نجونو پوهنتونه هم بند کړل. دوی په کورنیو او نړیوالو ادارو کې د ښځو پر کار کولو بندیز لګولی. د طالبانو حکومت د تېرې اپرېل میاشتې په لومړیو کې د ملګرو ملتونو ښځینه کارکوونکې هم له دندو منعه کړې چې په غبرګون کې یې ملګرو ملتونو په افغانستان کې د کار ودرولو ګواښ وکړ.

د جون پر ۲۱مه، د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په غونډه کې روزا اوتنبايوا پر طالبانو نيوکې وکړي چې حکومت یې ټولشموله نه دی. هغې زیاته کړه چې د طالبانو د حکومت جوړښت په بشپړ ډول له نارينوو ډک او نيږدې ټول لوړپوړي چارواکي پښتانه دي. طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي خو په تېرو وختونو کې یې د ټولشموله حکومت غوښتنې رد کړي دي. دوی ادعا کوي چې حکومت یې ټولګډونه دی.

XS
SM
MD
LG