د لاسرسي ځای

تازه خبر

په جنوبی وزيرستان کې يو پاکستانی پوځي او ۲ ولسي وګړي وژل شوي دي


پاکستاني پوځيان په جنوبي وزیرستان کې د ګزمې په حال کې - انځور له ارشيفه
پاکستاني پوځيان په جنوبي وزیرستان کې د ګزمې په حال کې - انځور له ارشيفه

په جنوبي وزيرستان کې په دوو جلا جلا پېښو کې ۲ ولسي‌ وګړي او يو پاکستانی پوځي وژل شوي دي.

د جنوبي وزیرستان پولیسو مشر شبیر حسین نن (د جون پر شپږمه) مشال راډيو ته وويل چې نن سهار په مولا خان سرای کې ۲ کسان په يوه بمي‌چاودنه کې ووژل شو. د هغه په وينا په دې پېښه کې ۲ نور کسان زخميان شوي هم دي.

حسین زیاته کړه چې وژل شوي کسان ملک داود جان او خونه جان نوميږي. د هغه په وينا پلټنې روانې دي چې دغه کسان ولې په نښه کړل شوي دي. تر اوسه چا د دې حملې ذمه واري‌نه ده منلې.

بلخوا د پاکستاني پوځ د عامه اریکو څانګې (ای اېس پي ار) د جون پر پينځمه په يو بیان کې وويل د جنوبي وزيرستان په لدها سيمه کې د وسله والو سره په نښته کې يو پوځي وژل شوی دی. په بیان کې زیاته شوې چې د وژل شوي سرتيري نوم لانس نايک محمد شبیر وو.

ناقانونه او ترهګره ګرځول شوې ډلې، تحريک طالبان پاکستان د دې حملې ذمه واري منلې ده. دا ډله چې د خپلو بریدونو معلومات په پرله پسې ډول له رسنيوو سره شرېکوي، ادعا کوي‌چې د مې په مياشت کې یې ۷۶ حملې کړې دي.

ټي ټي پي ويلي‌چې دا بریدونه په خیبرپښتونخوا او بلوچستان کې شوي دي. د دې ډلې د معلوماتو ترمخه په دغو حملو کې یې ۸۷ کسان وژلي او ۱۱۹ زخميان کړي دي. ټي ټي پي ادعا کړې چې وژل شوي او زخميان شوي ټول د پاکستان د بېلابېلو امنيتي او استخباراتي ادارو غړي وو.

د پاکستان حکومت د امنيت سمولو لپاره تر ټولو لویې وسله والې ډلې، تحريک طالبان پاکستان سره د ۲۰۲۲ کال د جون له میاشتې راهیسې اوربند کړی وو. خو دې ډلې د نومبر په مياشت کې اعلان وکړ چې دا اوربند ختموي. تر هغه وروسته حملې زیاتې شوې دي.

په همدې حال کې د پاکستان پوځ ويلي‌چې د قبايلي سيمو په بېلابېلو سیمو کې یې هدفي عمليات روان ساتلي دي. پوځ په دې عملياتو کې وخت په د وسله والو د وژلو او نيولو ادعاوې کوي.

  • انځور سایز

    اشتیاق مسید

    اشتیاق مسید د مشال راډیو خبریال دی چې د جنوبي وزیرستان، ډېره اسماعیل خان، ټانک او لکي مروت د امنیتي، سیاسي او ټولنیزو حالاتو په اړه راپورونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG