د لاسرسي ځای

تازه خبر

د جنوبي وزیرستان اوسېدونکي بازارونو کې د وسلو پر ګرځولو د بندیز غوښتنه کوي


د سیمې اوسېدونکي وايي، تر ناامنۍ زیاتېدو وروسته خلکو بازارونو ته د وسلې وړل پیل کړي دي ـ پخوانی عکس
د سیمې اوسېدونکي وايي، تر ناامنۍ زیاتېدو وروسته خلکو بازارونو ته د وسلې وړل پیل کړي دي ـ پخوانی عکس

د جنوبي وزیرستان اوسېدونکو له حکومته غوښتي چې په واڼه کې دې د وسلو پر ګرځولو بندیز ولګوی.

هغوی د مې پر شپږمه مشال راډیو ته وویل، چې په وروستیو کې هلته د ناامنۍ زیاتېدو له کبله خلکو بیا بازارونو ته د ځان د دفاع لپاره د وسلو وړل پیل کړي دي چې له کبله یې خلک اندېښمن شوي دي.

د "ولسي پاڅون" غړی او د پيپلز پارټۍ ځايي‌ مشر عمران مخلص وایي د جنورۍ په میاشت کې د احتجاج پر مهال ورسره حکومت وعده کړې وه چې له ټولو خلکو به وسله ټولوي او هېڅوک به بې لایسنسه او بې له ضرورته وسله نه ګرځوي خو هغسې و نه شوه. ''د واڼه په رستم بازار کې [ناامني] ورځ په ورځ زیاتېږي. له ۲۰۱۸ز کال راهیسې موږ اوس د پاکستان برخه یو او دلته که مړي کېږي نو [د مخنیوي او امنیت] ذمه واري د ریاست ده.''

د سیمې یو بل استوګن ایاز وزیر مشال راډیو ته وویل په وروستیو کې په جنوبي وزیرستان کې ډېر خلک په ښکاره وسله ګرځوي.

خو د جنوبي وزیرستان د پولیسو مشر شبیر حسين مشال راډيو ته وويل، د ناامنۍ د ټولو پېښو پرضد عملیات کوي او په یوه هدفي وژنه کې یې ککړ تن له وسلې سره نیولی دی.

هغه زیاته کړه چې د روژې او ډېجیټل سرشمېرنې له وجې پولیس مصروف ول خو په راتلونکو ورځو کې به په ضلع کې د امنیت وضع "نوره هم ښه شي."

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG