د لاسرسي ځای

تازه خبر

جنوبي وزیرستان کې د پوځ قراردادي وژل شوی، جرګې د امن غوښتنه تکرار کړې


د جنوبي وزيرستان په مکين کې د امن لپاره جرګه شوې ده ــ انځور له ارشيفه
د جنوبي وزيرستان په مکين کې د امن لپاره جرګه شوې ده ــ انځور له ارشيفه

په جنوبي وزیرستان کې د پوځ يو قراردادي وژل شوی او خلکو په يوه جرګه کې یو ځل بیا له حکومته د امنيت ټينګولو غوښتنه کړې ده.

د مې پر ۲۹مه، پولیسو مشال راډيو ته وويل چې د خزان ګل په نوم د ځايي ټېکه دار مړی موندل شوی دی. د بر جنوبي وزیرستان د پولیسو مشر شبیر حسين زیاته کړه چې دغه سړی د مکين سیمې اوسېدونکی وو. د هغه په وينا پولیسو پلټنې پيل کړې دي.

شبیر حسین زیاتوي چې د خزان ګل د وژنې د لومړنيو پلټنو راپور (آېف ای ار) یې د نامعلومو وسلوالو پر ضد درج کړی دی. خو ځايي خلک وايي د پولیسو کار بايد يوازې د اېف ای ار تر درجولو محدود نه وي. په مکین کې د پښتون ژغورنې غورځنګ يو مشر رحمت شاه مسيد د مې پر ۲۹مه مشال راډيو ته وويل چې پولیس او نور امنيتي ځواکونه بايد خلکو ته امن برابر کړي.

مشال راډيو ته د رسېدلو معلوماتو له مخې، خزان ګل اېف سي ځواکونو ته د راشن رسولو قراداد درلود. نوموړی څو ورځې مخکې له خپل کوره تښتول شوی وو او مړی یې له يوه غاره موندل شوی دی. تر اوسه کومې وسلوالې ډلې په دې اړه څه نه دي ويلي.

د خزان ګل د مړي تر موندل کېدو يوه ورځ مخکې، د مې پر ۲۸مه، د بره جنوبي وزیرستان ضلعې مسید مشرانو په مکين کې يوه جرګه کړې وه. جرګې له حکومته غوښتنه وکړه چې په سیمه کې دې د امنیت ټینګولو لپاره کوټلي ګامونه پورته کړي.

د دې جرګې یو مشر او د سروکۍ تحصیل چېرمېن شاه فيصل غازي مشال راډیو ته وويل چې ولس د پوځ او وسلوالو دواړو په تکليف دي. هغه زیاته کړه: "جرګه ځکه وشوه چې خلک امن غواړي. دلته کله وسلوال راځي او خلک تنګوي.کله پوځيان راځي خلک د طالب او وسلوالو په نوم له ځان سره وړي. موږ دومره قربانيانې ورکړي خو بیا هم امن نه راځي."

د مکين جرګې ګډونوالو اندېښنه وښوده چې لويو پوځي عملياتو ته لارې جوړېږي. د دې جرګې يو برخه وال اېډوکېټ شيرپاو مسيد وايي ټول خلک دا محسوسوي چې امنيتي ځواکونه غواړي بیا عمليات وکړي. هغه د مې پر ۲۸مه مشال راډيو ته وويل چې نه غواړي بیا خلک بې کوره شي.

شيرپاو زیاته کړه چې کله هم پر امنيتي ځواکونو برید وشي نو ولسي وګړو ته ستونزې جوړې شي. "موږ په خپلو سترګو وينو چې بیا حالات داسې برابر شوي لکه پخوا به چې له پوځي عملياتو مخکې جوړېدل. موږ په جرګه کې دا خبره وکړه چې پر خپله خاوره بیا عمليات نه غواړو. موږ نه غواړو چې بیا کډوال شو."

خو د جنوبي وزیرستان د پولیسو مشر شبیر حسین مشال راډیو ته وویل چې خلک دې د عملياتو او ناامنيو په اړه اندېښنې نه کوي. هغه زیاته کړه چې د امنیتي حالاتو ښه کولو لپاره پوځ او پولیس په ګډه کار کوي خو د داسې لويو عملياتو پلان نه شته چې له وجې یې خلک خپلو کورونو پرېښوولو ته مجبوره شي. هغه ادعا وکړه چې د دغه سیمې امنیت تر ډیره حده ښه شوی دی.

  • انځور سایز

    اشتیاق مسید

    اشتیاق مسید د مشال راډیو خبریال دی چې د جنوبي وزیرستان، ډېره اسماعیل خان، ټانک او لکي مروت د امنیتي، سیاسي او ټولنیزو حالاتو په اړه راپورونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG