د لاسرسي ځای

تازه خبر

چارواکو د جنوبي وزیرستان وروستیو عملیاتو کې د ۳۱ مشکوکو وسلوالو د وژنې دعوه کړې ده


یو استخباراتي چارواکی وايي، عملیات د مې پر اتمه او نهمه په سره روغه کې شوي دي - پخوانی انځور.
یو استخباراتي چارواکی وايي، عملیات د مې پر اتمه او نهمه په سره روغه کې شوي دي - پخوانی انځور.

امنیتي او استخباراتي چارواکو په وروستیو ورځو کې په بر جنوبي وزیرستان کې د عملیاتو پر مهال د ۳۱ مشکوکو وسلوالو د وژنې دعوه کړې ده.

د سیمې یوه استخباراتي چارواکي د مې پر ۱۳مه د نوم نه ښوولو په شرط مشال راډیو ته وویل چې هغه مشکوک وسلوال د مې پر اتمه او نهمه په سره روغه تحصیل کې وژل شوي دي.

ده په دې اړه له نورو معلوماتو ورکولو ډډه وکړه او دا یې هم و نه ویل چې وژل شوي کسان د کومې وسلوالې ډلې غړي ول.

تر اوسه هېڅ یوې وسلوالې ډلې هم په سره روغه کې د عملیاتو په اړه څه نه دي ویلي.

د پاکستان پوځ په تېرو میاشتو کې د عملیاتو پرمهال په شمالي او جنوبي وزیرستانونو کې د لسګونو مشکوکو وسلوالو د نیولو او ورته د مرګژوبلې اړولو دعوې کړې دي چې مشال راډیو یې په خپلواکه توګه نه شي تصدیقولای.

اخوا د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) یو ځايي مشر شېرزاده مسید د مې پر ۱۳مه مشال راډیو ته وویل، په تېرو ورځو کې په سیمه کې د موبایل ټېلېفون خدمات بند ول چې له کبله یې خلک اندېښمن ول او له خپلوانو سره یې رابطې نه شوې کولای.

ده زیاته کړه چې د سیمې خلک غوښتنه کوي چې د پوځي عملیاتو په اړه دې چارواکي له ځايي اوسېدونکو سره مشوره وکړي.

د بر جنوبي وزیرستان د پولیسو مشر وايي، له پوځي عملیاتو خبر دی خو په اړه به یې رسمي بیان د پوځ د عامه اړیکو دفتر (ای اېس پي ار) ورکوي.

شبیر حسین د مې پر ۱۳مه له مشال راډيو سره د خبرو پر مهال زیاته کړه چې د امنیتي وجوهاتو له کبله د لنډې مودې لپاره انټرنېټ او د موبایل ټېلېفون خدمات تړل شوي دي.

امنیتي او انتظامي چارواکو تر دې مخکې په بیا بیا ویلي دي چې د وسلوالو پرضد د عملیاتو او داراز، د وسلوالو د فعالیتونو مخنیوي لپاره د لنډې مودې لپاره موبایل ټېلېفون انټرنېټ تړل اړین دي.

په شمالي او جنوبي وزیرستانونو، بنو، لکي مروت او شاوخوا سیمو کې د تېرو څو میاشتو راهیسې د وسلوالو خلاف د پوځ ځانګړي عملیات دوام لري.

د مې پر ۱۱مه نېټه پوځ د شمالي وزیرستان په میرلي کې د تحریک طالبان پاکستان د یوه مهم وسلوال د وژنې دعوه وکړه خو هغې ناقانونه ډلې لا په دې اړه څه نه دي ویلي.

د روانې میاشتې پر اوومه هم د پاکستان پوځ په شمالي وزیرستان کې د شپږو مشکوکه وسلوالو د وژنې دعوه کړې وه.

د پاکستاني پوځ ویاند جنرال احمد شریف چودري د اپرېل پر ۲۵مه په راولپېنډۍ کې یوې خبري غونډې ته وویل، په پاکستان کې پوځ، پولیس او نورې امنيتي ادارې هره ورځ تر ۷۰ زيات عمليات کوي.

XS
SM
MD
LG