د لاسرسي ځای

تازه خبر

د کوز جنوبي وزیرستان انتظامیه وايي د امنیت تر ډاډ وروسته انټرنېټ بحالوي


د جنوبي وزیرستان اوسېدونکو په تېرو کلونو کې د انټرنېټ بحالۍ لپاره مظاهرې کړې دي - پخوانی انځور.
د جنوبي وزیرستان اوسېدونکو په تېرو کلونو کې د انټرنېټ بحالۍ لپاره مظاهرې کړې دي - پخوانی انځور.

د کوز جنوبي وزيرستان انتظاميه وايي، په هغه سيمه کې به د امنيت تر جاج اخيستو وروسته د موبایل ټېلېفون انټرنېټ خدمات بحال کړي.

د ضلعې انتظامي مشر یاسر سليمان کونډي د مې پر ۱۸مه مشال راډيو ته وويل چې د هغوی لومړيتوب امنيت دی. "په موجوده حالاتو کې ډېر لوی عمليات او لويې کاروايۍ وشوې. موږ په دې اړه په يوه غونډه کې ژمنتيا هم ښوولې چې [امنيتي ځواکونه به] تر موجوده کاروايو وروسته د امنيت جاج اخلي او تر [ډاډ حاصلولو] وروسته به [انټرنېټ] بحالوو."

کونډي دا خبره پر داسې مهال کړې ده چې د سیمې اوسېدونکو او سوداګرو په وروستیو کې شکایت وکړ چې په سیمه کې یې د انټرنېټ نه شتوالي ژوند اغېزمن کړی دی.

د سیمې تاجرانو او ځایي خلکو د مې پر اوومه مشال راډیو ته ویلي ول، له انټرنېټه د ګټې اخیستنې لپاره اوس نورو ځایونو ته ځي چې له کبله یې زیات وخت او پیسې مصرفېږي.

دوی پر هم هغه ورځ د موبایل ټېلېفون انټرنېټ د درېیم او څلورم نسل یا درې او څلور جي اسانتیاوو د بحالولو په موخه په مکین، سره روغې، کوټکي او خیسور کې لاریونونه وکړل او بازارونه یې د احتجاج په توګه تړلي ول.

د مکین بازار د سوداګرو د اتحادیې مشر ریاض مسید وایي، د سیمې کاروبارونه ۹۵ سلنه د انټرنېټ له لارې کېږي. ''یو خو انټرنېټ له دنیا سره د رابطې ذریعه ده بل زموږ زیاتره کاروبارونه له انلاین سېسټم سره تړلي دي. اوس زیاتره خلک د انټرنېټ لپاره رزمک ته درومي. له یو طرفه ۱۵۰ روپۍ کرایه ده. په وټس ایپ د میسېجونو (پیغامونو) لېږدولو لپاره خلک هلته ځي.''

له ۲۰۱۰ز کال راهیسې، د ځیرمنو ټېلېفونونو (سمارټ فونونو)، د ټولنیزو شبکو له جوړېدو او پراخېدو او د نویو اپليکېشنونو له جوړېدو سره د انټرنېټ استعمال خورا زیات شو او د پاکستان د موبایل ټېلېفون شرکتونو خپل خدمات تر قبایلو هم وغځول.

د جنوبي وزیرستان او نورو قبایلو ضلعو زیاتره اوسېدونکي انټرنېټ له یو بل سره د ورځنیو او کاروباري اړیکو لپاره کاروي. داراز، هغوی د پیسو د لېږد او ترلاسه کولو لپاره هم انټرنېټ کاروي.

د کوټکي سیمې رحمت شاه مسید د مې پر اوومه مشال راډیو ته ویلي ول، زیاتره خلکو ته یې خپلوان د پاکستان له نورو برخو او یا هم له نورو هېوادونو پیسې استوي، خو د انټرنېټ د نه شتوالي له وجې د هغوی کلیوال ټانک او یا ډېره اسماعیل خان ته ځي.

امنیتي او انتظامي چارواکو تر دې مخکې په بیا بیا ویلي دي چې د وسلوالو پرضد د عملیاتو او داراز، د وسلوالو د فعالیتونو مخنیوي لپاره د لنډې مودې لپاره موبایل ټېلېفون انټرنېټ تړل اړین دي.

چارواکو تر دې مخکې د خلکو تر احتجاجونو وروسته ژمنه کړې وه چې هڅه کوي چې انټرنېټي خدمات په دوامداره ډول برقرار وساتي.

  • انځور سایز

    اشتیاق مسید

    اشتیاق مسید د مشال راډیو خبریال دی چې د جنوبي وزیرستان، ډېره اسماعیل خان، ټانک او لکي مروت د امنیتي، سیاسي او ټولنیزو حالاتو په اړه راپورونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG