د لاسرسي ځای

تازه خبر

پوځ او وسلوالو په شمالي او جنوبي وزیرستانونو کې یو بل ته د مرګژوبلې اړولو دعوې کړې دي


پوځ وايي، په جنوبي وزیرستان کې یې د عملیاتو پر مهال پینځه مشکوک وسلوال وژلي دي - پخوانی انځور.
پوځ وايي، په جنوبي وزیرستان کې یې د عملیاتو پر مهال پینځه مشکوک وسلوال وژلي دي - پخوانی انځور.

د پاکستان پوځ او وسلوالو په شمالي او جنوبي وزیرستانونو کې یو بل ته د مرګژوبلې اړولو دعوې کړې دي.

یو پوځي افسر چې له رسنیو سره یې د خبرو اجازه نه لرله، مشال رادیو ته یې د نوم نه ښوولو په شرط وویل چې د مې پر ۱۴مه یې د جنوبي وزیرستان په بروند کې د ناقانونه تحریک طالبان پاکستان پینځه او په شمالي وزیرستان کې یې یو مشکوک وسلوال وژلی دی.

خو د هغې ډلې مرکزي ویاند محمد خراساني له مشال راډیو سره په خبرو کې د پوځ دعوې رد کړې دي.

هغه دعوه کړې ده چې په جنوبي وزیرستان کې یې اووه پوځیان وژلي دي.

تر دې مخکې، د مې پر ۱۳مه هم یوه استخباراتي چارواکي د نوم نه ښوولو په شرط مشال راډیو ته ویلي ول چې د مې پر اتمه او نهمه یې د بر جنوبي وزیرستان په سره روغه تحصیل کې د عملیاتو پر مهال ۳۱ مشکوک وسلوال وژلي دي.

تر هغې وروسته تحريک طالبان پاکستان وویل چې پوځ د يو قوماندان په کور کې ماشومان او نور ملکي وګړي وژلي دي خو چارواکي دا دعوه ردوي او وايي، په عملیاتو کې یې وسلوال وژلي دي.

د پاکستان پوځ په تېرو میاشتو کې د عملیاتو پرمهال په شمالي او جنوبي وزیرستانونو کې د لسګونو مشکوکو وسلوالو د نیولو او ورته د مرګژوبلې اړولو دعوې کړې دي.

داراز، تحریک طالبان پاکستان هم وخت په وخت د پاکستان امنیتي سرتېرو ته د مرګژوبلې اړولو ادعاوې کوي.

خو مشال راډیو په خپلواکه توګه د پوځ او د وسلوالو د دعوو تصدیق نه شي کولای.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG