د لاسرسي ځای

تازه خبر

پوځ په ځونیخېلو کې د ۲ مشکوکو وسلوالو د وژنې دعوه کړې ده


پوځ وايي، د بنو په ځونېخېلو او شاوخوا سیمو کې یې هدفي عملیاتو ته دوام ورکړی دی - پخوانی انځور.
پوځ وايي، د بنو په ځونېخېلو او شاوخوا سیمو کې یې هدفي عملیاتو ته دوام ورکړی دی - پخوانی انځور.

د پاکستان پوځ د بنو په ځونیخېلو (جانیخېلو) کې د عملیاتو پر مهال د دوو مشکوکو وسلوالو د وژنې دعوه کړې ده.

د پوځ د عامه اړیکو دفتر (ای اېس پي ار) رسنیو ته په استولي بیان کې ویلي دي چې امنیتي ځواکونو د مې پر ۱۷مه د استخباراتي معلوماتو پر اساس په ځونیخېلو کې عملیات وکړل.

د پوځ یوه چارواکي چې له رسنیو سره یې د خبرو اجازه نه لرله، د مې ۱۷مې پر ماخوستن یې د نوم نه جوتولو په شرط مشال راډيو ته وویل چې وژل شوي وسلوال د ناقانونه تحریک طالبان پاکستان اختر محمد ډلې غړي ول.

خو هغې وسلوالې ډلې لا د پوځ د دعوې په اړه څه نه دي ویلي.

د پاکستان پوځ له مودې راهیسې په عملیاتو کې د مشکوکو وسلوالو د وژلو او ګرفتاریو دعوې کړې دي چې مشال راډیو یې په خپلواکه توګه نه شي تصدیقولای.

دا په داسې حال کې ده چې د مې پر ۱۵مه په شمالي وزیرستان کې د پوځ پر قافله په ځانمرګي برید کې د پینځو سرتېرو په ګډون اته تنه ژوبل شوي ول.

تحریک طالبان پاکستان په هغه حمله کې پوځ ته د مرګژوبلې اړولو دعوه کړې وه.

په وروستیو کې په بنو، لکي مروت او شمالي او جنوبي وزیرستانونو کې بریدونه زیات شوي دي او انتظامي او امنیتي چارواکي وايي، د وسلوالو ضد یې هدفي عملیاتو ته دوام ورکړی دی.

د پاکستاني پوځ ویاند جنرال احمد شریف چودري د اپرېل پر ۲۵مه په راولپېنډۍ کې یوې خبري غونډې ته وویل، په پاکستان کې پوځ، پولیس او نورې امنيتي ادارې هره ورځ تر ۷۰ زيات عمليات کوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG