د لاسرسي ځای

تازه خبر

علي وزير: په پښتنه سیمه کې يو ځل بیا د پلان له مخې ترهګرۍ ته لار هوارېږي


علي وزير د کراچۍ غونډې ته وينا کوي
علي وزير د کراچۍ غونډې ته وينا کوي

د خړ کمر پېښې څلورم تلین په مناسبت په کراچۍ کې یوې غونډې ته د پښتون ژغورنې غورځنګ مشرانو ويلي چې په پښتنو سیمو کې "د منظمې منصوبې لاندې بیا ترهګري پياوړي کيږي".

د جون پر څلورمه، په کراچۍ د شمالي وزیرستان د خړ کمر پېښې قربانيانو د يادولو په وخت د غورځنګ يو مشر او پارلېمان غړي علي وزير ادعا وکړه چې په لوی لاس وسله والو ته ځای ورکول کيږي. هغه زیاته کړه: "د يو پلان له مخې په قبايلي سيمو کې د ترهګرۍ اور بیا تازه کيږي. ترهګرۍ ته لاره هوارېږي."

علي وزير د خپلې دغه ادعا وضاحت نه دی کړی. تر اوسه کوم حکومتي‌چارواکي هم د وزير د دې ادعاوو په اړه څه نه دي ويلي. خو د پاکستاني پوځ مشر جنرال عاص منير او وزيراعظم شهباز شريف ويلي چې د ترهګرۍ ختمولو لپاره کوټلي ګامونه اخلي. دوی د وسله والو پر ضد د هدفي عملياتو د پيلولو خبر هم ورکړی دی.

خو په کراچې کې د پي ټي اېم لسګونو پلويانو ته علي وزير د وينا په وخت وويل چې تر څو په وسله والو کې ښه او بد پالل کيږي، ترهګري به ختمه نه شي. هغه پر پښتنو مشرانو غږ وکړ چې سره يو موټی شي. نوموړي وويل که پښتانه اتفاق وکړي د هر جنګ مخه نیولی شي. هغه د ناامنيوو د زیاتېدو پړه د پاکستان پر ریاست واچوله او وي ويل چې په زرګونو د تحريک انصاف مظاهره چيان نيول کيدلی شي نو د خړ کمر په پېښه کې ککړ کسان ولې نه شي ګرفتارېدلی؟

د ۲۰۱۹ز کال د مې پر ۲۶مه په شمالي وزیرستان کې د خړ کمر له امنیتي پوستې سره د ډزو په پېښه کې ۱۵ کسان وژل شوي او له ۲۰ زیات ژوبل شوي ول. د پاکستان پوځ پر هغه ورځ په یوه بیان کې تور پورې کړ چې د پي ټي اېم د هغه وخت مخکښو، محسن داوړ او علي وزیر په مشرۍ یوې ډلې پر پوستې برید وکړ او ۵ سرتېري یې ژوبل کړل چې د پوځیانو په ځوابي ډزو کې ۳ کسان ووژل او ۱۰ ژوبل شول.

خو عیني شاهدانو او د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین د پوځ تورونه رد کړي ول او ویلي یې ول چې پر خړ کمر پوستې پوځي سرتېرو د ډوګه مچه مده خېلو ناستې ته ورتلونکې قافله ودروله او وروسته یې ورباندې ډزې وکړې. د دې پېښې ويډيوګانې هم پر ټولنیزو رسنيوو نشر شوي دي.

غورځنګ او د پښتنو ملتپاله ګوندونو د هغې پېښې په غبرګون کې پراخې مظاهرې کړې وې. حکومت د شهدا پيکېج تر نامه لاندې د هر وژل شوي تن کورنۍ ته ۲۵، ۲۵ لکه روپۍ او هر زخمي ته یې ۱۰ لکه روپۍ ورکړې وې. علي‌وزير د کراچۍ په جلسه کې وويل چې که په خړ کمر کې وژل شوي کسان حمله کوونکي وو نو بیا حکومت د هغوی کورنيو ته معاوضه ولې ورکوله. "يو طرف ته وايي چې دهشتګردو پر چېک پوسټ باندې حمله وکړه. بل طرف ته هم دې رياست د هغو شهيدانو کورنيو ته معاوضه ورکړه."

پښتون ژغورنې غورځنګ هر کال د خړ کمر د پېښې قربانيانو ته د درناوي غونډې کوي. د دې غورځنګ مشر، منظور پښتین، علي وزیر او یوشمېر نور مخکښه فعالان د ۲۰۲۳ کال د مې پر ۲۶مه د دته خېلو خړ کمر ته ورغلي ول او هلته یې د وژل شویو کسانو لپاره دوعا وکړه.

پښتین هلته جوړې شوې غونډې ته په وینا کې خپلې دعوې تکرار کړې او زیاته یې کړه چې په ۲۰۱۹ز کال کې د امنیتي سرتېرو په ډزو کې سوله ییزو مظاهرچیانو ته مرګژوبله اوښتې وه خو تر اوسه قاتلينو ته سزا نه ده ورکړل شوې.

XS
SM
MD
LG