د لاسرسي ځای

تازه خبر

 پاکستان دې د خړ کمر پر پېښه له وزیرو بخښنه وغواړي: اڅکزی


د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزی

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر د وزیرستان د هغې پېښې غندنه کړې په کوم کې چې د پښتون ژغورنې غورځنګ په وینا پوځ د دوی تر ۱۴ زیات غړي وژلي او لسګونه نور یې ژوبل کړي دي خو پوځ وايي لومړی پرې هغوی برید کړی وو.

محمود خان اڅکزي ویلي پاکستان به د شمالي وزیرستان د خړ کمر پر پېښه بخښنه غواړي. نوموړي دا څرګندونې د جون پر اوومه په ګلستان کې د اختر روایتي جلسې ته د وینا پر مهال کولې. هغه د پاکستانیو امنیتي ادارو له خوا د پښتون ژغورنې غورځنګ پر غړیو د تشدد غندنه وکړه.

''دا یوولس کسه چې یې وژلي دي، پاکستان به پر دې له ټول وزیره بخښنه غواړي.''

محمود خان اڅکزي وویل، که د ملک پوځ او نورې ادارې د آیین په چوکاټ کې دننه کار ونکړي نو دا به ملک د تباهۍ لور ته بوځي.

نوموړي پښتون ژغورنه غورځنګ ته په اشاره وویل چې امنیتي ادارې دې د حق غوښتونکو خلکو پر احتجاجونو نه بندیز لګوي او نه دې هم هغوي ځوروي.

''دا وطن تر هر چا پر موږ ګران دی، موږ له فرنګي سره پر دې وطن جنګ کړی دی، موږ له هرې مارشلا سره جنګ کړی دی.''

د علي وزير مور
د علي وزير مور

اڅکزي وویل پوځ باید په چاوڼۍ کې وي او پر خپلو ګوندي ملګرو یې ږغ وکړ چې په هر ډول حالاتو کې به پي ټي اېم ملاتړ کوي: ''د علي وزیر مور په سپین سر وینا کړې ده. ټول افغان اورېدلې ده. هغې ویلي دي که زما بچي او د هغه ملګرو کومه ګناه کړې وي نو په اور کې یې واچوئ خو که هغوی بې ګناه وي نو زموږ مرسته وکړئ. نور څوک که یې کوي که یې نه کوي خو پښتونخوا ملي عوامي ګوند به یې په هر حالت کې کوي.''

محمود خان اڅکزي د پاکستاني سیاست تر څنګ د افغانستان پر حالاتو هم خبرې وکړې. نوموړي وویل چې پر ډیورنډ کرښه لګول شوي اغزن تار یو ولس وېشلی دی او د ده په وینا دا د نړیوالو قوانینو خلاف کار دی.

پاکستان ډیورنډ کرښه له افغانستان سره رسمي پوله بولي او وايي چې هلته یې اغزن تار د دې لپاره لګولی دی چې وسله وال له یوې غاړې بلې ته تګ راتګ ونکړي.

تبصرې وګورئ (۱)

XS
SM
MD
LG