د لاسرسي ځای

تازه خبر

پښتونخوا ملي عوامي ګوند د خړکمر وژنو عدالتي تحقيقات غواړي


ارشیف: د پښتونخوا ملي عوامي ګوند جلسه، د ۲۰۱۷ز کال د ډېسېمبر ۲۲مه
ارشیف: د پښتونخوا ملي عوامي ګوند جلسه، د ۲۰۱۷ز کال د ډېسېمبر ۲۲مه

پښتونخوا ملي عوامي ګوند د احتجاجي مظاهرو پرمهال د شمالي وزيرستان د خړکمر وژنو د عدالتي پلټنوغوښتنه کړې ده.

د مې پر ۲۶ مه، د خړکمر پر پوسته د امنيتي ځواکونو په ډزو کې ۱۴ کسان وژل شوي او له ۴۰ زيات ژوبل شوي ول.

پښتون ژغورنې غورځنګ وايي، خلک د عسکرو په ډزو کې وژل شوي خو د پاکستان پوځ دريځ لري چې د قامي اسمبلۍ غړو علي وزير او محسن داوړ په مشرۍ ډلې پر پوسته بريد وکړ چې په ځواب کې يې امنيتي عسکرو ډزې وکړې.

د دې پېښې پرضد د پښتون ژغورنې عورځنګ له خوا د پاکستان ترڅنګ د نړۍ په مختلفو ښارونو کې مظاهرې وشوې.

د مظاهرو هدف د خړکمر پېښې عدالتي پلټنې، د محسن داوړ او علي وزير خوشي کول، پښتون مېشتو سيمو کې ترهګري ختمول دي.
عثمان کاکړ

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند په غږ د جون پر اتمه د دې پېښې پر ضد د بلوچستان ترڅنګ کراچۍ او سوات کې احتجاجي مظاهرې وشوې.

د دې ګوند سېنېټر عثمان کاکړ مشال راډيو ته وويل چې د مظاهرو مقصد د خړکمر پېښې عدالتي پلټنې، د محسن داوړ او علي وزير خوشې کول، پښتون مېشتو سيمو کې ترهګري ختمول، د سپريم کورټ د جج قاضي فایز عیسا پر ضد په سپریم کورټ کې داخل شوی رېفرنس ختمول دي.

د خړ کمر د وژنو پرضد د سوات په خوازه خیله کې هم د جون پر اتمه مظاهره وشوه.

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند يو مشر مختار یوسفزی غوښتنه وکړه چې حکومت بايد د خړ کمر په وژنو کې لاس لرونکو ته سزا ورکړي.

نوموړي مشال راډیو ته وويل چې ګوند يې د خړکمر پېښې په اړه د تحقيقاتي کمېشن جوړېدو غوښتنه کوي.

هغه ادعا وکړه چې په شمالي وزيرستان او نورو قبايلي ضلعو کې د پوځ شتون مشکلات پېدا کړي نو بايد انتظامي واک ولسي حکومت ته وسپارل شي.

XS
SM
MD
LG