د لاسرسي ځای

تازه خبر

پي ټي اېم د خړ کمر پېښه په توره ورځ لمانځي


میرامشا کې د ۲۰۱۹ز کال پر ۱۴م اپرېل د پي ټي اېم ولسي غونډه
میرامشا کې د ۲۰۱۹ز کال پر ۱۴م اپرېل د پي ټي اېم ولسي غونډه

پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) د خړکمر د پېښې په کال پوره کېدو دا ورځ د تورې ورځې په توګه نمانځي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ په وينا د ۲۰۱۹ز کال د مې پر ۲۶مه نېټه د شمالي وزیرستان په خړ کمر کې د پاکستانیو عسکرو په ډزو کې د دوی ۱۴ غړي ووژل شول او تر ۴۰ زيات ژوبل شول خو امنیتي ادارې دا ادعا ردوي او بیا تور پورې کوي چې د محسن داوړ او علي وزیر په مشرۍ مظاهرچیانو د دوی پر یوه پوسته برید کړی وو چې پکې د پوځ پنځه تنه ژوبل شوي ول خو د خپلې دې ادعا لپاره يې کوټلي ثبوتونه نه دې راوړي.

منظور پښتین، محسن داړو او علي وزیر
منظور پښتین، محسن داړو او علي وزیر

له هغې پېښې سره په تړاو د پي ټي اېم دوه مخکښان علي وزیر او محسن داوړو ګرفتار هم شول چې څه نا څه له څلور میاشتني بند وروسته یې په ضمانت پرېښول.

د پي ټي اېم مشر منظور پشتين د خړ کمر د پېښې په کال پوره کېدو د دې ورځې د تورې ورځې په توګه د نمانځلو ويلي او زياته کړې یې وه د دې ورځې په مناسبت به غټې غونډې ځکه نه راجوړوي چې کرونا وبا خوره ده او دوی هڅه کوي چې واټڼ وساتي.

نوموړی ويي، د غورځنګ د وژل شوو غړو قربانۍ به هېرې نه کړي او په دې ورځ به پښتانه په خپلو کورونو کې تورې جنډۍ لګوي.

هغه زیاته کړې وه چې د کرونا وبا ختمه شي بيا به د خړ کمر په ياد کې غټه جلسه راجوړوي.

پشتين ويلي په پي ټي اېم رنګ رنګ تورونه لګول کيږي خو دوی د رياست نه نور هیڅ نه غواړي د ترهګرۍ مخالفت کوي او يواځې دا غوښتنه کوي چې د ترهګرۍ په نوم دې د پښتنو وژنې بندې کړی شي.

د پي ټي اېم مشر ویلي دوی ته ګواښونه کيږي او د غورځنګ په وړاندې هر ډول خنډان جوړول کيږي خو دوی به کله هم د خپلو حقونو دپاره پېل کړې مبارزې نه په شا نه شي.

د غورځنګ یوه بل مشر محسن داوړ پر خپل ټویټر کښلي پروسږ کال پر دې ورځ یې په خړ کمر کې خپل کامرېډان له لاسه ورکړ، دی کاږی په هغه ورځ ټولوژنې یې یې له تېر یوه کال راهیسې د بېوسۍ احساس لاپسې زیاته کړی. په پارلمان او کوڅو کې زموږ پرامنه احتجاجونه له پامه ورغورّ

تېر کال د پي ټي اېم د مشرانو او قامي اسمبلۍ غړو محسن داوړ او علي وزیر په مشرۍ په خړ کمر کې احتجاجي مظاهره کېدله او په دغه مهال چې دا مظاهره چيان په پوځي چيک پوسته ورغلي هلته بيا د ډزو پېښه رامنځته شوې وه.

پوځ او پي ټي اېم په يو بل د ډزو کولو تورونه لګولي، پوځ ويلي ؤ د محسن داوړ او علي وزير په مشرۍ د ډلې سره د مشکوک ترهګر خلاصولو دپاره په چيک پوسته ورختلي او بیا د پوځ لخوا د مخې نيولو په وخت دوی په پوسته ډزې کړې وې چې په نتيجه کې يې پينځه پوځي سرتيري ژوبل شوي وو.

پوځ ویلي ؤ د پوځ په ځوابي ډزو کې بيا درې کسان وژل شوي او لس نور ژوبل شوي وو.

پوځ دا هم ويلي ؤ چې په دغه موقع یې علي وزير سره د اته نورو کسانو نيولی ؤ. محسن داوړ بيا وروسته په خپله ځان پوليس ته حواله کړی ؤ.

خو وروسته د شمالي وزيرستان انتظاميې د خړکمر په پېښه کې د ۱۵ کسانو د وژل کېدو او ۲۳ ژوبلېدو پخلی کړی او د خېبرپښتونخوا حکومت بیا د مړو او ژوبلو دپاره امدادي پېسې اعلان کړې وې.

د مړ تن دپاره ۲۵ لکه روپۍ او د ژوبل دپاره يې لس لکه روپو ورکولو اعلان کړی ؤ.

پوځ د پېښې مقدمه د ترهګرۍ د مادو لاندې د علي وزير او محسن داوړ پرضد درج کړې او هغوی پکې بيا جېل ته لېږل شوي وو.

خو پي ټي اېم د پوځ بيان ته په غبرګون کې ويلي ؤ چې دوی يوه پرامنه احتجاج کولو او په دغه مهال چې کله دوی د خړ کمر چيک پوستې ته ورسېدل تش لاس وو يواځې احتجاج يې کولو خو پوځ په مظاهره چیانو نېغې ډزې کړې وې.

پي ټي اېم په ټویټر د خړ کمر قتل عام په نوم ټرېنډ چلوي،

او محسن داوړ په ټويټر ويلي،

"یو کال وشو چې په خړ کمر کې مې د ملګرو قتل عام شوی وو. د خړ کمر د قتل عام په مهال چې مې کومه بې وسي محسوس کړې هغه په يو کال کې نوره سېوا شوې ده. په پارلیمان او لارو کوڅو کې په پرامنه ډول زموږ د انصاف غوښتنې له پامه غورځول شوي دي او د دې پرځای راته د عارف وزير مړی راکړل شو.''

فرحت الله بابر په ټويټر ليکلي،

"د خړ کمر د قتل عام يو کال وشو. که په پېښه کې له وژل شوو سره انصاف ونه شو د دوی قبرونه به په پېښه کې د ککړو پرضد په خپله انصاف وکړي. دا د قدرت قانون دی."

سیاستوال او شننونکی افراسیاب خټک پر خپل ټویټر کاږۍ:

''د خړ کمر قتل عام له وروسته شوی وو چې د پوځ وياند پي ټي اېم ته ګواښونه کړي وو. د خړ کمر پېښه د هغو پښتنو د قتل عام برخه ده په کوم کې چې ملتپاله پښتانه ځوانان وژل شوي وو. يو باوري رښتونی کمېشن دا معامله راټولولی شي نه چې په انکوايرۍ ځان خلاص کړی شي."

د پي ټي اېم مشران وايي پرځای د دې چې په خړ کمر کې له وژل شوو سره انصاف شوی وی د علي وزير او محسن داوړ پرضد مقدمې جوړې شوې زندان ته واچول شو او د پي ټي اېم پرضد عملیاتو ته نور زور ورکړل شو.

علي وزير او محسن داوړ ته له زندانه تر خوشې کېدو وروسته هارونه ور په غاړه کړل شول. ۲۰۱۹، ۲۱ سېپټمبر
علي وزير او محسن داوړ ته له زندانه تر خوشې کېدو وروسته هارونه ور په غاړه کړل شول. ۲۰۱۹، ۲۱ سېپټمبر

غورځنګ زیاتوي، دوی به د پښتنو د حقونو لپاره تر ائين او قانون لاندې په پرامنه ډول خپله مبارزه جاري ساتي او د وژل شویو لپاره انصاف غواړي.

د پاکستان پوځ او حکومت پر پي ټي اېم له بهر هېوادونو څخه د پېسو اخیستو تورونه لګولي خو پي ټي اېم تورونه ردوي او وايي که پوځ او حکومت د دوی پرضد د تورونو ثبوتونه لري نو ښکاره دې یې کړي.

XS
SM
MD
LG